توسط TKG - - 24 سلواغه 1395
د اروزګان او هلمند له جګړو کندهار ته تښتېدلې کورنۍ د سرپناه له نشت سر ټکوي او وايي، تر شنه اسمان لاندې یا هم خېمو کې ژوند تېروي. د لومړنیو شمېرو له مخې له دغو دوو ولایتونو کندهار ته ۲۰زره کورنۍ بې ځایه شوي دي او اوس مهال په سختو شرایطو کې د ژوند شپې ورځې سبا کوي.
دا بې ځایه شوې کورنۍ وايي،...
توسط TKG - - 24 سلواغه 1395
...
توسط TKG - - 24 سلواغه 1395
[gallery ids="31400,31381,31383,31384,31385,31386,31387"]...
توسط TKG - - 24 سلواغه 1395
ټاكل شوې د راتلونكې چهارشنبې په ورځ په اسلام اباد كې د افغان كډوالو د ستونزو لرې کولو لپاره د افغانستان، ملګرو ملتونو او پاکستان په ګډون درې اړخيزه غونډه جوړه شي.
د كډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مطبوعاتي سلاکار حفيظ احمد مياخېل وايي، په دې غونډه کې به په پاکستان کې د افغان كډوالو په ځانګړې توګه د هغو کسانو د بېرته راستنېدو...
توسط TKG - - 24 سلواغه 1395
د کرکټ نړيوالې شورا لخوا په اعلان شوې تازه درجه بندۍ کې ملي لوبغاړي محمد نبي دويم مقام خپل کړى دى.
دغې شورا نوې درجه بندي د جنوبي افريقا او سريلانکا ترمنځ د كركټ د پنځو يو ورځنيو نړيوالو لوبو د لړۍ په پاى کې پرون خپره کړې ده.
د کرکټ نړيوالې شورا له لوري خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي، چې د اسټراليا ډېوېډ وارنر...
توسط TKG - - 24 سلواغه 1395
سيمه ييز چارواکي وايي، افغان امنيتي ځواکونو د کاپیسا په تګاب ولسوالۍ کې د يخې هوا له کبله درېدلي عمليات بيا پيل کړل.
په ختيځ کې د ملي اردو د ۲۰۱ سېلاب قول اردو مطبوعاتي مسوول جګړن شيرين اقا فقيري کليد ته وويل، چې د يخې هوا له کبله د دوی عمليات د تګاب په يو شمېر سيمو کې ځنډېدلي وو، چې اوس مهال...
توسط TKG - - 23 سلواغه 1395
چارواکي وايي، نن د دوه نيمو بجو په شاوخوا کې د هلمند په مرکز لښکرګاه کې د موټر بم چاودنه شوې، چې په پايله کې يې ۲۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د هلمند د والي وياند عمر ځواک کليد ته وويل، چې په دې چاودنه کې ۶ تنه وژل شوي او ۲۱ تنه نور ټپيان دي.
ځواک زياته کړه، چې چاودنه د کابل بانک...
توسط TKG - - 23 سلواغه 1395
د پکتیا ولایت د کرنې ریاست وايي، دغه ولایت کې د نورو کلونو په پرتله سږ کال د زعفرانو کر زیات شوی. دوی د زعفرانو اسانه کرنه او په دې تړاو د عامه پوهاوي د پروګرامونو ترسره کول د دغه بوټي د کر زیاتېدو اصلي علتونه ګڼي.
د پکتیا ولایت د کرنې رييس ولید احمد تسل وايي، څو ځله یې د زعفرانو د کر...
توسط TKG - - 23 سلواغه 1395
لسګونو كسانو نن سهار د لغمان د والي په ضد لاريون كړى و او د کابل - جلال اباد لويه لار يې د ټرافيكو پر مخ تړلې وه.
يو شمېر مسافرو له کليد سره په خبرو کې وويل، چې د کابل - جلال اباد لويه لار د قرغيو ولسوالۍ د عزيز خان کڅ په سيمه کې د يو شمېر خلکو له لوري تړل شوې...
توسط TKG - - 23 سلواغه 1395
په ايران کې د ۱۹۷۹ کال اسلامي انقلاب ۳۸ مه کليزه په يو لړ مراسمو او لاريونونو ونمانځل شوه.
پرون د تهران په ګډون د ايران په ګڼو ښارونو کې خلکو د اسلامي انقلاب ۳۸ مه کليزه په داسې حال کې نمانځله، چې مرګ په امريکا او مرګ په اسراييلو يې شعارونه ورکول.
په ايران کې د ۱۹۷۹ كال د فبروري په يوولسمه نېټه د...