توسط TKG -
افغان سيــنمــاګــران، اداکــاران، هــنرمندان او سندرغاړي له حکومت غــواړي، چـې د افغانستان هنر او سينما ته پاملرنه وکړي. دوی په دولت تور لګوي چې په تېره یوه نيمه لسيزه کې یې دې برخې ته هېڅ پام ونه کړ. دغه هنرمندان ټینګار لري، چې د ملي يووالي حکومت رهبران دې د جنګ له سیوري د هنر او سينما د ژغورلو پیغام ورکړي او د...
توسط TKG -
د ملي امنیت چارواکي وایي، ننګرهار کې یې د یو لړ ځانګړو عملیاتو پرمهال د داعش ډلې یو مهم غړی نیولی دی.
د ملي امنیت له عمومي ریاست څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې موظفینو یي د اچین ولسوالۍ په مربوطاتو کې د داعش ډلې یو غړی اسماعیل، چې په یاسین مشهور دی نیولی دی.
سرچینې د نیول شوي وسله وال د...
توسط TKG -
د لغمان ولايتي چارواکي وايي، د نهه څلوېښت ميليونه افغانيو په ارزښت يې د دوو بېلا بېلو پروژو د بنسټ ډبرې کېښودلې.
د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک کليد ته وويل، چې د والي عبدالجبار نعيمي له لوري د ولايت مقام او د اداري کمپلکس نوې ودانۍ چې په څلورو پوړونو کې د ۳۱ ميليونه افغانيو په ارزښت په اساسي او عصري بڼه...
توسط TKG -
د ملي اردو چارواکي وايي، اچين ولسوالۍ کې يې د هوايي بريد له کبله دوه داعش وسله وال وژلي دي.
په ختيځ کې د ملي اردو د ۲۰۱ سېلاب قول اردو مطبوعاتي مسوول جګړن شيرين اقا فقيري کليد ته وويل، چې تېره شپه يې د اچين ولسوالۍ په باندر سيمه کې د داعش وسله والو په يوه پټنځای هوايي بريد کړی او پرمهال يې...
توسط TKG -
هغه دوه افغان لوبغاړې، چې د باميان اوسېدونكې دي او د جنوبي كوريا نړيوالو سكي سياليو كې يې مډالونه ګټلي وو، د دغه ولايت د چارواكو له لوري وستايل شوې.
دوه افغان ښځينه سكي بازانې ګيتي عبادي او فرېبا احمدي وتوانېدې، چې د سكي په دغو نړيوالو سياليو كې لومړى او څلورم مقامونه خپل كړي.
له ۱۸ كلنو د كم عمره لوبغاړو دې سياليو كې...
توسط TKG -
په بدخشان ولايت كې د برفكچونو له كبله اتو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې او د استوګنې نږدې ۱۰ كورونه يې ويجاړ كړي دي.
د بدخشان له طبيعي پېښو سره د مبارزې ادارې مشر سيد همايون دهقان كليد ته وويل، چې دغه برفكوچونه پرون د دې ولايت د راغستان ولسوالۍ په دوو كليو كې راغلي دي.
نوموړي زياته كړه، د يادې ولسوالۍ په سُپاه كلي...
توسط TKG -
د اجراييه رييس عبدالله عبدالله په مشرۍ يو لوړ پوړى دولتي پلاوى نن سهار د هلمند د خلكو د ستونزو حل كولو په هدف لښكرګاه ته ورسېد.
په دې پلاوي كې د ملي دفاع وزير عبدالله حبيبي او د ملي امنيت عمومي رياست لومړى مرستيال اديب فهيم هم شامل دي.
د ارګ په خبرپاڼه كې راغلي، چې هلمند ته د پلاوي لېږلو پرېكړه تېر ماښام...
توسط TKG -
په هرات ولايت کې د ټرافيكي پېښې له كبله ۱۸ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د هرات د والي وياند جيلاني فرهاد کليد ته وويل، چې دا پېښه نن سهار د شينډنډ ولسوالۍ په عزيز اباد سيمه کې رامنځته شوې ده.
فرهاد زياته کړه، يو فلاينکوچ ډوله مسافر وړونکي موټر، چې له شينډنډه هرات ښار ته پر لاره و، د تېلو له ټانکر سره...
توسط TKG -
ننګرهار ښاري محکمې څلور تنه د انسان تښتونې په قضيه کې د لاس لرلو له کبله په دولس ـ دولس کاله تنفيذي بند محکوم کړل.
د ننکرهار د ښاري محکمې رييس قضاوتمند مفتي محمد وزير کليد ته وويل، چې قضايي پلاوي د قضيې د طرفينو په شتون کې د قضيې د هر اړخيزې څېړنې وروسته د رايو په يووالي څلور تنه د انسان تښتونې...
توسط TKG -
د سعودي عربستان جنوب لور ته له يمن څخه توغول شوى توغندى په سيمه کې د ملګرو ملتونو سيمه ييز دفتر باندې لګېدلى او مالي زيانونه يې اړولي دي.
رپوټونه وايي، د يمن حوثي وسله والو له لوري توغول شوى توغندى د سعودي عربستان ظهران الجنوب ښار كې د ملګرو ملتونو پر ودانۍ لګېدلى، خو ځاني زيان نه لري.
دا په داسې حال کې ده،...