slideshow, اقتصاد, كرهڼه او بڼوالي, كورني خبرونه

اروزګان به تر راتلونکو دوو کلونو د سبزيجاتو له اړخه په ځان بسيا شي

توسط - اروزګان به تر راتلونکو دوو کلونو د سبزيجاتو له اړخه په ځان بسيا شي

د اروزګان د كرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ رياست مسوولين وايي، په دې ولايت كې لسګونه شنې خونې جوړوي، چې ۷۰ فيصده کار يې بشپړ شوى دى. د اروزګان د كرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ رئيس زلمي الکو په وينا، دوى په مرکز ترينکوټ کې اته يو جريبه شنې خونې، چې پر هره يوه يې شاوخوا درې نيم ميليونه افغانۍ لګښت راځي او ۳۵...

slideshow, كورني خبرونه

د اروزګان والي د استيناف څارنوالۍ نوي رييس ته د ملاتړ ډاډ وركړ

توسط - د اروزګان والي د استيناف څارنوالۍ نوي رييس ته د ملاتړ ډاډ وركړ

د اروزګان د استيناف څارنوالۍ نوى رييس سيد يحى احمديار د پنجشنبې په ورځ د يو لړ مراسمو په ترڅ کې د دې ولايت د والي له لوري د يادې ادارې مسوولينو ته ور وپېژندل شو. والي محمد نذير خروټي په خپله وينا کې د استيناف څارنوالۍ نوي رييس ته ډاډ ورکړ، چې په ټولو قانوني چارو کې به يې ولايتي اداره ملاتړ کوي،...

slideshow, كورني خبرونه

ارزوګان كې شاوخوا ۳۰ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

توسط - ارزوګان كې شاوخوا ۳۰ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د اروزګان ولايت د مرکز ترينکوټ په شمالي لوري کې د ګډو امنيتي ځواکونو عمليات لا هم دوام لري. دا عمليات د تېرې سې شنبې په ورځ پيل شوي او پرون يې په ترڅ كې شاوخوا ۳۰ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د اروزګان د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر نورزي كليد ته وويل، په پرونيو عملياتو کې تر ۱۵ زيات طالبان...

slideshow, اقتصاد, بيارغونه, كورني خبرونه

لښکرګاه کې د څښاک د پاکو اوبو د يوې ذخيرې جوړولو کار پيل شو

توسط - لښکرګاه کې د څښاک د پاکو اوبو د يوې ذخيرې جوړولو کار پيل شو

د هلمند مرکز لښکرګاه ښار کې د کليو د بيارغونې او پراختيا رياست له لوري ښاريانو ته د څښاک لپاره د پاکو اوبو رسولو ذخيرې جوړولو کار پيل شو. د دې پروژې د کار پرانيسته پرون د هلمند والي حيات الله حيات او يو شمېر نورو مسوولينو له لوري وشوه. د هلمند ولايت د رسنيو دفتر څخه خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي، د څښاک لپاره...

slideshow, كورني خبرونه

جمهور رييس غني او ډونالډ ټرمپ ټيليفوني خبرې وکړې

توسط - جمهور رييس غني او ډونالډ ټرمپ ټيليفوني خبرې وکړې

جمهور رييس محمد اشرف غني او د امريکا جمهور رييس ډونالډ ټرمپ تېره شپه ټيليفوني خبرې وكړې. د ارګ په خبرپاڼه كې راغلي، چې دواړو مشرانو په دې ټيليفوني خبرو كې د افغانستان او سيمې د امنيتي مسايلو، پانګونې، اقتصادي او پراختيايي چارو، د ترهګرۍ له ګواښونو او د هغې له ملاتړو هېوادونو سره د مبارزې په اړه بحث وكړ او خپل نظرونه يې...

اقتصادی, رپوټ

په يو شمېر ولايتونو کې د پام وړ پروژې عملي شوې

توسط - په يو شمېر ولايتونو کې د پام وړ پروژې عملي شوې

د هېواد د يو شمېر ولايتونو چارواكي وايي، په روان ۱۳۹۵ ل كال كې په ډيرى ولايتونو كې د تېر كال په پرتله امنيت ښه شوى و او دوى ډيرې پراختيايي پروژې پلې كړې دي. د چارشنبې په ورځ په كابل كې د هرات، كابل، ننګرهار، ميدان وردګو، خوست، دايكنډي او كاپيسا ولايتونو ويندويانو د نوموړو ولايتونو د امنيت، بيارغونې، ښې حكومتدارۍ او فساد...

slideshow, كورني خبرونه

کندهار کې يوه سړي خپله مېرمن سوځولې

توسط - کندهار کې يوه سړي خپله مېرمن سوځولې

د کندهار ښار د دويمې ناحيې د کلا فيصل په سيمه کې پرون مازديګر يوه خاوند پر خپلي مېرمني تېل اچولي او سوځلې يې ده. د رازقې په نوم دغه مېرمن چې شاوخوا ۳۵ کاله عمر لري، دا مهال په روغتون کې تر درملنې لاندې ده. نوموړې په روغتون کې ويلي، چې د پنځو زامنو او څلورو لوڼو په مرسته ژغورل شوې. يادې مېرمنې ويلي، خاوند...

slideshow, كورني خبرونه

ننګرهار: د شاهين ۲۶ عملياتو کې د چپرهار ولسوالۍ ځينې سيمې پاکې شوي

توسط - ننګرهار: د شاهين ۲۶ عملياتو کې د چپرهار ولسوالۍ ځينې سيمې پاکې شوي

د ملي اردو چارواکي وايي، چپرهار ولسوالۍ کې د شاهين ۲۶ په نوم پيل کړو چاڼيزو عملياتو کې يې يو شمېر سيمې د وسله والو له شتونه پاکې کړې دي. په ختيځ کې د ملي اردو د ۲۰۱ سېلاب قول اردو مطبوعاتي مسوول جګړن شيرين اقا فقيري کليد ته وويل، چې پرون سهار يې چپرهار ولسوالۍ په تريلي، کنډې باغ او غزو کلي کې...

slideshow, بهرني خبرونه, سيمه او نړۍ

عربستان كې ۸ پاكستانيان له سلګونه زره ريالو سره نيول شوي

توسط - عربستان كې ۸ پاكستانيان له سلګونه زره ريالو سره نيول شوي

په سعودي عربستان كې د پلټنو په مهال اته پاکستانيان له سلګونه زره ريالو سره يو ځاى نيول شوي دي. د سعودي حکومتي چارواكي وايي، چې نيول شويو کسانو په غير قانوني توګه له خلکو پيسې ټولولې او نورو هېوادونو ته يې لېږل. د رياض پوليسو ويلي، چې دغو اتو پاکستانيانو په خپلو جرمونو اعتراف کړى او دا مهال د پوليسو په توقيف کې دي. دا...

slideshow, بهرني خبرونه, ګاونډي هېوادونه

ايران د تل ابيب د ويشتلو خبردارى ورکړ

توسط - ايران د تل ابيب د ويشتلو خبردارى ورکړ

ايران وايي، د سام په نوم بالستيک توغندى يې کولى شي، چې يوازې په اوو دقيقو کې د اسراييلو مرکز تل ابيب په نښه کړي. پر ايران د ډونالډ ټرمپ حکومت له لوري د بنديزونو تر لګولو وروسته د ايران د ستر مذهبي مشر ايت الله علي خامنه يي سلاکار مجتبى زونور په يو بيان کې ويلي، چې د امريکا هر راز تېروتنې ته...