توسط TKG -
د ملي اردو چارواکي وايي، نورستان ولايت برکمټال ولسوالۍ واورې لاندې کړو خلکو ته يې لومړنۍ مرستې رسولي او د ژغورنې عمليات يې لا هم روان دي.
په ختيځ کې د ملي اردو د ۲۰۱ سېلاب قول اردو مطبوعاتي مسوول جګړن شيرين اقا فقيري کليد ته وويل، چې له تېرو څلورو ورځو راهيسې يې د نورستان ولايت برګمټال ولسوالۍ د اسفې سيمه کې واورې...
توسط TKG -
د ګډو امنيتي ځواكونو له لوري پرون ناوخته د اروزګان د مرکز ترينکوټ ښار شمالي لوري کې عمليات پيل شوي او تراوسه يې شاوخوا ۲۳ کيلو مټره پرمختګ کړى دى.
د دې ولايت سرپرست امنيې قوماندان رحمت الله صديقي وايي، تر دې مهاله يې له وسله والو طالبانو سفر کارېز، سره کلا، بېدک کارېز او ځينې نورې مهمې سيمې نيولي او امنيتي پوستې په...
توسط TKG -
د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوګياڼي کليد ته وويل، چې والي ګلاب منګل پرون په ناڅاپي ډول د پاکستان قونسلګرۍ مخې ته د وېزو لګولو بهير له نږدې وکته او د وېزو لګولو څلور تنه کمېشن کاران يې ونيول.
نوموړی وايي، والي د خلکو له ستونزو اورېدونو وروسته په ناڅاپي ډول چې عادي لباس يې پر تن و او په يواځې توګه د...
توسط TKG -
د ناټو سازمان د سرمنشي مرستياله روزي ګاتي مېلر د افغانستان د ملي امنيت سلاکار ته ډاډ ورکړ، چې د دې تړون ټول غړي هېوادونه به له افغان حکومت سره خپلو مرستو ته تر ۲۰۲۴ کال وروسته هم دوام ورکړي.
نوموړې پرون د افغانستان د ملي امنيت سلاکار محمد حنيف اتمر سره په بروكسل كې د ليدنې په مهال وويل، چې په افغانستان او...
توسط TKG -
سپينې ماڼۍ په كابل ښار كې د تېر مازيګر ځانمرګي بريد په غبرګون كې له افغان دولته پر قاطع ملاتړ ټينګار وكړ.
د امريكا د جمهور رييس ډونالډ ټرمپ وياند شان سپايسر پرون په واشنګټن كې په يوه خبري غونډه كې وويل، د سپينې ماڼۍ د ملي امنيت سلاكار جنرال مايكل فلن له خپل افغان سيال محمد حنيف اتمر سره په ټيليفوني خبرو كې...
توسط TKG -
د هلمند والي حيات الله حيات وايي، چې ځوانانو ته کاري فرصتونه د ده په لومړيتوبونو کې دي.
نوموړي دا خبره تېره ورځ د ځوانانو همغږۍ، ملي پاليسۍ او ستراتيژۍ کمېسيون غونډه کې وکړه.
د هلمند ولايت د رسنيو دفتر څخه خپره شوې خبرپاڼه كې د والي له قوله راغلي، چې د ځوانانو حقونو ته کار کول مهم دي او ولايتي اداره ژمنه ده، چې...
توسط TKG -
د کابل ښار دويم مکرويان سيمې شاوخوا کې د چاودنې غږ اورېدل شوی.
د چاودنې د ډول او تلفاتو په هکله تراوسه دقيق معلومات نشته.
د کابل امنيه قومندانۍ د جنايي څېړنو مشر فريدون عبيدي دغه پېښه تاييد کړې خو د نورو جزياتو له ورکولو ډډه کوي.
د عبيدي په خبره چې پلټونکې ډله سيمه ته رسېدلې او څېړنې روانې دي.
ددغه خبر د نورو جزياتو په...
توسط TKG -
د حزب اسلامي يو شمېر سرچينې وايي، كابل ته د دغه حزب د مشر د راتګ لپاره بايد د دوى او حكومت ترمنځ د سولې د هوكړه ليك يو شمېر مادې عملي شي.
د حزب اسلامي د مركچي پلاوي مشر محمدامين كريم يادې څرګندونې د سې شنبې په ورځ په هغه غونډه كې وكړې چې د ملي مشاركت د ګوند له خوا د ګلبدين...
توسط TKG -
د ننګرهار د شېرزادو ولسوالۍ يو شمېر اوسيدونکي وايي، د زياتې واروې ورېدنې له امله يې کورونه تخريب او څاروي يې وژل شوي؛ خو تر اوسه هېڅ مرسته ورسره نه ده شوې.
د شېرزادو ولسوالۍ د کودې خېلو سيمې قومي مشر ملک جعفر عمر له کليد سره په خبرو کې وويل، چې په دغه ولسوالۍ کې تر يو متر پورې واوره شوې او د...
توسط TKG -
د زابل او کندهار ولايتونو د فوټبال لوبغاړو د فوټبال د فډراسيون د رييس پر ضد لاريون کړی.
لاريون کوونکو له مرکزي حکومت څخه د افغانستان د فوټبال د فډراسيون د رييس د لرې کېدو غوښتنه وکړه او زياته يې کړه، چې هغه له ولايتونو سره دوه مخى چلند کوي.
لاريون کوونکي وايي، د افغانستان د فوټبال فډارسيون رييس له تېرو ١٣ کلونو راهيسې پر...