slideshow, كورني خبرونه

اجرايه رييس له وسله والو ډلو د افغان حکومت په نه ملاتړ ټينګار وکړ

توسط - اجرايه رييس له وسله والو ډلو د افغان حکومت په نه ملاتړ ټينګار وکړ

د حکومت اجراييه رييس وايي، د عامه اذهانو د ګډوډولو لپاره د ترهګرو پر ملاتړ د افغانستان تورنول هېڅ درد نه دوا کوي او وايي، چې له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې بايدرښتينې همکاري رامنځته شي. عبدالله عبدالله د جمعې په ورځ د حزب وحدت د پخواني رهبر عبدالعلي مزاري د ۲۲تم تلين په مناسبت جوړو شوو مراسمو کې ترهګري يوه سيمه...

slideshow, كورني خبرونه

هسکه مېنه: په شاهين ۲۵ عملياتو کې ۷۲ داعشيانو ته مرګ ژوبله اوښتې

توسط - هسکه مېنه: په شاهين ۲۵ عملياتو کې ۷۲ داعشيانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د ملي اردو چارواکي وايي، هسکه مېنه کې يې د روانو شاهين ۲۵ عملياتو پرمهال د هوايي او ځمکنيو بريدونو له کبله د شپږو قومندانانو په ګډون ۷۲ داعش وسله والو ته مرګ ژوبله اړولې ده. په ختيځ کې د ملي اردو د ۲۰۱ سېلاب قول اردو مطبوعاتي مسوول جګړن شيرين اقا فقيري کليد ته وويل، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې يې په...

کارتون, ګالري

بې کاره امنيتي تړون!

توسط - بې کاره امنيتي تړون!

...

slideshow, كورني خبرونه

د ننګرهار د خوږياڼو ولسوالۍ اجرايه مدير وژل شوی

توسط - د ننګرهار د خوږياڼو ولسوالۍ اجرايه مدير وژل شوی

د ننګرهار ولايتي چارواکي وايي، د خوږياڼو ولسوالۍ اجرايه مدير د وسله والو طالبانو له لوري لومړی تښتول شوی او له هغې وروسته وژل شوی دی. د ننګرهار د والي وياند عطا الله خوږياڼي کليد ته وويل، چې تېره ورځ د خوږياڼو ولسوالۍ اجرايه مدير منيب لومړی د وسله والو طالبانو له لوري تښتول شوی و، چې بيا وروسته يې تېره شپه جسد په...

او نور, هنر او فرهنګ

میرخان او د معیاري سندرو ویلو هڅه

توسط - میرخان او د معیاري سندرو ویلو هڅه

میر خان د افغانستان د وتلي سندرغاړي عبدالله مقري زوی دی چې د خپل پلار هنر یې پاللی دی او د موسيقۍ ډګر ته راروان دی. نوموړی وايي، له سندرو سره مينه لري او په موسيقۍ مين دی، هغه په ۱۳۶۸لمريز کال په کابل کې زېږېدلی او له اره د غزني ولایت د مقر ولسوالۍ اوسېدونکی دی. میرخان وايي، له ماشومتوبه يې له...

رپوټ, ټولنیز

ننګرهار کې د غصب او فساد مخه نه ده نیول شوې

توسط - ننګرهار کې د غصب او فساد مخه نه ده نیول شوې

د ننګرهار ولایت یو شمېر اوسېدونکي او د ولایتي شورا غړي د دغه ولایت پر والي ګلاب منګل نیوکه کوي چې له فساد سره په مبارزه او د غاصبینو په نیولو کې پاتې راغلی. د ولایتي شورا غړي والي تورنوي، چې په لوی لاس یې فساد ته زمینه برابره کړې او له غاصبینو سره شريک دی. دوی وایي، والي په لومړیو کې په چټکۍ...

رپوټ, ټولنیز

د غزني په دهیک کې په سيمهييزو پولیسو د خلکو نيوکې

توسط - د غزني په دهیک کې په سيمهييزو پولیسو د خلکو نيوکې

د غزني د ده یک ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، په دغه ولسوالۍ کې له سيمه يیزو پوليسو د وېرې له کبله مسلکي ښوونکي او ديني عالمان دندو ته زړه نه ښه کوي او دې چارې د دغه ولسوالۍ په ښوونيز بهیر ناوړه اغېز کړی دی. د ده يک ولسوالۍ د پجک سیمې یوه اوسېدونکي رحیم الله کلید ته وویل، په خپلو سیمو کې لوستي او...

slideshow, كورني خبرونه

د جنرال دوستم اووه ساتونکي څېړنو ته حاضر شول

توسط - د جنرال دوستم اووه ساتونکي څېړنو ته حاضر شول

د کابل امنيتي چارواکي وايي، چې د جمهور رييس د لومړي مرستيال عبدالرشيد دوستم اووه تنه ساتونکي، چې د جوزجان د پخواني والي احمد ايشچي په قضيه کې ښکېل وو، څارنوالۍ ته د څېړنو لپاره حاضر شول. د کورنيو چارو د وزارت وياند صديق صديقي کليد ته وويل، چې د عبدالرشيد دوستم اووه تنه ساتونکي نيول شوي او نن يې رسمأ د څېړنو پروسه...

slideshow, كورني خبرونه

کندهار ښار کې غلچکي بريدګرو يو پوليس وژلی او بل يې ټپي کړ

توسط - کندهار ښار کې غلچکي بريدګرو يو پوليس وژلی او بل يې ټپي کړ

ناپيژاندو وسله والو د کندهار ښار په لمړۍ ناحيه کي يو پوليس وواژه او يو بل يې ټپي کړی دی. پېښـه نن سهار لس بجې د لومړۍ ناحيې اړوند د توپخانې بازار په سيمه کې هغه مهال رامنځته شوه، کله چې دوو وسله والو کسانو د تلاشۍ پر پوليسو ډزې وکړې. د کندهار د امنيې قوماندانۍ وياند ضيا درانى د پېښې پخلى کوي او وايي،...

slideshow, بهرني خبرونه, سيمه او نړۍ

کيوباکې په لومړي ځل د يو جومات د بنسټ ډبره کېښودل شوه

توسط - کيوباکې په لومړي ځل د يو جومات د بنسټ ډبره کېښودل شوه

د کيوبا کمونيست هېواد کې په لومړي ځل د يو جومات د بنسټ ډبره کېښودل شوه. د کيوبا حکومت ياده پرېکړه په دغه هېواد کې د مسلمانانو د زياتېدو په موخه کړې ده. د راپورونو له مخې د کيوبا هېواد په مرکز هوانا کې به د سعودي عربستان په مالي لګښت يو ستر جامع جومات د جوړولو چارې پېل کړي. دا مهال د ټول کيوبا نفوس...