توسط TKG -
چارواکي وايي، د غزني ولايت د مرکز، اندړو، قره باغ او ګېرو ولسواليو په اړوندو کې له تېرو ۲۴ ساعتونو راهيسې د امنيتي ځواکونو او وسله والو مخالفينو ترمنځ نښتو کې د دولت ۲۴ تنه وسله وال مخالفين وژل شوي دي.
د غزني والي انجنير عبدالکريم متين نن په يوه خبري غونډه کې خبريالانو ته وويل، چې ګڼ شمېر کورنيو او بهرنيو وسله والو...
توسط TKG -
د بلجيم حکومت خبردارى وركړى، چې د اروپايي ټولنې د يوه غړي هېواد په توګه او له افغان حکومت سره د دې ټولنې د تړون له مخې به په خپله خوښه د ناقانونه افغان کډوالو بېرته ستنېدنه او يا هم ايستل پلي کړي.
د بلجيم د پناه غوښتونکو د چارو وزير تئو فرانکن ويلي، په ۲۰۱۶م ميلادي کال کې له ۲۷۰۰ څخه زياتو افغانانو...
توسط TKG -
د ترکيې جمهور رييس پر جرمني تور پورې کړ، چې د ترهګرۍ پراختيا ته لمن وهي.
رجب طيب اردوغان په استانبول كې يوې غونډې ته د وينا په مهال وويل، په هېواد کې يې د ترهګرۍ ضد روانو عملياتو کې يو خبريال هم نيول شوى، چې د جرمني تابعيت لري.
دغه خبريال ترهګرو سره په لاس لرلو تورن شوى دى.
د اردوغان په خبره، كله چې...
توسط TKG -
په کندهار ښار کې نن سهار په ولسي جرګه کې د هلمند د خلکو پر استازي معلم ميرولي وسله وال بريد شوی دى.
يوه امنيتي سرچينه وايي، د ولسي جرګې دا غړی ټپي شوی او اوس مهال د کندهار ميرويس حوزوي روغتون كې تر درملنې لاندې دى.
د سرچينې په وينا، بريد كوونكو پر معلم ميرولي د پوليسو د لسمې امنيتي حوزې اړوند کارته معلمينو...
توسط TKG -
[gallery ids="31843,31838,31839,31840,31841,31842"]...
توسط TKG -
[gallery ids="31836,31829,31830,31831,31832,31833,31834"]...
توسط TKG -
د ننګرهار ولايتي چارواکي وايي، تېره شپه په جلال اباد ښار کې د يوې کورنۍ ستونزې له کبله د نښتې په پايله کې دوه تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ننګرهار دوالي وياند عطا الله خوږياڼي کليد ته وويل، چې تېره شپه د جلال اباد ښار په ارزاقو کوڅه کې د پخواني جمهور رييس صبغت الله مجددي د کورنۍ ترمنځ د کورنيو مسايلو...
توسط TKG -
په يمن کې د امريکايي جنګي الوتکو د هوايي بريدونو په دويمه ورځ د وسله والو ترڅنګ ۱۶ ملکي وګړو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.
امريکايي چارواکي وايي، چې په دې بريدونو کې د القاعده شبکې مرکزونه په نښه شوي او بې پيلوټه الوتكو هم په كې برخه اخيستې ده.
د امريکا د دفاع وزارت په وينا، له تېرې پنجشنبې راهيسې يې د يمن...
توسط TKG -
د پاکستان حکومت وايي، هغه وسله والې ډلې ترهګرې نه بلل کېږي، چې له هند سره په جګړه بوختې او دفترونه يې پاکستان کې دي.
د پاکستان د پنجاب ايالت يو چارواکي رسنيو ته ويلي، چې جېش محمد ډله په دې هېواد کې ده، خو په وينا يې، د ترهګرو ډلو لېست کې بايد شامله نه کړاى شي.
دغه پاکستاني چارواکي زياته کړې، دوى د...
توسط TKG -
په لغمان ولايت کې د ټرافيکي پېښې له كبله نهه تنه ټپيان شوي دي.
د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک وايي، چې دا پېښه پرون ماسپښين شاوخوا دوه نيمې بجې د کابل-- جلال اباد پر لويه لار د لغمان ولايت په سرخکانو سيمه کې د درېيو وړو موټرو د ټکر له كبله رامنځته شوې ده.
د هغه په خبره، په ټپيانو کې درې مېرمنې...