slideshow, كورني خبرونه

لغمان کې د ټرافيکي پېښې له کبله ۵ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

توسط - لغمان کې د ټرافيکي پېښې له کبله ۵ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د لغمان ولايتي چارواکي وايي، د کابل ـ جلال اباد په لويه لاره د ټرافيکې پېښې له کبله ۵ مسافرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک کليد ته وويل، چې نن سهار شاوخوا شپږ بجې د کابل ـ جلال اباد پر لويه لاره د لغمان ولايت اړوند د قرغيو په کاکڅ سيمه کې د دوه کرولا موټرو د...

slideshow, كورني خبرونه

د ننګرهار په غني خېلو کې ۵ طالب وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

توسط - د ننګرهار په غني خېلو کې ۵ طالب وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

ننګرهار کې د ملي اردو چارواکي وايي، تېره شپه په غني خېلو ولسوالۍ کې له وسله والو سره نښته کې ۵ طالب وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. په ختيځ کې د ملي اردو د ۲۰۱ سېلاب قول اردو مطبوعاتي مسوول جګړن شيرين اقا فقيري کليد ته وويل، چې تېره شپه د غني خېلو ولسوالۍ په ګولايي سيمه کې د ملي اردو او...

slideshow, بهرني خبرونه, سيمه او نړۍ

فرانسه كې د يوې شپاړس کلنې نجلۍ په ګډون څلور شکمن ترهګر نيول شوي

توسط - فرانسه كې د يوې شپاړس کلنې نجلۍ په ګډون څلور شکمن ترهګر نيول شوي

فرانسوي پوليسو د يو لړ عملياتو په مهال د يوې شپاړس کلنې نجلۍ په ګډون څلور شکمن ترهګر نيولي دي. د پاريس يوې استخباراتي ادارې په يو خپور کړي بيان کې ويلي، چې ياد کسان يې په جنوبي ښار مونپيليې کې د پلټونکو عملياتو په ترڅ كې ونيول. د درېيو نيول شويو کسانو عمرونه د ۲۶ او ۳۳ کلونو ترمنځ ښودل شوي. چارواکي وايي، دغو کسانو...

slideshow, بهرني خبرونه, ګاونډي هېوادونه

پاکستان کې د کيښتۍ د ډوبېدو له کبله لس تنه ورک شوي

توسط - پاکستان کې د کيښتۍ د ډوبېدو له کبله لس تنه ورک شوي

د پاکستان د سند ايالت په لاړکانه کې يوه کښتۍ په سيند کې ډوبه شوې، چې له كبله يې لس تنه تري تم دي. د سند ايالت ځايي چارواکي وايي، په کښتۍ کې دېرش کسان سپاره وو، چې شل يې له سينده ژوندي را ايستلي دي. د دوى په خبره، ياد مسافر د مېلې په هدف روان وو، چې د سند ايالت سيند کې يې...

څېړنيز

د نجونو د زده کړو په وړاندې پرتې ستونزې

توسط - د نجونو د زده کړو په وړاندې پرتې ستونزې

که څه هم په تېره یوه نيمه لسيزه کې په افغانستان کې د نجونو د زده کړو په برخه کې پرمختګونه شوي، خو اوس هم د افغانستان په ډېری لرې پرتو سيمو کې نجونې زده کړو ته لاسرسی نه لري. د راپورونو له مخې په یو شمېر لرې پرتو ولسوالیو کې د نجونو هېڅ ښوونځی وجود نه لري او په نورو کې بیا دغه...

ورځنى تصوير, ګالري

د کابل ځوانان، واوریزه ورځ، د قرغې بڼ!

توسط - د کابل ځوانان، واوریزه ورځ، د قرغې بڼ!

...

تحليل او ليدلوری, ليد لورى

نوی فرصت

توسط - نوی فرصت

له هغه وروسته چې روسي چارواکو له افغان طالبانو سره خپلې اړيکې تایید کړې او د افغانستان په تړاو په مسکو کې د پاکستان، چين او روسيې تر منځ غونډه جوړه شوه او په هغه کې افغانستان ته بلنه ورنه کړل شوه، د کابل او مسکو اړيکې تر بل هر وخت ډېرې ترينګلې شوې. خو په وروستیو کې یو ځل بیا د افغانستان په...

slideshow, كورني خبرونه

دوستم د پوليسو له لوري د ده د ساتونكو د نيولو مخنيوى كړى

توسط - دوستم د پوليسو له لوري د ده د ساتونكو د نيولو مخنيوى كړى

د جمهور رييس لومړي مرستيال جنرال عبدالرشيد دوستم د كورنيو چارو وزارت منسوبينو ته د خپلو نهو ساتونكو د نيولو اجازه نه ده وركړې. لويې څارنوالۍ د دوستم دغه نهه ساتونكي د جوزجان د پخواني والي احمد ايشچي پر جنسي ځورونې تورن كړي او د هغوى د نيولو امر يې صادر كړى دى. د وال سټريټ ژورنال د رپوټ له مخې، جنرال دوستم د پوليسو...

slideshow, كورني خبرونه

په دهمزنګ کې د ځانمرګي بريد اصلي طراح ووژل شو

توسط - په دهمزنګ کې د ځانمرګي بريد اصلي طراح ووژل شو

افغان حكومت د كابل ښار په دهمزنګ سيمه كې او پر باقرالعلوم جومات د ترسره شويو ځانمرګو بريدونو د اصلي طراح د وژلو خبر وركوي. د ارګ په خبرپاڼه كې د دغه كس نوم قاري منيب او د داعش ډلې مهم قوماندان ښودل شوى دى. د سرچينې په وينا، قاري منيب د افغان او بهرنيو ځواكونو په ګډو تروريستي ضد عملياتو كې، چې د روانې...

slideshow, كورني خبرونه

طالبانو د سره صليب نړيوالې کمېټې د كاركوونكو پر وژنې خواشيني څرګنده کړه

توسط - طالبانو د سره صليب نړيوالې کمېټې د كاركوونكو پر وژنې خواشيني څرګنده کړه

طالبانو په جوزجان ولايت كې د سره صليب نړيوالې کمېټې د كاركوونكو پر وژنې خواشيني څرګنده كړې او له دې كمېټې يې غوښتي، چې خپلو فعاليتونو ته دوام وركړي. يادې كمېټې وړمه ورځ د خپلو شپږو کارکوونکو د وژل کېدو او دوو نورو د تښتول کېدو په غبرګون کې په ټول افغانستان کې خپل فعاليتونه ځنډولي دي. طالب وياند ذبيح الله مجاهد كليد ته په...