توسط TKG -
د پکتيا يو شمير اوسيدونکو د سوله ايز لاريون په ترسره کولو له ګاونډي پاکستان څخه وغوښتل چې، په افغانستان کې دې له لاسوهنو ډډه وکړي.
دوى د پاکـستان وروستۍ کـړنې او په کـنړ او ننګـرهار راکـټي بريدونه وغندل او له دولت څخه يې د ځوابي بريدونو غوښتنه وکـړه.
لاريون کوونکو ويل د افغان خاورې د دفاع لپاره د خپلو ملي امنيتي ځواکونو په څنګ...
توسط TKG -
د سوريې په شمال لوېديځ ښار پالميرا کې د هوايي بريدونو په نتيجه کې يوولس ملکي کسان وژل شوي او بل خوا د دغه هېواد منبج ښار کې د حکومتي ځواکونو او د ترکيې ملاتړ لرونکو وسله والو ترمنځ خونړۍ نښتې شوې دي.
د سوريې لپاره د بشري حقونو ادارې، چې مرکز يې په لندن کې دى ويلي، چې ښايي دغه هوايي بريدونه روسي...
توسط TKG -
د کونړ ولايت په ناړۍ ولسوالۍ کې د طوفان ۷۳ په نوم د امنيتي ځواكونو ګډ تصفيوي عمليات پيل شول.
په ختيځ کې د ملي اردو د ۲۰۱ سېلاب قول اردو مطبوعاتي مسوول ډګروال شيرين اقا فقيري کليد ته وويل، چې تېره شپه يې د کونړ ولايت په ناړۍ ولسوالۍ کې د ملي اردو د دويمې پلې لېوا په مشرۍ له ملي او سيمه...
توسط TKG -
جمهور رئيس محمد اشرف غني خبردارى وركړ، چې هېچا ته به په ټاكنو كې د لاسوهنې اجازه ورنه كړي.
جمهور رئيس غني، چې نن يې د ملي شورا د شپاړسمې تقنيني دورې د اووم کال د پرانيستې مراسمو كې خبرې كولې وويل، دى خپله په ټاكنو كې د مداخلې اراده نه لري او بل چا ته هم د دې كار اجازه نه وركوي.
نوموړي زياته...
توسط TKG -
د ننګرهار ولایتي چارواکي وایي، اچین ولسوالۍ کې د سیمه ییزو پولیسو او داعش وسله والو ترمنځ نښته کې ۲۲ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوګیاڼي کلید ته وویل، تېره شپه شاوخوا یوه بجه د اچین ولسوالۍ په کوشتل سیمه کې داعش وسله والو د سیمه ییزو پولیسو پر امنیتي پوستو بریدونه کړي، چې د څو...
توسط TKG -
...
توسط TKG -
جاپاني چارواکي وايي، چې شمالي کوريا په تازه اقدام کې څلور بالستيک توغندي ازمويلي دي.
د جاپان حکومتي چارواکو ادعا کړې، چې د توغول شويو بالستيک توغنديو له جملې درې يې د دوى په سمندري اوبو کې غورځېدلي دي.
په همدې حال کې امريکا او جنوبي کوريا د شمالي کوريا د تازه توغندويي ازموينو په اړه پلټنې پيل کړې دي.
د جنوبي کوريا د پوځي چارواکو...
توسط TKG -
د ننګرهار د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو ریاست چارواکي وایي، له پولې اخوا ایسار ۱۷۲ افغانان تېره شپه د تورخم پر فرضي کرښه پاکستاني ځواکونو افغان لوري ته وسپارل.
د ننګرهار د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو رئیس غلام حیدر فقیرزي له کلید سره په خبرو کې وویل، پاکستان ته د درملنې په موخه تللي هغه کډوال، چې د پولې بندېدو په مهال...
توسط TKG -
د پاکستان په کراچۍ ښار کې له پوليسو سره نښته کې يو وسله وال وژل شوى او څلور نور ژوندي نيول شوي دي.
پاکستاني پوليسو ويلي، ياده نښته پرون ناوخته د کراچۍ په کورنګي ټاون سيمه کې رامنځته شوې ده.
پوليسو ادعا كړې، چې وژل شوي وسله وال د کراچۍ په يو لړ ترهګريزو بريدونو کې لاس درلود.
د دوى په خبره، له نيول شويو کسانو...
توسط TKG -
د سيمه ييزو ارګانونو خپلواكه اداره له دندې د بغلان د والي عبدالستار بارز د ګوښه كولو خبر وركوي.
له دې ادارې څخه كليد ته رالېږل شوې خبرپاڼه كې راغلي، چې د سيمه ييزو ارګانونو خپلواكې ادارې په وړانديز او د جمهور رئيس محمد اشرف غني په منظورۍ عبدالحى نعمتي د بغلان د نوي والي په توګه وټاكل شو.
نعمتي د ملي يووالي حكومت له...