slideshow, كورني خبرونه

افغان حکومت د پاکستان په وړاندې هر ډول عکس العمل ته بشپړ چمتو دی

توسط - افغان حکومت د پاکستان په وړاندې هر ډول عکس العمل ته بشپړ چمتو دی

د ننګرهار چارواکي وايي، که له پاکستان سره راپورته شوې ستونزه له ديپلوماتيکو لارو حل نه شي، نو هر ډول عکس العمل ته بشپړ چمتووالی لري. د ننګرهار د والي له مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د ننګرهار والي ګلاب منګل او ګڼ شمېر ملکي او پوځي چارواکو تېره ورځ له لعلپورې ولسوالۍ او تورخم څخه ليدنه وکړه. ګلاب منګل...

slideshow, كركټ, كورني خبرونه

افغان کرکټ لوبډله نن زمبابوې سره درېيمه لوبه كوي

توسط - افغان کرکټ لوبډله نن زمبابوې سره درېيمه لوبه كوي

ټاکل شوې نن د افغانستان کرکټ ملي لوبډله له زمبابوې سره درېيمه يو ورځنۍ لوبه ترسره کړي. دغه لوبه نن د افغانستان په وخت غرمه ۱۲ بجې پيلېږي. د دغه لړۍ لومړۍ لوبه د پنجشنبې په ورځ ترسره شوه، چې افغانستان د باران اورښت له کبله د D/L قانون له مخې په ۱۲ منډو وګټله. او دغه راز په دويمه لوبه کې چې د يکشنبې...

slideshow, كورني خبرونه

ننګرهار: د بې پيلوټه الوتکې په بريد کې ۱۲ داعشيان وژل شوي

توسط - ننګرهار: د بې پيلوټه الوتکې په بريد کې ۱۲ داعشيان وژل شوي

د ننګرهار امنيتي چارواکي وايي، تېره شپه په اچين ولسوالۍ کې د بې پيلوټه الوتکې د هوايي بريد له کبله دولس داعش وسله وال وژل شوي دي. د ننګرهار د امنيې قومندانۍ مطبوعاتي مسوول حضرت حسين مشرقيوال کليد ته وويل، چې تېره شپه د اچين ولسوالۍ په باندر سيمه کې د بهرنيو ځواکونو د بې پيلوټه الوتکې په بريد کې ۱۲ داعش وسله وال...

تحليل او ليدلوری, تحلیل

د تاوتريخوالي زیاتېدل

توسط - د تاوتريخوالي زیاتېدل

که څه هم ورځ تر بلې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي پېښې مخ په زیاتېدو دي، خو اړوند چارواکي یې په تړاو کوم غبرګون نه ښيي او په عاملينو یې هم قانون نه پلی کېږي. د تیرې جمعې په ورځ د نورستان په واما ولسوالۍ کې هغه وخت یوه ښځه او هلک د خلکو له لوري ووژل شول چې له کوره د تېښتې...

slideshow, بهرني خبرونه, سيمه او نړۍ

ملگرو ملتونو کې د روسيې استازی ويتالي چورکين مړ شو

توسط - ملگرو ملتونو کې د روسيې استازی ويتالي چورکين مړ شو

په ملګرو ملتونو کې د روسيې دايمي استازی ويتالي چورکين د دوشنبې په ورځ په ناڅاپي توګه په نيويارک کې مړ شو . مسکو په نيويارک کې د خپل استازي مړينه تاييد کړې ده. چورکين د ٢٠٠٦ کال راهيسې په ملگرو ملتونو کې د روسيې سفير و، تر اوسه يې د مرګ علت معلوم نه دی. د روسيې جمهور رييس ولاديمير پوتين د ويتالي چورکين په...

slideshow, كورني خبرونه

عطا محمد نور دويم ځل لپاره د بلخ والي وټاکل شو

توسط - عطا محمد نور دويم ځل لپاره د بلخ والي وټاکل شو

جمهور رييس محمد اشرف غني د بلخ سرپرست والي عطا محمد نور په يوه فرمان کې د بلخ د والي په توګه وټاکه. د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې وياندې منيرې يوسفزاده کليد ته وويل، چې د عطامحمد نور د والي کېدو فرمان نن ماښام د جمهور رييس غني له لوري لاسليک شوی دی. په ورته وخت کې د ولسي جرګې غړي او عطا...

slideshow, كورني خبرونه

افغانستان پاکستان ته د ترهګرو د ۸۵ غړو نوملړ وسپاره

توسط - افغانستان پاکستان ته د ترهګرو د ۸۵ غړو نوملړ وسپاره

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وايي، د ترهګرو ډلو او د حقاني شبکې د ۸۵ غړو نومونه او د ترهګريزو روزنيزو ۳۲ مرکزونو لېست يې اسلام اباد ته سپارلی، چې د پاکستان په خاوره کې دي، د افغانستان پرضد فعاليت کوي او له پاکستاني چارواکو يې غوښتي چې هغوی ونيسي او کابل ته يې وسپاري. د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د يوې...

slideshow, كورني خبرونه

ننګرهار کې ۳۵۰ تنه له بېلابېلو حرفوي زده کړو فارغ شول

توسط - ننګرهار کې ۳۵۰ تنه له بېلابېلو حرفوي زده کړو فارغ شول

ننګرهار کې درې سوه پنځوس تنه له بېلا بېلو حرفوي زده کړو وروسته فارغ او ټولنې ته د کار په موخه وړاندې شول. د دغو انجونو او هلکانو د فراغت په مراسمو کې د ننګرهار والي، د ولايتي شورا غړو او يو شمېر نورو چارواکو ګډون کړی وو. د ننګرهار والي ګلاب منګل له رسنيو سره په خبرو کې وويل، چې نن د کار او...

slideshow, كركټ, كورني خبرونه

د هند غوره ليګ لوبو لپاره محمد نبي عيسی خېل او راشد ارمان واخيستل شول

توسط - د هند غوره ليګ لوبو لپاره محمد نبي عيسی خېل او راشد ارمان واخيستل شول

په هند کې د کرېکټ د مشهور ټورنمنټ (IPL ) لپاره د لوبغاړو د اخيستلو لړۍ پيل شوې، چې تر دې مهاله په کې محمد نبي عيسی خېل د سن رايزر حيدراباد لوبډلې له خوا په ۳ ميليونه هندي کلدارو او راشد ارمان په ۴۰ ميليونه هندي کلدارو واخيستل شول. دا دواړه لومړني افغان لوبغاړي دي چې په دغو لوبو کې اخيستل کېږي. ورته وخت...

slideshow, كورني خبرونه

ننګرهار کې يو تن وژل شوی او ۴ نور نيول شوي

توسط - ننګرهار کې يو تن وژل شوی او ۴ نور نيول شوي

د ننګرهار ولايت خوږياڼو ولسوالۍ په هاشم خېلو کې د عملياتو پرمهال يو تن وژل شوی او څلور نور نيول شوي دي. د خوږياڼو ولسوالۍ د هاشم خېلو د سيمې يوه اوسېدونکي د نوم نه اخيستلو په شرط کليد ته وويل، چې تېره شپه د دوی په سيمه کې افغان ځواکونو عمليات ترسره کړي، چې پرمهال يې يو يو تن د سيمې او سېدونکی...