توسط TKG -
څو شېبې وړاندې د كابل ښار په شپږمه امنيتي حوزېه کې درنه چاودنه شوې ده.
تراوسه د دې چادونې د څرنګوالي او له كبله يې د رامنځته شويو زيانونو په اړه معلومات په لاس كې نشته.
ويل كېږي، چې د پېښې په ځاى كې د ډزو غږونه هم اورېدل كېږي.
په دې اړه به نور جزيات وروسته وړاندې شي....
توسط TKG -
د ملي اردو چارواکي وايي، د لغمان په قرغيو ولسوالۍ کې يې د ښوونکو د ښارګوټي ۲۷ تنه غاصبين نيولي او عدلي او قضايي ارګانونو ته يې سپارلي دي.
په ختيځ کې د ملي اردو د ۲۰۱ سېلاب قول اردو مطبوعاتي مسوول جګړن شيرين اقافقيري کليد ته وويل، چې له تېرې ورځې راهيسې يې د لغمان په قرغيو ولسوالۍ کې د الماس ۳۹ په...
توسط TKG -
د پکتيکا ولايت په ارګون ولسوالۍ کې د کرنې مسلکي انسټيټيوټ د بنسټ ډبره کېښودل شوه، چې چارې به يې د اتلسو مياشتو په موده کې بشپړې شي.
د پکتيکا والي محمدالياس وحدت په دې اړه وويل، چې د کرنې انسټيټوټ لپاره دغه دوه پوړيزه ودانۍ په اساسي ډول جوړېږي.
وحدت وويل هڅه يې دا ده، چې زده کړو ته د خلکو لاسرسی اسانه کړي،...
توسط TKG -
که څه هم د افغانستان په ډېری نورو ولایتونو کې ناامني او د حکومت د وسله والو مخالفينو او افغان ځواکونو تر منځ جګړې ستره ستونزه بلل کېږي، خو په خوست کې بیا شخصي دښمنیو او بدیو خلک له ژوند زړهتوري کړي دي.
د خوست له جنايي جرمونو سره د مبارزې چاروکي وايي، روان کال یې تر اوسه ۱۵۷ جنايي پېښې ثبت کړې او...
توسط TKG -
د افغانستان په لرې پرتو ولایتونو کې اوس هم نجونې او مېرمنې له ګڼو ستونزو سره مخ دي، په یو شمېر ولایتونو کې روغتيايي اسانتياوو ته لاسرسی نه کېږي، ځینو ولايتونو کې بیا نجونې ښوونځیو ته نه پرېښودل کېږي او ځینو نورو ولایتونو کې که نجونې زدهکړو ته هم لېږل کېږي، خو جګړې دومره شديدې دي چې د دوی د زدهکړو پر بهیر...
توسط TKG -
د افغانستان او فرانسې د كورنيو چارو وزيرانو د ترهګرۍ او د نشه يي توكو د قاچاق په ضد د مبارزې برخه كې د دواړو هېوادونو د پوليسو ترمنځ پر دوه اړخيزو همكاريو ټينګار وكړ.
د كورنيو چارو وزارت له لوري خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي، چې د دې وزارت وزير تاج محمد جاهد فرانسې ته د سفر په مهال په پاريس ښار كې...
توسط TKG -
د هلمند د ولايتي شورا ځينې غړي وايي، که چېرې د پسرلي موسم د جګړې لپاره امنيتي ځواکونه په ښه ډول وسلو سمبال او د خيالي تشکيلاتو ستونزه يې حل نه شي، نو هېڅكله به هم امنيتي ځواکونه ونه توانېږي، چې د مرکز لښکرګاه ښار شاوخوا د جګړې لومړۍ کرښې هم خوندي کړي.
د هلمند د ولايتي شورا مرستيال عبدالمجيد اخوندزاده او يو بل...
توسط TKG -
د ننګرهار ولايتي چارواکي وايي، بهسودو کې د ځای پرځای شويو چاودېدونکو توکو د چاودنې له کبله ۶ تنه ټپيان شوي دي.
د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوږياڼي کليد ته وويل، چې نن له غرمې وروسته يو نيمه بجه د بهسودو ولسوالۍ اړوند په بانډې سيمه کې په يو زرنج موټر سايکل کې د ځای پرځای شويو چاودېدونکو توکو د چاودنې له کبله...
توسط TKG -
ديني عالمان وايي، افغان ځواکونه د خپل دين، خاورې او ولس څخه د دفاع په موخه جګړه کوي، چې ددوی پر وړاندې د هرې وسله والې ډلې جګړه ناروا او افغان ځواکونه په حقه دي.
دغو ديني عالمانو په خپلو خبرو کې افغان ځواکونو ته سپارښتنه وکړه، چې د جګړې په ډګر کې دې نيوونکي وسله وال ددې پرځای چې ژوندي ونيسي هملته دې...
توسط TKG -
د ننګرهار ولايت په چپرهار ولسوالۍ کې د هوايي بريد له كبله د يوه قوماندان په ګډون پنځو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول حضرت حسين مشرقيوال کليد ته وويل، چې تېره شپه د چپرهار ولسوالۍ په سنګينې سيمه کې د بهرنيو ځواکونو بې پيلوټه الوتکې د يوه قوماندان په ګډون دوه وسله وال طالبان...