slideshow, كورني خبرونه

کندهار کې د چرګانو سلګونه فارمونه جوړ شوي

توسط - کندهار کې د چرګانو سلګونه فارمونه جوړ شوي

کندهار ته له پاكستانه د بې کيفيته غوښو د واردولو مخه نيول شوې ده. په کندهار کې د چرګانو د روزنې او پالنې سلګونه فارمونه جوړ شوي، چې هلته يې د غوښې په برخه كې د خلكو اړتياوې پوره كړې دي. د کندهار د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ رئيس حفيظ الله سعيدي كليد ته وويل، چې هره ورځ د وطني چرګانو دېرش ټنه تازه...

slideshow, كورني خبرونه

بغلان کې ماين چاودنې درې سيمه ييز پوليس ووژل

توسط - بغلان کې ماين چاودنې درې سيمه ييز پوليس ووژل

په بغلان ولايت كې د ماين چاودنې له كبله درې سيمه ييز پوليس وژل شوي دي. د بغلان د عامې روغتيا رياست يو تن مسوول عبدالعليم غفاري وايي، چې دا چاودنه تېر ماښام د چشمه شير سيمې په منګک بېس كې شوې ده. د هغه په وينا، د پېښې له ځايه دوى ته د سيمه ييزو پوليسو درې جسدونه او يو ټپي ور وړل شوي،...

slideshow, كورني خبرونه

لغمان کې ملي امنيت طالبانو ته درې تنه درمل وړونکي نيولي

توسط - لغمان کې ملي امنيت طالبانو ته درې تنه درمل وړونکي نيولي

د لغمان ولايتي چارواکي وايي، ملي امنيت وسله والو طالبانو ته د درملو وړونکي درې تنه لاس په لاس نيولي دي. د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک کليد ته وويل، چې تېره شپه د ملي امنيت ځواکونو د يو لړ ځانګړو عملياتو پرمهال درې هغه کسان نيولي، چې د وسله والو طالبانو ټپيانو ته يې د لومړنۍ درملنې په موخه درمل لېږدول. ځواک وايي،...

slideshow, كورني خبرونه

د ننګرهار په اچين کې ۱۵ داعش وسله وال وژل شوي

توسط - د ننګرهار په اچين کې ۱۵ داعش وسله وال وژل شوي

د ننګرهار امنيتي چارواکي وايي، اچين ولسوالۍ کې د بې پيلوټه الوتکې د هوايي بريد له کبله ۱۵ داعش وسله وال وژل شوي دي. د ننګرهار د امنيې قومندانۍ مطبوعاتي مسوول حضرت حسين مشرقيوال کليد ته وويل، چې تېره شپه د اچين ولسوالۍ په مومندرې سيمه کې د بهرنيو ځواکونو د بې پيلوټه الوتکې په هوايي بريد کې ۱۵ داعش وسله وال وژل شوي...

کارتون, ګالري

وکيلان او له رخصتۍ بېرته راتګ!

توسط - وکيلان او له رخصتۍ بېرته راتګ!

...

slideshow, كورني خبرونه

د پکتيکا ښوونکي: که د پوهنې په برخه ستونزې حل نه شي کاربنديز کوو

توسط - د پکتيکا ښوونکي: که د پوهنې په برخه ستونزې حل نه شي کاربنديز کوو

د پکتيکا ولايت د مرکز او يو شمېر ولسواليو ښوونکي وايي، چې د پوهنې په برخه کې شته ستونزو د تعليم او تعلم بهير او د دې تر څنګ ښوونکي له ګڼوستونزو سره مخ کړي دي. دوی وايي، چې په ځلونو ځلونو يې شته ستونزې له پوهنې رياست او ولايتي ادارې سره شريکې کړې، خو کومه پايله يې نه ده لرلې. دې ښوونکو خبرداری ورکړ،...

slideshow, كرهڼه او بڼوالي, كورني خبرونه

کندز کې د نياليګو د کېنولو لړۍ پيل شوه

توسط - کندز کې د نياليګو د کېنولو لړۍ پيل شوه

د هر کال په پای کې او د پسرلي د موسم په رارسېدو په کندز کې په زرګونه نيالګي د هوا د ښه پاکوالي او د سيمې د ښايست په موخه کېنول کېږي. په کندز کې د نيالګيو د کېنولو لړۍ پيل شوه او په زرګونه نيالګي د (نيالګي کېنول د ژوند بقا ده ) د شعار په ويلو سره پيل شول. د کندز د...

slideshow, كورني خبرونه

ننګرهار کې د پاکستان په ضد لاريون وشو

توسط - ننګرهار کې د پاکستان په ضد لاريون وشو

په جلال اباد ښار کې لسګونه مدني فعالانو د پاکستان له لوري پر افغان خاوره د توغنديزو بريدونو او د تورخم د لارې د بندېدو په غبرګون کې لاريون وکړ. دغو مدني فعالانو د توغنديزو بريدونو د مخنيوي او د لارې د پرانيستلو په مسله کې په ملي او ولايتي شورا کې د ننګرهار پر استازو سختې نيوکې وکړې. لاريون کوونکي وايي، چې له تېرو...

slideshow, كورني خبرونه

ننګرهار کې له ديني مدرسې تښتول شوي ۱۴ استادان راخوشې شول

توسط - ننګرهار کې له ديني مدرسې تښتول شوي ۱۴ استادان راخوشې شول

د ننګرهار ولايتي چارواکي وايي، داعش وسله والو د هسکې مېنې ولسوالۍ له يوې ديني مدرسې څخه تښتول شوي ۱۴ تنه استادان راخوشې کړي دي. د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوږياڼي کليد ته وويل، چې څلوېښت ورځې وړاندې د هسکې مېنې ولسوالۍ د مشر ملاصيب له ديني مدرسې څخه داعش وسله والو ۱۴ تنه ديني عالمان بيولي وو، چې نن سهار يې د...

slideshow, كورني خبرونه

لغمان: د الماس ۳۹ په نوم عملياتو کې ۲۸ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

توسط - لغمان: د الماس ۳۹ په نوم عملياتو کې ۲۸ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د لغمان ولايتي چارواکي وايي، د الماس ۳۹ په نوم د افغان ګډو ځواکونو له لوري په پيل کړو عملياتو کې يې د ۹ قومندانو په ګډون ۲۸ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده. د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک کليد ته وويل، چې تېره شپه د افغان ګډو ځواکونو له لوري د اليشنګ ولسوالۍ په شامرام، قلعه اټک او صبراباد...