روغتيايي, رپوټ

لرې پرتو ولسوالیو ته قابلې نه ځي

توسط - لرې پرتو ولسوالیو ته قابلې نه ځي

که څه هم د ننګرهار د عامې روغتيا رياست چارواکي تل په دغه ولایت کې له زده کړو د قابلو د فراغت او لرې پرتو ولسوالیو ته د هغوی د لېږلو خبره کوي، خو د دغه ولسوالیو اوسېدونکي وايي، تر دې مهاله دې ولسوالیو ته نوې فارغې شوې قابلې نه دي ورغلې. دوی وايي، په لرې پرتو ولسوالیو کې ګڼې روغتيايي ستونزې وجود لري،...

رپوټ, سياسي

د پکتیکا د برمل ولسوالۍ امنیت ښه شوی

توسط - د پکتیکا د برمل ولسوالۍ امنیت ښه شوی

د پکتیکا ولایت امنيتي چارواکي وايي، د دغه ولایت د برمل ولسوالۍ امنیت تر پخوا څو برابره ښه شوی. دوی وايي، په دې چاره کې د دغه ولسوالۍ خلکو ورسره ډېره همکاري کړې ده. د پکتیکا په برمل ولسوالۍ کې د ملي اردو د دویمې پلې لوا د لومړي کنډک قوماندان محمدایوب میرویس کلید ته وویل، په دې ولسوالۍ کې یې د ولسونو پر...

اقتصادی, رپوټ

د غزني ښاروالۍ تر ټاکلي هدف ډېر عواید ترلاسه کړي

توسط - د غزني ښاروالۍ تر ټاکلي هدف ډېر عواید ترلاسه کړي

د غزني ولایت د ښاروالۍ ریاست وايي، د روان كال په څلورنيمو میاشتو کې یې د دغه ریاست یو کلن پلان پلی کړی او د دې تر څنګ یې تر ټاکلي هدف ۴.۷٪ ډېر عواید راټول کړي، چې له همدې کبله د جمهور ريیس له لوري د غزني ښاروالۍ ته ۳۵۰زره افغانۍ تشویقي بودیجه منظور شوې ده. د غزني ښاروال انجنیر فریدون احمدي د...

ورځنى تصوير, ګالري

کابل، ماشومان او واوره

توسط - کابل، ماشومان او واوره

...

slideshow, كورني خبرونه

ننګرهار كې ۷ تنه وسله والو سره د اړیکو په تور نیول شوي

توسط - ننګرهار كې ۷ تنه وسله والو سره د اړیکو په تور نیول شوي

د ننګرهار امنیتي چارواکي وایي، پولیسو یې د یو لړ ځانګړو عملیاتو په مهال په اچین او روداتو ولسواليو کې ۷ تنه وسله والو سره د اړیکو په تور نیولي دي. د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول حضرت حسین مشرقیوال کلید ته وویل، چې پولیسو د اچین ولسوالۍ په مربوطاتو کې څلور تنه له داعش وسله والو سره د تړاو په تور نیولي...

slideshow, كورني خبرونه

نورستان كې سختې واورې ورېدو خلكو ته مالي زيانونه اړولي

توسط - نورستان كې سختې واورې ورېدو خلكو ته مالي زيانونه اړولي

رپوټونه وايي، چې په نورستان ولايت كې د سختې واورې ورېدو له كبله ځينې مواصلاتي لارې تړل شوې دي. د رپوټونو له مخې، د نورستان مرکز پارون کې پرون د برفکوچونو له كبله ګڼ شمېر دوكانونه او شپږ موټرونه تر واورو لاندې شوي دي. د دې ولايت د ټولګټو چارو رياست له محدودو امکاناتو سره هڅه کوي، چې په پارون کې د برفکوچونو مخنيوى وکړي...

slideshow, كورني خبرونه

کندهار کې ۲۷۱ بې ځايه شوو کورنيو سره مرسته وشوه

توسط - کندهار کې ۲۷۱ بې ځايه شوو کورنيو سره مرسته وشوه

د کندهار د سرپرست والي عبدالحنان منيب په مشرۍ پرون د طبيعي پېښو په وړاندې د مبارزې رياست له خوا له ۲۷۱ بې ځايه شوو کورنيو سره د خوراکي او غير خوراکي توکو مرسته وشوه. د کندهار ولايت مقام مطبوعاتي دفتر څخه کليد ته رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، مرسته ترلاسه کوونکي کسان د بادغيس ولايت اوسېدونکي دي، چې کندهار ته کډوال شوي دي . د...

slideshow, بهرني خبرونه, ګاونډي هېوادونه

نواز شريف: هند سره مو يوازينۍ بنسټيزه ستونزه د کشمير مسئله ده

توسط - نواز شريف: هند سره مو يوازينۍ بنسټيزه ستونزه د کشمير مسئله ده

پاکستان وايي، له هند سره يې يوازينۍ بنسټيزه ستونزه د کشمير مسئله ده، چې په هېڅ وخت کې به يې چا ته د سپارلو هوډ ونه کړي. د پاکستان لومړي وزير نواز شريف په يوه خبري ناسته وويل، چې هند دې په کشمير کې د روانو ظلمونو لړۍ ودروي او د ملګرو ملتونو پرېکړه ليک ته دې په درناوي دې په ټول کشمير کې...

بهرني خبرونه, ګاونډي هېوادونه

چترال كې برفكوچونو اته تنه وژلي

توسط - چترال كې برفكوچونو اته تنه وژلي

د خيبر پښتونخوا چترال سيمه کې د زياتې واورې ورېدو له كبله برفکوچونه راغلي، چې په ترڅ كې يې ګڼ شمېر کورونه زيانمن شوي او دغه راز تراوسه د اتو کسانو د وژل كېدو خبر وركړل شوى دى. ژغورونکې ډلې ويلي، چې هڅې يې پيل کړي، ترڅو تر واورې لاندې ايسار کسان راوباسي. دوى وېره څرګنده کړې، چې ښايي د تلفاتو کچه نوره هم زياته...

slideshow, كورني خبرونه

جلال اباد كې د نا راجستره سيمکارتونو راټولولو کمپاين پيل شو

توسط - جلال اباد كې د نا راجستره سيمکارتونو راټولولو کمپاين پيل شو

د ننګرهار ولایتي چارواکي وایي، جلال اباد ښار کې د ملي امنیت ادارې له لوري د غیر راجستر شویو سیمکارتونو او حکومت ضد غږیزو فایلونو د راټولولو کمپاین پيل شو. د ننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوږياڼي کلید ته وویل، چې د والي محمد ګلاب منګل په لارښوونه د ملي امنيت ادارې له لوري جلال اباد ښار کې د غير راجستر شوو سيمکارتونو...