توسط TKG -
ټاکل شوې جمهور رئيس محمد اشرف غني نن د ملي شورا د شپاړسمې تقنيني دورې د اووم کال لومړنۍ ناسته په رسمي توګه پرانېزي.
د هېواد د اساسي قانون په ١٠٧مه ماده کې راغلي، ملي شورا هر کال دوه عادي غونډې ترسره کوي، هر کال د شورا د دواړو غونډو د کار موده نهه مياشتې وي او د اړتيا په مهال ملي شورا د...
توسط TKG -
افغانستان چې د دريېمې نړۍ هېواد بلل کېږي، په نورو برخو کې د ستونزو تر څنګ د پاکو اوبو د رسولو په سيستم کې هم له ګڼو ستونزو سره مخ دی. په دغه هېواد کې د نړیوالې ټولنې د یوې نيمې لسيزې کار او پانګونې وروسته هم هر څه په پخواني حال دي، لا هم د افغانستان ډېره برخه خلک پاکو اوبو ته...
توسط TKG -
د پاکستان پوځي چارواکو ادعا کړې، چې په اسلام اباد کې يې د تحريک طالبان پاکستان اړوند د سجنا ډلې مهم غړى عبدالله محسود نيولى دى.
پاكستاني رسنيو د چارواکو له قوله په ورکړل شويو رپوټونو کې ويلي، ياد عمليات يې د اسلام اباد جي ۱۵ حساسه سيمه کې ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې عبدالله محسود له يو شمېر نورو ملګرو سره...
توسط TKG -
د کلید ګروپ د موندنو له مخې، که څه هم د ۱۳۹۴ لمریز کال د مرغومي میاشتې له لومړۍ د ۱۳۹۵ لمریز کال د مرغومي میاشتې تر لومړۍ نېټې له ښځو چارو وزارت سره، د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي لږ تر لږه ۵زره پېښې ثبت شوې او ۱۳سوه يې د ښځو په وړاندې له تاوتریخوالي سره د مبارزې څارنوالۍ ته هم رسیدلې...
توسط TKG -
د کندهار مدني فعالان وايي، د دغه ولايت په ښوونيزو ادارو کې ۸۰ په سلو کې مامورين زورواکانو ګمارلي دي او له همدې کبله هلته ښوونيز بهیر له سختو ستونزو سره مخ دی. دوی وايي د دغه غیرقانوني ګمارنو له لارې داسې کسان ادارو ته لار پیدا کوي چې د کار وړتیا نه لري او یوازې د امتيازاتو ترلاسه کولو لپاره ناست دي.
دوی...
توسط TKG -
د پکتيکا ولايت د مرکز او ولسواليو اوسېدونکي په دې ولايت کې د مخابراتي شبکو له ناسم کيفيت او کمزورو خدماتو سر ټکوي.
دوی وايي، د دغه ولايت په يو شمېر سيمو کې مخابراتي شبکې هېڅ فعالیت نه لري او په یو شمېر نورو سيمو کې چې بیا فعالیت لري، دومره کمزورې دي چې خلک يې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.
دوی زیاتوي...
توسط TKG -
جمهور رييس محمد اشرف غني وايي، اوبه د سيمه ييزې همکارۍ يوه ښه وسيله ده او په همدې خاطر بايد ګاونډي هېوادونه په دغه برخه کې له افغانستان سره مرسته وکړي.
هغه دا څرګندونې نن په ارګ كې د اوبو او پايدار انکشاف تر سرليک لاندې د اوبو څلورم ملي کنفرانس کې وكړې.
جمهور رييس غني پر ګاونډيو هېوادونو غږ وکړ، چې د افغانستان د...
توسط TKG -
د ننګرهار امنيتي چارواکي وايي، سرخرود ولسوالۍ کې د سيمه ييزو پوليسو پر موټر د سړک غاړې په ماين چاودنه کې دوو سيمه ييزو پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوږياڼي کليد ته وويل، چې نن سهار نهه بجې د سرخرود ولسوالۍ په خيراباد سيمه کې د سيمه ييزو پوليسو پر يوه موټر د سړک غاړې ماين چاودنه...
توسط TKG -
په اردن کې هغه پنځلس بنديان، چې په اعدام محکوم شوي وو، پرون په دار وځړول شول.
د اردن د اطلاعاتو وزير محمود لمومني د خپل هېواد رسنيو ته ويلي، له اعدام شويو کسانو څخه لس تنه يې د تروريستي فعاليتونو په ترسره کولو محکوم وو او پنځه نور يې هغه کسان وو، چې په جنسي تېري او نورو د ده په وينا شرم...
توسط TKG -
جمهور رئيس محمد اشرف غني وايي، د افغانستان خلک ښې او شفافې ټاکنې غواړي او حکومت هم د ټاکنو پر شفافيت او په ۱۳۹۶لمريز کال کې د هغو پر ترسره کولو ټينګار لري.
نوموړي دا څرګندونې تېر ماښام په ارګ كې د ټاکنو د تياريو په اړه جوړه شوې مشورتي غونډه كې وكړې.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر وايي، چې په پيل کې د معلوماتي...