توسط TKG -
د ملي اردو چارواکي وايي، د داعش وسله والو ځپلو په موخه يې د شفق عملياتو څلورم پړاو پر دوام د شاهين ۲۵ ګډ هوايي او ځمکني چاڼيز عمليات پيل کړل.
دغه خبرې نن په جلال اباد ښار کې د ۲۰۱ سېلاب قول اردو مطبوعاتي مسوول، د ولايت او امنيې قومندانۍ له وياندويانو سره يو ځای د يوه خبرې کنفرانس پرمهال وکړې.
د ننګرهار د...
توسط TKG -
لويه څارنوالي خبردارى وركوي، چې د زندانيانو د شكنجې له عاملينو سره به په جدي توګه قانوني چلند وشي.
د هېواد لوى څارنوال محمد فريد حميدي نن په كابل كې د بشري حقونو او پوليسو په نوم جوړې شوې غونډې ته وويل، چې دوى به د شكنجو له عاملينو پوښتنې ګروېږنې وكړي.
نوموړي ټينګار وكړ، چې لويه څارنوالي د شكنجې پديدې په وړاندې حساسه ده...
توسط TKG -
په كابل كې د سره صليب نړيوالې کمېټې مسوولين وايي، تراوسه يې د دوو كاركوونكو د برخليك په اړه، چې تېره اونۍ د جوزجان ولايت په قوش تېپه ولسوالۍكې تښتول شوي، معلومات نشته.
د يادې كمېټې دغه كاركوونكي تېره اونۍ وروسته له هغې وتښتول شول، چې شپږ همكاران يې د نامعلومو وسله والو له لوري ووژل شول.
په كابل كې د سره صليب نړيوالې کمېټې...
توسط TKG -
د نورستان سيمه ييز چارواکي وايي، په واما ولسوالۍ کې د يوه هلک او نجلۍ قاتلين لا هم نه دي نيول شوي.
د نورستان د ولايتي شورا منشي عزيز الله غيور له کليد سره په خبرو کې وويل، چې دوه ورځې وړاندې په واما ولسوالۍ کې يو هلک او نجلۍ په خپله خوښه له کورنۍ پټ د تېښتې په حال کې نيول شوي، چې...
توسط TKG -
د ملي اردو چارواکي وايي، د لغمان په قرغيو ولسوالۍ کې يې د الماس ۳۸ په نوم ګډ چاڼيز عمليات پيل کړل.
په ختيځ کې د ملي اردو د ۲۰۱ سېلاب قول اردو مطبوعاتي مسوول جګړن شيرين اقا فقيري کليد ته وويل، چې نن سهار يې د لغمان ولايت قرغيو ولسوالۍ په مربوطاتو کې د لومړۍ پلې لېوا په مشرۍ له ملي، سيمه ييزو،...
توسط TKG -
جمهور رييس محمد اشرف غني او پخواني جمهور رييس حامد كرزي په هلمند ولايت كې پرونى ځانمرګى بريد غندلى دى.
پرون شاوخوا دوه نيمې بجې په لښکرګاه ښار کې نوي کابل بانک ته نږدې ځانمرګى بريد وشو، چې د هلمند د والي وياند عمر ځواک په خبره، په دې بريد كې اووه تنه وژل شوي او ۲۰ تنه نور ټپيان دي.
نوموړى وايي، چې په...
توسط TKG -
پاکستان يو ځل بيا د هند د اټومي او توغندويي پراختيا په اړه اندېښنه څرګنده کړه.
په بهرنيو چارو کې د لومړي وزير نواز شريف سلاکار سرتاج عزيز پرون په کراچۍ کې د سمندري امنيت په يوه غونډه کې وويل، چې هند په عرب سمندرګي کې پاروونکي ګامونه اخيستي دي.
سرتاج عزيز زياته کړه، په همدې هدف يې څو مياشتې وړاندې د پاکستان سمندري حدودو...
توسط TKG -
د كاپيسا په تګاب ولسوالۍ كې د واليبال لوبه کې د ځوانانو د شخړې له كبله څلورو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
دا پېښه تېر مازيګر د يادې ولسوالۍ په ميره خېلو سيمه كې رامنځته شوې ده.
د کاپيسا د امنيې قوماندانۍ وياند محمد ايوب يوسفزي كليد ته وويل، دغه پېښه د شخصي دښمنۍ له كبله رامنځته شوې، چې په ترڅ كې يې د...
توسط TKG -
د عراق پايتخت بغداد کې پرون د پوليسو او اعتراض کوونکو ترمنځ ا خ و ډب کې ۷ تنه وژل شوي او له ۳۰۰ زيات نور ټپيان دي.
په وژل شويو او ټپيانو کې پوليس هم شامل دي.
ځايي رسنيو ويلي، د بغداد په شنې خونې سيمه کې اکثره ټپيان په مرميو لګېدلي، چې د ۷۹ تنو روغتيايي وضعيت نازک ښودل شوى دى.
لاريون د ټاکنو کمېسيون...
توسط TKG -
...