كورني خبرونه

غزني کې ترافيکي پېښې ۳۴ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

توسط - غزني کې ترافيکي پېښې ۳۴ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

د غزني ولايت د مقر ولسوالۍ اړوند د کابل ـ کندهار د لويې لارې په اوږدو کې ترافيکي پېښه رامنځته شوې چې له امله يې ۳۴ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د غزني ولايت له امنيه قومندانۍ څخه کليد ته په را استول شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې ياده ترافيکي پېښه تېر مازديګر د ۴ بجو په شاوخوا کې د دې ولايت...

slideshow, كورني خبرونه

جمهور رئيس غني د مونيخ امنيتي کنفرانس ته ويناوکړه

توسط - جمهور رئيس غني د مونيخ امنيتي کنفرانس ته ويناوکړه

جمهور رئيس محمد اشرف غني وايي، په افغانستان کې د ترهګرۍ پر ضد روانه جګړه يوازې د افغانستان د ازادۍ لپاره نه، بلکې د ټولې نړۍ د امنيت لپاره ترسره کېږي. جمهور رئيس غني د مونيخ امنيتي کنفرانس ته په وينا کې وويل، افغانستان د ۲۰ هغو ترهګرو ډلو سره د جنګ په لومړۍ کرښه کې دی چې امريکا او ملګري ملتونه يې د...

slideshow, كورني خبرونه

د سالنګ لويه لار يو ځل بيا د ټرافيكو پرمخ وتړل شوه

توسط - د سالنګ لويه لار يو ځل بيا د ټرافيكو پرمخ وتړل شوه

د سالنګ لويې لارې د ساتنې او څارنې ادارې مسوولين وايي، چې دا لاره د زياتې واورې ورېدنې او طوفان له كبله يو ځل بيا د ټرافيكو پرمخ تړل شوې ده. له سالنګونو ترلاسه شوي راپورونه وايي، چې له پرون مازديګر راهيسي د تونل په دواړو خواوو (شمالي او جنوبي سالنګ) کې په شدت واوره اوري. د چارواکو په وينا له واورې سره په يو...

slideshow, كورني خبرونه

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د پاکستان سفير احضار کړ

توسط - د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د پاکستان سفير احضار کړ

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت پر ننګرهار او کونړ د وروستيو توغندوييزو بريدونو په غبرګون کې د پاکستان سفير ابرار حسين احضار کړى دى. د بهرنيو چارو وزارت لخوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د بهرنيو چارو وزارت مرستيال حکمت خليل کرزى لومړى د پاکستان په سند ښار کې پر وروستي ځانمرګي بريد غمرازي څرګنده کړه . هغه زياته کړې، افغانان...

slideshow, بهرني خبرونه, ګاونډي هېوادونه

روسيې له پاکستان سره په سند کې د وروستۍ چاودنې له کبله خواخوږي څرګنده کړې ده

توسط - روسيې له پاکستان سره په سند کې د وروستۍ چاودنې له کبله خواخوږي څرګنده کړې ده

د روسيې جمهور رئيس ويلاديمير پوتين پرون د پاکستان له جمهور رئيس ممنون حسين سره په ټلېفوني خبرو کې د کراچۍ وروستی ځانمرګی بريد غندلی او له دغه هېواد سره يې خواخوږي څرګنده کړې ده. د روسيې جمهور رئيس له ترهګرو سره په مبارزه کې پاکستان ته د مرستې وړانديز کړی دی. پوتين ټينګار کړی چې په ملکي وګړو بريدونه ورته د منلو نه دي...

slideshow, كورني خبرونه

د پاکستان د پوځ مشر او په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو عمومي قومندان خبرې کړې دي

توسط - د پاکستان د پوځ مشر او په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو عمومي قومندان خبرې کړې دي

د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاويد باجوه په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو له عمومي قومندان سره ټلېفوني خبرې کړې دي او له نوموړي يې غوښتي چې د افغانستان له خاورې په پاکستان کې د بريدونو مخه ونيسي. د پاکستان د پوځ له رسنيز دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې د باجوه له قوله راغلي چې د يو شمېر هغو وسله...

slideshow, كورني خبرونه

سرتاج عزيز او حنيف اتمر په امنيتي حالاتو خبرې وکړې

توسط - سرتاج عزيز او حنيف اتمر په امنيتي حالاتو خبرې وکړې

په بهرنيو چارو کې د پاکستان د لومړي وزير سلاکار سرتاج عزيز د افغانستان د ملي امنيت له سلاکار حنيف اتمر سره په يوه ټيليفوني اړيکه کې پر وروستيو امنيتي حالاتو خبرې کړې دې. په کابل کې د پاکستان د سفارت لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، په دې اړيکه کې سرتاج عزيز په ډاګه کړې، چې په پاکستان کې د وروستيو خونړيو...

slideshow, كورني خبرونه

د دويمې ورځې لپاره هم د ډيورنډ فرضي کرښې تړلې ده

توسط - د دويمې ورځې لپاره هم د ډيورنډ فرضي کرښې تړلې ده

نن دويمه ورځ هم د افغانستان او پاکستان تر منځ د ډيورنډ فرضي کرښه تړلې او په تورخم، غلام خان او سپين بولدک بندرونو کې زرګونه کسان د کرښې دواړو غاړو ته د لارو خلاصېدو په تمه دي. په دې کسانو کې ډېری ناروغان هم شامل دي چې يا غواړي پاکستان ته د درملنې لپاره لاړ شي او يا هم بېرته راستنېږي. پاکستان پرون د...

اقتصادی, رپوټ

يونيسف پکتيکا کې خپل فعاليتونه پراخوي

توسط - يونيسف پکتيکا کې خپل فعاليتونه پراخوي

د يونيسف نړيواله موسسه غواړي، چې په راتلونکي کې په پکتيکا کې خپل پروګرامونه نور هم پراخ کړي. دغه څرکندونې د يادې موسسې د کورنيو او بهرنيو چارو مسوولينو د پکتيکا له والي محمدالياس وحدت سره په ځانګړې ناسته کې وکړې. بل خوا د دې ولايت اوسېدونکي د دې موسسې له تېرو کړنو خوښي ښيي، خو وايي، چې په دې وروستيو کې يې پروګرامونه يو...

slideshow, كورني خبرونه

جوزجان ولايت کې طالبانو ۵۲ بزګر برمته کړي

توسط - جوزجان ولايت کې طالبانو ۵۲ بزګر برمته کړي

د جوزجان سيمه ييز چارواکي وايي، وسله والو طالبانو په دغه ولايت کې له پنځوسو ډېر ملکي وګړي يرغمل کړي او يو نامعلوم لوري ته بيولي دي. د جوزجان د والي وياند محمد رضا غفوري کليد ته وويل، چې دغه کسان پرون مازديګر مهال د دغه ولايت د چهل تيپې او چهاربند سيمې څخه د طالبانو له لوري يرغمل شوي دي. د غفوري په وينا،...