توسط TKG -
جمهور رئيس محمد اشرف غني وايي، چې د حالاتو وړاندوينې ته په پام بايد د طبيعي پېښو د احتمالي خطرونو د مخنيوي لپاره لازم تيارى ونيول شي.
نوموړي دا څرګندونې تېر ماښام په ارګ كې د ده په مشرۍ د بېړنيو حالاتو کمېټې د راپور په اړه د بحث جوړه شوې غونډه كې وكړې.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر څخه خپره شوې خبرپاڼه كې د...
توسط TKG -
ټاكل شوې افغان پرمختيايي لوبډله نن د زمبابوې الف لوبډلې سره د كركټ د پنځو يو ورځنيو لوبو وروستۍ سيالي ترسره كړي.
دا لوبه به د افغانستان په وخت د غرمې په دولسو بجو د زمبابوې په هرارې لوبغالي كې پيل شي.
تر دې مخكې د افغان پرمختيايي لوبډلې او د زمبابوې الف لوبډلې ترمنځ ترسره شوې څلور يو ورځنۍ لوبې ټولې افغان لوبډلې ګټلې...
توسط TKG -
د ملي يووالي حكومت د زياتې واورې ورېدنې له كبله نن په ټول هېواد كې عمومي رخصتي اعلان كړه.
درنو واورو او ورښتونو د هېواد ډېرى مواصلاتي لارې بندې کړې دي.
د رپوټونو له مخې، درنې واورې په ځينو ولايتونو کې مرګ ژوبله هم اړولې ده.
هرات، سرپل، بدخشان او باميان د هغو ولايتونو له ډلې څخه دي، چې ورښتونو خلکو ته پکې مرګ ژوبله اړولې...
توسط TKG -
د کوټ ولسوالۍ يو شمېر سيمه ييز پوليس وايي، د مرکزي حکومت له لوري دوی ته ورکړل شوي امکانات د ولسوال او امنيې قومندان له لوري په خپل منځ کې وېشل کېږي.
د کوټ ولسوالۍ د درې سرې سيمې د سيمه ييزو پوليسو قومندان ملک سفير له کليد سره د يوې ځانګړې مرکې پرمهال وويل، چې دوی ته ورکړل شوي امکانات په ولسوالۍ کې...
توسط TKG -
د ملي اردو چارواکي وايي، هڅې يې پيل کړي، چې تر را تلونکي پسرلي پورې د حکومت وسله وال د هوايي او ځمکنيو عملياتو پرمهال سخت وځپي.
په ختيځ کې د ۲۰۱ سېلاب قول اردو مطبوعاتي مسوول جګړن شيرين اقا فقيري کليد ته وويل، دوی هڅې پيل کړي، چې د خپل مسووليت په ساحه کې د حکومت وسله وال مخالفين له بهرنيو ځواکونو سره...
توسط TKG -
د بدخشان ولايت په ماى مى ولسوالۍ کې د برفکوچ له کبله ۲۵ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د بدخشان له طبيعي پېښو سره د مبارزې رئيس سيد همايون دهقان نن کليد ته وويل، دغه برفکوچ تېره شپه راغلى، چې په پايله کې يې لس تنه وژل شوي او پنځلس تنه نور ټپيان دي.
د دهقان په خبره، د دې پېښې ټول قربانيان د...
توسط TKG -
چارواکي وايي، په هلمند ولايت کې ديوه قومندان په ګډون ۱۴ تنه وسله وال وژل شوي او۲۲ تنه نور ټپيان شوي دي .
د هلمند له ۲۱۵ميوند قول اردو څخه نن كليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه كې راغلي، چې وسله والو ته ياده مرګ ژوبله تېره شپه د ګرشک او ګرمسېر ولسواليو په يو شمېر سيمو کې د هوايي او ځکمنيو عملياتو پر...
توسط TKG -
د ملي اردو چارواکي وايي، کوټ ولسوالۍ کې يې د سيمه ييزو پوليسو او داعش وسله والو د تېرې ورځې نښتې پر وخت د مرستې پرمهال ۲ داعش وسله وال وژلي دي.
په ختيځ کې د ملي اردو د ۲۰۱ سېلاب قول اردو مطبوعاتي مسوول جګړن شيرين اقا فقيري کليد ته وويل، چې تېره ورځ يې په کوټ ولسوالۍ کې د سيمه ييزو پوليسو...
توسط TKG -
د سعودي عربستان پوځي چارواکي وايي، ايران به تر خپلو پولو پورې محدود وساتي او اجازه به ور نه کړي، چې نورو هېوادونو کې لاسوهنه وکړي.
يوې بريتانوۍ ورځپاڼې سره مركه كې د سعودي عربستان پوځي وياند جنرال احمد عسيري ويلي، اوس وخت را رسېدلى، چې د يوې نوې کړنلارې له مخې بايد په منځني ختيځ کې ايران خپله رويه بدله کړي او له...
توسط TKG -
د پاکستان حکومت هڅه کوي، د افغان حکومت د وسله والو مخالفينو یو شمېر هغه مرکزونه افغانستان ته انتقال کړي چې په تېرو پنځلسو کلونو کې يې د دغه هېواد په ملاتړ په پاکستان کې فعاليت درلود.
په دې وروستیو کې د زابل ولایت امنیتي چارواکو د دغه ولایت په یو شمېر غرنیو سيمو کې د دولت د وسله والو مخالفينو د ځای پر...