توسط TKG - - 19 سلواغه 1395
د ننګرهار روغتيايي چارواکي وايي، د سرطان ناروغۍ د تشخيص او تداوۍ لپاره هېڅ امکانات نه لري.
دوی وايي، له ۲۰۰۲ کال راهيسې په افغانستان کې تر ۲۰ زرو پورې د سرطان بېلا بېل ناروغان را جستر شوي، چې له دې ډلې يې ۱۵ زرو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د ننګرهار د عامې روغتيا رياست مرستيالې مقدسې معراج دغه خبرې تېره ورځ د...
توسط TKG - - 19 سلواغه 1395
د کلید اوونيزې په دې ګڼه کې داسې یو ځوان درپېژنو، چې پر شعر او نثر یې د لرې او برې پښتونخوا د شعر او نثر ډېر مینه وال روږدي دي او د پښتو ادب په اسمان کې لکه لمر هسې ځلېدلی دی. ګل الرحمن رحماني خوږژبی او نوښتګر شاعر، لیکوال او ژورناليست دی.
نوموړی د وردګو ولایت، چکولسوالۍ د کوز کولک کلي اوسېدونکی...
توسط TKG - - 19 سلواغه 1395
د پکتیا ولایت یو شمېر اوسېدونکي او مدني فعالان وايي، د ولسي جرګې او ولایتي شورا یو شمېر غړي د دولتي کارکوونکو د استخدام په پروسه کې لاسوهنه کوي او د خپلې خوښې وړ کسان په دندو ګماري.
دوی وایي، د وکیلانو له لوري ګمارل شوي کسان بیا یوازې د وکیلانو فرمایشونه مني او ادارو کې یې ګڼې ستونزې راولاړې کړې دي. د مدني...
توسط TKG - - 19 سلواغه 1395
په ننګرهار کې که له یوه لوري سوالګر زیات شوي او په هره لاره او هر واټ کې له خلکو پیسې غواړي، له بل لوري پرې د خلکو شکونه هم زیات شوي چې کواګې جاوسوسي کوي یا هم خلک ورانکارو فعالیتونو ته هڅوي.
فقیر سید د جلال اباد ښار په مخابراتو څلور لاره کې هره ورځ هر تېرېدونکي کس ته په داسې حال کې...
توسط TKG - - 18 سلواغه 1395
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماموريت دفتر يوناما اعلان وکړ، چې د ٢٠١٦ ميلادي کال په مهال دې هېواد كې ١١٤١٨ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
دغه اعلان په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي او د يوناما مشر تاداميچي ياماموتو نن په کابل کې د يوې خبري غونـډې په مهال وکړ.
نوموړي په دغه خبري کنفرانس کې...
توسط TKG - - 18 سلواغه 1395
يوې بريتانوۍ ورځپاڼې ادعا کړې، چې د کوم ستر بريد په وړاندې بريتانوي ځواکونه د خپل هېواد دفاع نه شي کولى.
د سنډې ټايمز ورځپاڼې د رپوټ له مخې، د بريتانيا جنګي بېړۍ دومره لوړ غږ لري، چې په سل مايلو کې د روسيې اوبتلې کولى شي څرک يې ولګوي.
سرچينې ليکلي، چې د بريتانيا پوځ که څه هم يو ميليارد پاونډه پر بې پيلوټه...
توسط TKG - - 18 سلواغه 1395
د يمن حوثي وسله والو ادعا کړې، چې يو پر مختللی بالستيک توغندی ېې د سعودي عربستان مرکز رياض ته څېرمه لګېدلی دی.
د يمن سباه خبري اژانس د حوثي وسله والو له قوله ويلي،چې ياد توغندی يې ازمايښتي توغولی، چې په برياليتوب سره د سعودي پلازمېنې رياض په څنډو کې لګېدلی دی.
د فارس خبري اژانس د عيني شاهدانو له قوله ويلي، چې په...
توسط TKG - - 18 سلواغه 1395
د ملي اردو چارواکي وايي، شينوارو ولسواليو کې يې د شاهين ۲۷ په نوم ګډ چاڼيز عمليات پيل کړي دي.
په ختيځ کې د ملي اردو د۲۰۱ سېلاب قول اردو مطبوعاتي مسوول جګړن شيرين اقا فقيري کليد ته وويل، چې نن سهار يې د شينوارو د ټولو ولسواليو په هغو سيمو کې چېرته چې د حکومت وسله وال مخالفين حاکم دي، د شاهين ۲۷...
توسط TKG - - 18 سلواغه 1395
د سالنګ لويه لار له څلورو ورځو بندېدو وروسته نن سهار د ټرافيکو پرمخ بېرته پرانيستل شوه.
د سالنګونو د ساتنې او څارنې مسوول ډګرجنرال محمد رجب وايي، چې مسافر كولاى شي پر دغه لار د سهار له شپږو د ماښام تر شپږو بجو سفر وكړي.
د هغه په وينا، موټر چلوونكي بايد خپل نقليه وسايط په ژمنيو وسايلو سمبال، سرعت، وزن او ارتفاع دې...
توسط TKG - - 18 سلواغه 1395
د لغمان ولايتي چارواکي وايي، د وسله والو له لوري د ملکي خلکو په کور راتوغول شوې مرمۍ له کبله ۸ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک کليد ته وويل، چې نن سهار شاو خوا لس بجې د مرکز اړوند د الينګار پر لويه لاره د ميدانيو په سيمه کې د وسله والو طالبانو او افغان...