توسط TKG -
د فراه ولايت د بالابلوك ولسوالۍ تودنك سيمه كې پرون ماسپښين د جګړې په مهال ۳۱ تنو ملكي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د فراه د ولايتي روغتون سر طبيب حکيم رسولي وايي، روغتون ته د اتو وژل شويو کسانو جسدونه او ۲۲ ټپيان ور وړل شوي، چې ډېرى يې ماشومان او ښځې دي.
رسولي زياتوي، د ملکي کسانو پايوازانو ورته ويلي، چې د...
توسط TKG -
د قانون له مخې د انتخاباتو خپلواک کميسيون په خپلو چارو کې خپلواک عمل کوي، خو که چېرته حکومت يې په چارو کې مداخله وکړي، د هغه خپلواکي تر پوښتنې لاندې راولي او د راتلونکي په نسبت، چې موږ پارلماني او د جمهوري رياست انتخابات لرو، اندېښنې راولاړوي. د انتخاباتو د خپلواک کميسيون په چارو کې د حکومت او سیاستمدارانو له خوا د...
توسط TKG -
د ملي يووالي حكومت د اجراييه رياست دويم مرستيال محمد محقق له طالبانو وغوښتل، چې دولت سره له جګړې لاس واخلي او د داعش په ضد يې ترڅنګ ودرېږي.
نوموړي، چې نن يې په بلخ ولايت كې د افغانستان د اسلامي وحدت ګوند د بنسټګر عبدالعلي مزاري د دوه ويشتم تلين په مناسبت جوړې شوې غونډې ته وينا كوله وويل، څلور لسيزې كېږي، چې...
توسط TKG -
د جوزجان ولايتي چارواكي وايي، چې امنيتي ځواكونه اوس مهال د وسله والو له شتونه د دې ولايت د قوش تېپې او درزاب ولسواليو د پاكولو لپاره د عملياتو پر چمتووالي بوخت دي.
د جوزجان د والي وياند محمد رضا غفوري نن كليد ته وويل، چې يادو ولسواليو ته تازه دمي سرتېري لېږل شوي او د دغو عملياتو پر تداركاتي مسايلو هم كار روان...
توسط TKG -
امنيتي ځواکونو د بغلان ولايت د تاله او برفک ولسوالۍ مركز، چې وړمه ورځ يې سقوط كړى و، بېرته له وسله والو طالبانو ونيوه.
د بغلان د والي وياند محمود حقمل كليد ته وويل، چې د يادې ولسوالۍ مركز نن سهار له طالبانو بېرته ونيول شو او اوس مهال د مخالفينو له شتونه د تاله او برفك د نورو سيمو د پاكولو عمليات دوام...
توسط TKG -
د هلمند ولايت د نظامي شورا غونډه کې د کوکنارو اړولو په اړه بحث وشو او پرېکړه وشوه، چې د کمپاين په ترڅ کې به هدف شوي کوکنار له منځه يوړل شي.
د هلمند د رسنيو دفتر وايي، چې دا غونډه د دې ولايت د مستوفي او سرپرست والي غلام محی الدين صديق په مشرۍ ترسره شوه.
په پيل کې سرپرست والي په کندهار کې...
توسط TKG -
جمهور رييس محمد اشرف غني تېره ورځ د افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا د ځانګړې نمايندګۍ سرپرستې مېرمن لارل ميلر سره وکتل.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر څخه خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي، په دې کتنه کې، چې په ارګ کې وشوه، دواړو لورو د افغانستان او امريکا د مناسباتو، سولې پروسې او سيمه ييزو مسايلو په اړه بحث او خبرې وکړې.
د افغانستان...
توسط TKG -
د لوړو زده كړو وزارت وايي، د كانكور د ازموينې لړۍ به د راتلونكي لمريز كال د چنګاښ مياشتې تر وروستيو پورې دوام وكړي او په وينا يې د دې ازموينې پايلې به د زمري د مياشتې په لومړيو كې اعلان كړي.
دا په داسې حال كې ده، چې په تېرو كلونو كې به د كانكور ازموينه په ژمي كې اخيستل كېده او د...
توسط TKG -
د ملي اردو چارواکي وايي، کوټ او هسکه مېنه ولسوالۍ کې د روانو شاهين ۲۵ عملياتو پرمهال يې د يو شمېر سيمو د پاکولو سربېره د وسايطو ضد ډېر ماينونه هم کشف او له منځه وړي دي.
په ختيځ کې د ملي اردو د ۲۰۱ سېلاب قول اردو مطبوعاتي مسوول جګړن شيرين اقا فقيري کليد ته وويل، چې د ننګرهار په هسکه مېنه او...
توسط TKG -
اسلام اباد نن د اقتصادي همکاريو سازمان يا ايکو د غونډې کوربه دى او افغان سفير حضرت عمر زاخېلوال په كې د افغانستان په استازيتوب ګډون كړى دى.
ويل کېږي، چې د شاوخوا ۱۰ هېوادونو مشرانو او يا استازو په دې غونډه کې برخه اخيستې ده.
په دې غونډه کې به د ايکو سازمان د غړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او رفاه د پراختيا په...