slideshow, بهرني خبرونه, سيمه او نړۍ

سعودي عربستان كې بمي چاودنې يو تن وژلی

توسط - سعودي عربستان كې بمي چاودنې يو تن وژلی

د يمن پولې ته نږدې په يوه بمي چاودنه کې د سعودي عربستان يو سرتېرى وژل شوى او يو شمېر نور ټپيان دي. د سعودي عربستان د پوځي چارواکو په خبره، د دغه هېواد سرحدي ځواکونو په جنوبي ولايت جيزان کې ګزمه کوله، چې د سړک غاړې ماين پرې وچاودېد. دوى وايي، چې په دې چاودنه کې يې يو افسر وژل شوى او يو شمېر...

slideshow, كورني خبرونه

د باميان او دايکندي مواصلاتي لارې لا هم بندې دي

توسط - د باميان او دايکندي مواصلاتي لارې لا هم بندې دي

د باميان او دايکندي چارواکي د دې ولايتونو د ټولو لارو د تړل کېدو خبر ورکوي. د باميان د ټولګټو چارو رييس محمد انوري کليد ته وويل، چې د سختې واورې او طوفان له کبله د دې ولايت له مركز سره د ټولو ولسواليو او ګاونډيو ولايتونو لارې تړل شوې دي. هغه زياته کړه، چې د سړک پاكونې ډله په شيبر کوتل او د باميان...

slideshow, كورني خبرونه

د ګلبدين حكمتيار نوم د ملګرو ملتونو امنيت شورا له تور لېست څخه لرې شو

توسط - د ګلبدين حكمتيار نوم د ملګرو ملتونو امنيت شورا له تور لېست څخه لرې شو

د ملي يووالي حكومت غوښتنه بالاخره ومنل شوه او د ملګرو ملتونو امنيت شورا د حزب اسلامي د مشر ګلبدين حكمتيار نوم له خپل تور لېسته وايسته. د حزبي اسلامي يوې سرچينې، چې نه غواړي نوم يې واخيستل شي، كليد ته د دې خبر د تاييد ترڅنګ وويل، چې جمهور رييس محمد اشرف غني او يا هم د ملي يووالي حكومت كوم بل لوړپوړى...

slideshow, كورني خبرونه

د سالنګ لويه لار لا هم د ټرافيكو پرمخ تړلې ده

توسط - د سالنګ لويه لار لا هم د ټرافيكو پرمخ تړلې ده

د سالنګ لويې لارې د ساتنې او څارنې ادارې مسوولين وايي، چې دا لاره لا هم د زياتې واورې ورېدنې او طوفان له كبله د ټرافيكو پرمخ تړلې ده. د سالنګونو د ساتنې او څارنې امر ډګرجنرال محمد رجب نن پر خپله فېسبوك پاڼه ليكلي، چې په شمالي سالنګ كې طوفان يو څه كمزورى شوى دى. د هغه په وينا، تراوسه ۱۸ برفكوچونه راغلي او...

slideshow, اقتصاد, بيارغونه, كورني خبرونه

له اوږده ځنډ وروسته د بهسودو دويم پل د ټرافيکو پرمخ پرانيستل شو

توسط - له اوږده ځنډ وروسته د بهسودو دويم پل د ټرافيکو پرمخ پرانيستل شو

د ننګرهار ولايتي چارواکي وايي، له اوږده ځنډ وروسته يې د ولسونو په غوښتنه تېره ورځ د بهسودو دويم پل ګټې اخيستنې ته وسپاره او اوس پرې هر ډول نقليه وسيلې تګ راتګ کولاى شي. د ننګرهار د والي وياند عطا الله خوږياڼي کليد ته وويل، چې د ټرافيکي ګڼې ګوڼې د مخنيوي په هدف يې نوى جوړ شوى پل د ټرافيکو پرمخ پرانيسته. خو...

slideshow, كركټ, كورني خبرونه

افغان پرمختيايي لوبډلې د زمبابوې د كركټ الف لوبډلې نه څلورمه لوبه هم وګټله

توسط - افغان پرمختيايي لوبډلې د زمبابوې د كركټ الف لوبډلې نه څلورمه لوبه هم وګټله

د افغانستان د کرکټ پرمختيايي لوبډلې د زمبابوې الف لوبډلې ته د پنځو يو ورځنيو لوبو د لړۍ په څلورمه سيالۍ کې هم ماتې ورکړه. دا لوبه تېره ورځ د زمبابوې په هرارې لوبغالي كې ترسره شوه. د لوبې پچه افغان پرمختيايي لوبډلې وګټله او د زمبابوې الف لوبډلې ته يې د توپ وهنې بلنه ورکړه. د زمبابوې الف لوبډلې د ټولو اورونو په لوبولو او...

کارتون, ګالري

د قدرت تږي!!

توسط - د قدرت تږي!!

...

رپوټ, ټولنیز

امير کامه وال: خصوصي پوهنتونونه به له دولتي کانکوره محصلين جذبوي

توسط - امير کامه وال: خصوصي پوهنتونونه به له دولتي کانکوره محصلين جذبوي

د لوړو زده كړو وزارت وايي، په خصوصي پوهنتونونو كې د جعلكاريو او خيالي محصلينو د مخنيوي لپاره بايد خصوصي پوهنتونونه هم د عمومي دولتي كانكور له لارې محصلين جذب كړي. د لوړو زده كړو وزارت د خصوصي پوهنتونونو د څانګې مشر محمداميركامه وال له كليد سره په ځانګړې مركه كې وويل، چې په دې وروستيو كې په خصوصي پوهنتونونو كې د خيالي محصلينو...

slideshow, كورني خبرونه

تګاب ولسوالۍ کې ۷ تنو وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې

توسط - تګاب ولسوالۍ کې ۷ تنو وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې

د کاپيسا امنيتي چارواکي وايي، ددغه ولايت په تګاب ولسوالۍ کې ۷ وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د کاپيسا د امنيه قومندانۍ وياند محمد ايوب يوسفزی وايي، تېره شپه د تګاب د شکوت په سيمه کې د امنيتي ځواکونو او وسله والو مخالفينو تر منځ نښته شوې ده، چې له امله يې درې تنه وسله وال مخالفين وژل شوي او پنځه...

slideshow, بهرني خبرونه, ګاونډي هېوادونه

ايران: د بالستيک توغندي ازمويل مو د کوم بل هېواد په ضد نه دي

توسط - ايران: د بالستيک توغندي ازمويل مو د کوم بل هېواد په ضد نه دي

ايران وايي، چې د بالستيک توغندي ازمويل يې د کوم بل هېواد په ضد نه دي او د ملګرو ملتونو امنيت شورا د پرېکړو خلاف عمل نه بلل کېږي. دا څرګندونې د ايران د بهرنيو چارو وزير محمد جواد ظريف په تهران کې د فرانسې د بهرنيو چارو وزير سره په يو خبري کنفرانس کې وکړې. دا په داسې حال کې ده، چې د ملګرو...