توسط TKG - - 18 سلواغه 1395
حزب اسلامي په افغانستان كې له موجوده ګوندونو او سياسي جريانونو غواړي، چې خپل نظامي تشكيلات منحل كړي.
د حزب اسلامي د مركچي پلاوي مشر محمد امين كريم نن كليد ته وويل، چې دغه ګوند به د ملي يووالي حكومت سره د سولې هوكړه په بشپړه توګه تطبيق كړي او چمتو دى، چې خپل نظامي تشكيلات منحل كړي.
كريم د دې پوښتنې په ځواب كې،...
توسط TKG - - 18 سلواغه 1395
د افغانستان او پاکستان لپاره د چين ځانګړى استازى دينګ شيجون وايي، طالبان يې د سولې خبرو ته هڅولي او پر پاکستان يې د څلور اړخيزو مذاکراتو د بيا پيلولو ټينګار کړى دى.
هغه دا څرګندونې تېر ماښام په كابل كې له جمهور رييس محمد اشرف غني سره د ليدنې په مهال وكړې.
شيجون وويل، له طالبانو سره د تماسونو په مهال يې تل د...
توسط TKG - - 18 سلواغه 1395
د بهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني، چې د ولسي جرګې له خوا سلب صلايت شوى، نن په يوه رسمي دوه ورځني سفر مسكو ته ورسېد.
نوموړى دغه سفر د خپل روسي سيال سرګي لاوروف په رسمي بلنه ترسره كوي.
د بهرنيو چارو سلب صلاحيت شوى وزير صلاح الدين رباني به سبا له خپل روسي سيال سره په مسکو کې وګوري.
د بهرنيو چارو وزارت وياند...
توسط TKG - - 18 سلواغه 1395
افغان ښځې چې د ټولنې نيمايي برخه جوړوي، تل یې د پام وړ کارونه ترسره کړي دي او دا یې ثابته کړې چې دوی هم د نارينهوو په څېر بنسټيز کارونه کولای شي. سامعه هم د همدې ښځو له ډلې ده، نوموړې د کاپیسا ولایت اوسېدونکې ده او په دغه ولایت کې د ترشۍ، مربا او رب جوړولو شرکت لري او تر څنګ...
توسط TKG - - 18 سلواغه 1395
د افغانستان د یو شمېر نورو ولایتونو په څېر په خوست کې هم د نجلۍ په سر لوړ ولور اخیستل کېږي او په ودونو کې ډېر لګښتونه کېږي. دې دود خلک له ستونزو سره مخ کړي او وايي بې وزله وګړي لوړ لګښتونه نه شي کولای او ډېر ولورونه نه شي خلاصولی.
د خوست ولایت یو اوسېدونکي سیداجان سیال منګل کلید ته وویل، په...
توسط TKG - - 18 سلواغه 1395
د هلمند ولايتي شورا وايي، حکومت د عملياتو د موسم فرصتونه له لاسه ورکوي او ددې ولايت خلکو ته تش په نوم د عملياتو د پيل وعدې ورکوي.
که څه هم تر دې مهاله هوا سړه ده، خو د لښکرګاه ښار د دويمې او درېيمې امنيتي حوزو ترڅنګ هره ورځ په ځينو ولسواليو کې د وسله والو او افغان ځواکونو ترمنځ د جګړو خبرو...
توسط TKG - - 18 سلواغه 1395
...
توسط TKG - - 18 سلواغه 1395
ټاكل شوې د بهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني، چې د ولسي جرګې له خوا سلب صلايت شوى، نن په يوه رسمي دوه ورځني سفر مسكو ته روان شي.
نوموړى دغه سفر د خپل روسي سيال سرګي لاوروف په رسمي بلنه ترسره كوي.
د بهرنيو چارو سلب صلاحيت شوى وزير صلاح الدين رباني به سبا له خپل روسي سيال سره په مسکو کې وګوري.
د بهرنيو...
توسط TKG - - 18 سلواغه 1395
په ننګرهار ولايت کې د واورې او باران د ورښت له كبله ۳۹۴ کورونه تخريب شوي، ۳۲۵ څاروي مړه شوي او شاوخوا زر جريبه ځمکه کې ولاړ فصلونه واورې لاندې کړي دي.
د ننګرهار ولايت د رسنيو دفتر وايي، چې د واورې ورښت په شېرزادو ولسوالۍ کې ۱۳۵ کورونه تخريب او۲۵۰ څاروي مړه كړي دي.
د واورې ورښت له كبله په خوږياڼو ولسوالۍ کې شاوخوا...
توسط TKG - - 18 سلواغه 1395
که د جګړې په ډګر کې د پرمختللو او زغروالو وسایطو شتون خپل ځانګړی موثریت لري، ساتنه او په وخت ترمیم يې هم یوه اړتیا ده، چې ډېر ځله زموږ چارواکي دې مسایلو ته په ځنډ ځير کېږي.
د ملي دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري وایي، د زغروالو موټرو او الوتکو شته ترمیم خونې یا ورکشاپونه کافي نه دي او اړتیا ده چې...