slideshow, كورني خبرونه

عبدالرشيد دوستم د خپل کور د محاصرې خبره رد کړه

توسط - عبدالرشيد دوستم د خپل کور د محاصرې خبره رد کړه

د جمهوري رياست لومړي مرستيال او د جنبش ګوند مشر عبدالرشيد دوستم په کابل کې د امنيتي ځواکونو له لوري د خپل کور د محاصرې خبره رد کړه او ويې چې دا د دښمنانو دسيسې دي. عبدالرشيددوستم چې د سې شنبې په ورځ ناوخته يې په يوه خبري ناسته كې خبرې كولې وويل، ځينې كسان داسې اوازې خپروي چې د جنرال دوستم كور امنيتي...

رپوټ, څېړنيز

نيمه نړۍ لا هم محکومه ده

توسط - نيمه نړۍ لا هم محکومه ده

كه څه هم په تېره یوه نيمه لسيزه کې په افغانستان کې د ښځو د حقونو د اعادې او د هغوی پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنيوي لپاره ډېرې هڅې شوې او د دوی د ملاتړ په نوم لسګونه بنسټونه هم جوړ شوي، خو تر دې مهاله هم د ښځو په وړاندې تاوتريخوالی دوام لري او حتا په وروستیو کې د تاوتريخوالي پېښې...

روغتيايي, رپوټ

شري او سينه بغل ۳۷ ماشومان وژلي

توسط - شري او سينه بغل ۳۷ ماشومان وژلي

د شري او سينه بــغــل نــاروغيــو له کبله د کندهار په ميرويس روغتون کې يوازې په يوه مياشت کې ۳۷ ماشومان مړه شوي دي. د کندهار د میرويس روغتون چارواکي وايي، د هوا په سړېدو په دغه ولایت کې د شري او سينه بغل ناروغۍ زیاتې شوې دي. شری او سينه بغل هغه ناروغۍ دي چې د واکسين له لارې یې وقایه کېږي خو...

اقتصادی, رپوټ

په افغان ځوانانو د باور زیاتولو هڅه

توسط - په افغان ځوانانو د باور زیاتولو هڅه

د سوداګرۍ او صنايعو خونې د ړنا پوهنتون په مرسته د دغه پوهنتون د محصلينو له لوري د جوړو شوو توکو نندارتون جوړ کړ. د ســوداګــرۍ او صنــايــعـــو خـــونـــې ويـــانــد صيام الدين پسرلي د دې نندارتون هدف د افغان ځوانانو په کارونو او وړتیاوو د باور زیاتول ګڼي او وايي، ډېری دولتي ادارې د افغانانو په ځای بهرنيان په كار ګماري او په افغان ځوانانو...

slideshow, كورني خبرونه

جلال اباد کې د يوه شرکت مشر او درې تنه نور په شپږ مياشتو بند محکوم شول

توسط - جلال اباد کې د يوه شرکت مشر او درې تنه نور په شپږ مياشتو بند محکوم شول

د ننګرهار ولايتي چارواکي وايي، استيناف محکمې د سپين جومات په قضيه کې د جوړوونکي شرکت د مسوول به ګډون درې تنه نور د نغدي جريمې سربېره په شپږ، شپږ مياشتو بند محکوم کړل. د ننګرهار د والي وياند عطا الله خوګياڼي کليد ته وويل، چې د ننګرهار استيناف محکمې د مشر عبدالولي قاضي زاده په مشرۍ د ياد جومات د جنايي مسلې د...

slideshow, كورني خبرونه

کاپيسا کې ټرافيکي پېښې ۵ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

توسط - کاپيسا کې ټرافيکي پېښې ۵ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

د کاپيسا د امنيې قومندانۍ وياند محمد ايوب يوسفزی کليد ته ووويل، چې د کاپيسا په اول کوهستان کې د ټرافيکي پېښې له کبله د يوې مېرمنې په ګډون دوه تنه وژل شوي او درې تنه نور ټپيان شوي دي. د يوسفزي په وينا دا پېښه نن غرمه مهال د اول کوهستان د شرکت او سنجن په سړک کې د دوه کرولا موټرو د...

slideshow, كورني خبرونه

هلمند کې ۱۲ وسله وال طالبان وژل شوي

توسط - هلمند کې ۱۲ وسله وال طالبان وژل شوي

د هلمند ولايت د والي له مطبوعاتي دفتر څخه نن کليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د افغان ګډو ځواکونو لخوا د دې ولايت د ګرمسېر ولسوالۍ په شمېر سيمو کې امنيتي ځواکونو عمليات ترسره کړي، چې په پايله کې يې ۱۲ تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي. سرچينه زياتوي، چې په دغه ولسوالۍ کې ۲۱ کړۍ ډول ډول مايونه...

slideshow, كورني خبرونه

لغمان کې ملي امنيت ۲ وسله وال طالبان نيولي دي

توسط - لغمان کې ملي امنيت ۲ وسله وال طالبان نيولي دي

د ملي امنيت چارواکي وايي، ځواکونو يې د يو لړ ځانګړو عملياتو پرمهال لغمان کې دوه تنه وسله وال چې د انسان تښتونو په پېښو کې يې لاس درلوده نيولي دي. د ملي امنيت له عمومي رياست څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې ځواکونو يې د لغمان مرکز مهترلام ښار کې دوه تنه طالبان، چې د حکومت ضد کړنو سربېره يې...

slideshow, كورني خبرونه

د ننګرهار په هسکه مېنه کې ۹ داعشيانو ته مرګ ژوبله اوښتې

توسط - د ننګرهار په هسکه مېنه کې ۹ داعشيانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د ننګرهار امنيتي چارواکي وايي، هسکه مېنه کې د روانو شاهين ۲۵ عملياتو پرمهال د توپچي او هوايي بريدونو له کبله ۹ داعش وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د ننګرهار د امنيې قومندانۍ مطبوعاتي مسوول حضرت حسين مشرقيوال کليد ته وويل، چې د هسکې مېنې ولسوالۍ په چونګۍ سيمه کې د داعش وسله والو پر وړاندې د پيل کړو شاهين ۲۵ عملياتو...

ورځنى تصوير, ګالري

کابل او غير معیاري سړکونه له بارانه وروسته!

توسط - کابل او غير معیاري سړکونه له بارانه وروسته!

...