slideshow, كورني خبرونه

پاكستان له افغانستان سره همدردي څرګنده كړه

توسط - پاكستان له افغانستان سره همدردي څرګنده كړه

د پاكستان حكومت په افغانستان كې په بېلابېلو طبيعي پېښو كې د ګڼو افغانانو د مرګ ژوبلې له كبله د افغانستان له دولت او خلكو سره همدردي څرګنده كړې ده. په هغه خبرپاڼه كې، چې نن د پاكستان د بهرنيو چارو وزارت له خوا خپره شوې او يوه كاپي يې په كابل كې د دې هېواد د سفارت له لوري كليد ته رالېږل شوې...

slideshow, كورني خبرونه

زابل كې ۲۳ كورنيو او بهرنيو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

توسط - زابل كې ۲۳ كورنيو او بهرنيو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

امنيتي ځواکونو تېره شپه د زابل په خاک افغان ولسوالۍ کې ٢٣ كورنيو او بهرنيو وسله والو ته مرګ ژوبله اړولې ده. د زابل د والي وياند ګل اسلام سيال کليد ته وويل، چې امنيتي ځواكونو په ياده ولسوالۍ كې د هوايي بريد په ترڅ كې ۱۱ تنه وسله وال وژلي او ۱۲ تنه نور يې ټپيان كړي دي. د دولت وسله والو مخالفينو تراوسه...

slideshow, بهرني خبرونه, سيمه او نړۍ

هند كې د ريکټر په کچه پنځه اعشاريه اته درجې زلزله شوې

توسط - هند كې د ريکټر په کچه پنځه اعشاريه اته درجې زلزله شوې

رپوټونه وايي، چې په هند كې د زلزلې ټکانونو خلک له کورونو وتلو ته اړ كړي او په ښارونو كې يې وېره خپره کړې ده. د هند د ځمکپېژندنې ادارې چارواکو د زلزلې شدت د ريکټر په کچه پنځه اعشاريه اته ښودلى دى. يادې ادارې ويلي، چې د زلزلې ټکانونه د نيمې دقيقې لپاره محسوسېدل. تراوسه د ځاني او يا مالي زيانونو په اړه څه نه...

slideshow, كركټ, كورني خبرونه

نن د افغانستان د کرکټ پرمختيايي لوبډله هېواد ته راستنېږي

توسط - نن د افغانستان د کرکټ پرمختيايي لوبډله هېواد ته راستنېږي

ټاکل شوې نن له زمبابوې څخه د افغانستان د کرکټ پرمختيايي لوبډله له بريا وروسته هېواد ته راستنه شي. د کرکټ بورډ مسوولين وايي، په ورته وخت کې به د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله زمبابوې ته د نړيوالو لوبو په هدف وخوځېږي. د زمبابوې د كركټ الف لوبډلې سره افغان پرمختيايي لوبډلې پنځه يو ورځنۍ لوبې درلودې، چې څلور يې افغانستان او وروستۍ لوبه...

slideshow, كورني خبرونه

د هلمند په ګرمسېر کې د يو قوماندان په ګډون شپږ وسله وال طالبان وژل شوي

توسط - د هلمند په ګرمسېر کې د يو قوماندان په ګډون شپږ وسله وال طالبان وژل شوي

د غوڅ ملاتړ ماموريت جېټ الوتکو د هلمند په ګرمسېر ولسوالۍ كې د هوايي بريد په ترڅ كې د يو قوماندان په ګډون شپږ وسله وال طالبان وژلي دي. د هلمند ولايت د رسنيو دفتر څخه نن كليد ته رالېږل شوې خبرپاڼه كې راغلي، چې دا هوايي بريد پرون ماسپښين شاوخوا دوه بجې د ګرمسېر ولسوالۍ په خاركو سيمه كې ترسره شوى دى. د سرچينې...

slideshow, كورني خبرونه

نورستان کې لا هم خلک لومړنيو مرستو ته اړتيا لري

توسط - نورستان کې لا هم خلک لومړنيو مرستو ته اړتيا لري

د نورستان ولايت په برګمټال ولسوالۍ کې لاهم يو شمېر خلک لومړنيو مرستو ته اړتيا لري او تر اوسه پورې يې ۶۵ کسان مړه او تر ۱۷ پورې نور ټپيان شوي دي. له نورستان څخه ازاد خبريال خانزلي له کليد سره په خبرو کې وويل، چې د تېرې ورځې سهار راهيسې والي حافظ عبدالقيوم برګمټال ولسوالۍ ته له يو شمېر نورو چارواکو سره ورغلی...

روغتيايي, رپوټ

د پکتیا د زرمت اوسېدونکي روغتيايي اسانتیاوې غواړي

توسط - د پکتیا د زرمت اوسېدونکي روغتيايي اسانتیاوې غواړي

د پکتیا ولایت د زرمت ولسوالۍ چې ډېری وخت ترې د جنګ جګړو راپورونه خپرېږي اوسېدونکي وايي، لومړنیو روغتيايي اسانتیاوو ته لاسرسی نه لري. دوی وايي چې د مسلکي ډاکترانو له نشتوالي، د درملو له کمښت او روغتيايي مرکزونو د لرې والي له ستونزو سره مخ دي. د زرمت ولسوالۍ یو اوسیدونکی عبدالحمید وایي، د یوې وړې ناروغۍ د تداوۍ لپاره خپل ناروغان د...

slideshow, كورني خبرونه

د ننګرهار په چپرهار کې د شاهين ۲۶ په نوم چاڼيز عمليات پيل شول

توسط - د ننګرهار په چپرهار کې د شاهين ۲۶ په نوم چاڼيز عمليات پيل شول

د ملي اردو چارواکي وايي، په چپرهار ولسوالۍ کې يې د شاهين ۲۶ په نوم ګډ چاڼيز عمليات پيل کړل. په ختيځ کې د ملي اردو د ۲۰۱ سېلاب قول اردو مطبوعاتي مسوول جګړن شيرين اقا فقيري کليد ته وويل، چې نن سهار يې د ننګرهار چپرهار ولسوالۍ په کنډي باغ، ترېلي، تره کو او غزو کلي له نورو کورنيو ځواکونو سره په ګډه...

slideshow, كورني خبرونه

ايران د افغانستان زيانمنو شويو سيمو ته د مرستو رسولو لپاره چمتووالی وښود

توسط - ايران د افغانستان زيانمنو شويو سيمو ته د مرستو رسولو لپاره چمتووالی وښود

د ايران د بهرنيو چارو وزارت په افغانستان كې د سختې واورې ورېدنې په ترڅ كې له سلو د زياتو كسانو د وژل كېدو له كبله د افغانستان له دولت او خلكو سره د همدردۍ څرګندولو ترڅنګ له زيانمنو شويو افغانانو سره د مرستې لپاره د تهران د چمتووالي خبر وركړ. د ايرنا خبري اژانس د رپوټ له مخې، د ايران د بهرنيو چارو...

slideshow, كورني خبرونه

د هېواد په ښوونځيو كې د ښځينه زده كوونكو يونيفورم بدلېږي

توسط - د هېواد په ښوونځيو كې د ښځينه زده كوونكو يونيفورم بدلېږي

د ملي يووالي حكومت اجراييه رييس وايي، چې د هېواد په ښوونځيو كې د ښځينه زده كوونكو يونيفورم به ډېر ژر بدل شي. د اجراييه رياست مطبوعاتي دفتر څخه كليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه كې راغلي، چې د دوشنبې په ورځ د اجراييه رييس عبدالله عبدالله په مشرۍ د وزيرانو شورا په دې برخه كې د پوهنې وزارت پېشنهادي طرحه وارزوله. د سرچينې په...