توسط TKG -
چارواکي وايي، خوست ښار کې دوه پرله پسې چاودنو د ۵ پوليسو په ګډون اته تنه ټپيان کړي دي.
د خوست د امنيت امر سمنوال غني الرحمن خبريالانو ته وويل، دا چاودنې نن د يوولس بجو په شاوخوا کې د خوست ښار اړوند د فوټبال لوبغالي ترڅنګ وشوې.
نوموړی وايي، لومړۍ چاودنه د ښاري نظم پوليسو د ګزمې پر موټر شوې او ورپسې دويمه چاودنه...
توسط TKG -
په كابل كې د پاكستان سفارت هغه رپوټونه رد كړل، چې ښايي په اسلام اباد كې افغان طالبانو ته سياسي دفتر جوړ شي.
د دغه سفارت مطبوعاتي سلاكار اختر منير نن كليد سره خبرو كې په دې تړاو خپاره شوي رپوټونه بې بنسټه وبلل.
نوموړي زياته كړه، چې په اسلام اباد كې افغان طالبانو ته د سياسي دفتر جوړولو په اړه هېڅ پلان موجود نه...
توسط TKG -
د هلمند ولايت په سنګين ولسوالۍ كې د افغان امنيتي ځواكونو په هوايي او ځمكنيو عملياتو كې لسګونو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د هلمند له ۲۱۵ ميوند قول اردو څخه كليد ته رالېږل شوې خبرپاڼه كې راغلي، چې دغه عمليات تېره شپه د سنګين ولسوالۍ په يو شمېر سيمو كې ترسره شوي دي.
د سرچينې په وينا، د عملياتو په ترڅ كې...
توسط TKG -
د يمن حوثي وسله والو د سعودي عربستان پر يوې جنګي بېړۍ د وړې کښتۍ په مټ ځانمرګى كړى، چې په پايله كې يې پنځو سعودي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د سعودي عربستان پوځي چارواکي وايي، دا بريد د يمن الحديده بندر ته څېرمه وروسته له هغې وشو، چې د سعودي جنګي بېړۍ د ګزمې په حال کې وه.
رپوټونه وايي، د يمن...
توسط TKG -
وسله والو طالبانو د هلمند ولايت پر مركز لښكرګاه ښار نن سهار په داسې حال كې توغندويي بريد كړى او څلورو ملكي وګړو ته يې مرګ ژوبله اړولې، چې اجراييه رييس عبدالله عبدالله له دغه ښاره د وتلو په حال كې و.
طالبانو پر دغه ښار درې توغندي توغولي دي.
د هلمند د والي وياند عمر ځواك كليد ته وويل، چې دا بريد نن سهار...
توسط TKG -
له پاکستاني ځواکونو سره په جګړه کې د وژل شوي افغان سرحدي پوليس حبيب الله کورنۍ وايي، چې په زياتې بېوزلۍ کې ژوند کوي.
حبيب الله د خپلې کورنۍ لپاره يوازينى د ګټې وټې کس و، چې د تېرې پنجشنبې په ورځ د کندهار ولايت د سپين بولدک او ښورابک ولسواليو ترمنځ سيمه كې له پاکستاني ځواکونو سره په نښته کې ووژل شو.
د حبيب...
توسط TKG -
په بازارونو کې د زړو بانک نوټونو له زياتوالي د خلكو له شکايتونو وروسته د افغانستان بانك اعلان كړى، چې دغه بانك نوټونه له كوم اضافي لګښت پرته په نويو بدلوي.
د افغانستان بانك وايي، ټول هغه افغاني بانک نوټونه، چې پر مخ يې سريښ يا سريښ لرونکي مواد، ليکل، رسامي او ټاپه وهل شوې اوسي او يا هم په كومه بله بڼه يې...
توسط TKG -
په خوست کې داسې ژمني کورسونه جوړ شوي، چې ډېرې کمې پیسې اخلي او د هغو زده کوونکو ستونزې هم ورسره حل شوې چې بې وزله دي او نه شي کولای د کورسونو لوړ فيسونه ورکړي. د نورو ولایتونو په څېر خوست کې هم هر کال د ژمي له پیل سره سم کورسونه جوړېږي او زده کوونکي په دې کورسونو کې د راتلونکي...
توسط TKG -
د كندهار ولايت د سوداگرۍ خونه وايي، د تېر کال په پرتله سږ کال د دغه ولایت د وچې مېوې صادرات ۴۱ په سلو کې زیات شوي دي. دوی په بهرنیو هېوادونو کې د کندهار وچې مېوې ته د لېوالتیا ډېرېدل او د پروسس په برخه کې د ظرفیتونو وده د صادراتو د ډېرېدو اصلي عوامل بللي دي. اينځر، مميز، شکر پاره، بادام...
توسط TKG -
د افغانستان د کرکټ پرمختيايي لوبډلې د زمبابوې الف لوبډلې ته په درېيمه لوبه کې هم ماتې ورکړه او په دې سره يې د پنځو يو ورځنيو لوبو لړۍ وګټله.
دا لوبه، چې افغان لوبډلې د ۲۰ منډو په توپير وګټله، تېره ورځ د زمبابوې په هرارې لوبغالي كې ترسره شوه.
د دې پنځوس اوريزې لوبې پچه د زمبابوې الف لوبډلې لوبډلمشر وګټله او افغان...