slideshow, كورني خبرونه

د ننګرهار امنيه قومندانۍ ۱۸۰ مېله وسله ډاياګ ته وسپارله

توسط - د ننګرهار امنيه قومندانۍ ۱۸۰ مېله وسله ډاياګ ته وسپارله

د ننګرهار امنيتي چارواکي وايي، د بيلا بيلو عملياتو او پلټنو پر مهال يې را ټوله کړې ۱۸۰ مېله بيلا بيل ډوله وسله ډاياک پروګرام ته وسپارله. د ننګرهار دامنيه قومندانۍ مطبوعاتي مسوول حضرت حسين مشرقيوال کليد ته وويل، چې له تېرو څو مياشتو راهيسې يې د يو لړ ځانکړو عملياتو، چک پاينټونو او نورو هڅو په ترڅ کې ۱۸۰ ميله بيلا بيل ډوله...

slideshow, كورني خبرونه

كابل كې د ښځو نړيواله ورځ ولمانځل شوه

توسط - كابل كې د ښځو نړيواله ورځ ولمانځل شوه

جمهور رئيس محمد اشرف غني وايي، چې د ملي يووالي حکومت د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي او تعصب له منځه وړلو ته ژمن دى. نوموړي نن د ښځو نړيوالې ورځې په مناسبت په ارګ کې جوړې شوې ځانګړې غونډې ته په وينا كې وويل، چې اوس مهال د سترې محکمې په چوکاټ کې له ښځو او ماشومانو سره د تاوتريخوالي دوسيو د تعقيب...

slideshow, كورني خبرونه

ننګرهار كې د هېرويینو درې فابریکې له منځه وړل شوي

توسط - ننګرهار كې د هېرويینو درې فابریکې له منځه وړل شوي

د ملي اردو چارواکي وایي، خوګیاڼو ولسوالۍ کې یې د ځانګړو عملیاتو په مهال د هېرويینو درې فابریکې له منځه وړې دي. په ختیځ کې د ملي اردو د ۲۰۱ سېلاب قول اردو مطبوعاتي مسوول ډګروال شیرین اقا فقیري کلید ته وویل، تېره شپه یې د ننګرهار خوګیاڼو ولسوالۍ د کمبو په سیمه کې کومانډو ځواکونو عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ كې يې...

slideshow, كورني خبرونه

لغمان كې د الماس ۳۹ په نوم عمليات دوام لري

توسط - لغمان كې د الماس ۳۹ په نوم عمليات دوام لري

د ملي اردو چارواکي وايي، لغمان ولايت کې يې د وسله والو ځپلو په هدف د الماس ۳۹ پيل کړو عملياتو په مهال له وسله والو ګڼې سيمې پاکې کړي او عمليات يې په برياليتوب سره روان دي. په ختيځ کې د ملي اردو د ۲۰۱ سېلاب قول اردو مطبوعاتي مسوول ډګروال شيرين اقا فقيري کليد ته وويل، له تېرو لسو ورځو راهيسې يې...

slideshow, كورني خبرونه

سردار محمد داود خان روغتون كې د امنيتي ځواكونو او وسله والو ترمنځ جګړه دوام لري

توسط - سردار محمد داود خان روغتون كې د امنيتي ځواكونو او وسله والو ترمنځ جګړه دوام لري

نن سهار شاوخوا نهه بجې د كابل ښار د لسمې امنيتي حوزې اړوند سردار محمد داود خان روغتون كې چاودنه وشوه. د ملي دفاع وزارت وياند دولت وزيري د دې چاودنې د تاييد ترڅنګ كليد ته وويل، چې اوس مهال په روغتون كې د امنيتي ځواكونو او وسله والو ترمنځ جګړه دوام لري. د هغه په وينا، تراوسه په دې جګړه كې د اوښتې مرګ...

slideshow, كركټ

نن د افغانستان او ايرلنډ ترمنځ د كركټ لومړۍ شل اوريزه لوبه كېږي

توسط - نن د افغانستان او ايرلنډ ترمنځ د كركټ لومړۍ شل اوريزه لوبه كېږي

ټاکل شوې نن د افغانستان کرکټ ملي لوبډله له ايرلنډ سره خپله لومړۍ شل اوريزه لوبه ترسره کړي. دا لوبه به د كابل په وخت غرمه يوه بجه د هند د نوي ډيلي په ګرېټر نويډا لوبغالي کې د افغانستان په کوربه توب پيل شي. د دې تر څنګ افغانستان او ايرلنډ دوه نورې شل اوريزې، ۵ پنځوس اوريزې او يوه د لويو وچو يا...

slideshow, كورني خبرونه

كابل ښار كې چاودنه وشوه

توسط - كابل ښار كې چاودنه وشوه

څو شېبې وړاندې په كابل ښار كې درنه چاودنه وشوه. ويل كېږي دا چاودنه د كابل ښار د سردار محمد داود خان روغتون كې شوې ده. رپوټونه وايي، چې په سيمه كې د ډزو غږونه هم اورېدل كېږي. په دې اړه به نور جزيات وروسته خپاره شي....

slideshow, كورني خبرونه

سږ كال د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي پنځه زره پېښې ثبت شوي

توسط - سږ كال د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي پنځه زره پېښې ثبت شوي

د ښځو چارو وزارت سږ كال د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي د پنځو زرو پېښو د ثبتولو خبر ورکوي. د دې وزارت چارواکي وايي، د تاوتريخوالي په دې پېښو كې وهل ټکول، له کوره تېښته، طلاق، تفريق، د کوژدنو فسخې او وژنې شاملې دي. تخار، بدخشان، سرپل، باميان، بادغيس، هرات، غور، نيمروز، نورستان او پکتيا هغه ولايتونه دي، چې د تاوتريخوالي زياتې پېښې په...

slideshow, كورني خبرونه

جمهور رئيس غني: د مخالفينو د پټنځايونو ويجاړولو لپاره بايد لا زياتې هڅې وشي

توسط - جمهور رئيس غني: د مخالفينو د پټنځايونو ويجاړولو لپاره بايد لا زياتې هڅې وشي

جمهور رئيس محمد اشرف غني وايي، چې د دولت د وسله والو مخالفينو د پټنځايونو ويجاړولو او د خلکو د امنيت او آرامۍ د تامين په خاطر بايد لا زياتې هڅې وشي. نوموړي دا څرګندونې د څلورو ولايتونو د امنيتي وضعيت د ارزولو په مهال وكړې. د ارګ په خبرپاڼه كې راغلي، چې جمهور رئيس غني تېر ماښام د توحيد په ملي مرکز کې د...

slideshow, كورني خبرونه

کندهار : د ناپيژاندو وسله والو په ډزو کې دوه ورونه وژل شوي

توسط - کندهار : د ناپيژاندو وسله والو په ډزو کې دوه ورونه وژل شوي

چارواکي وايي، په کندهار ښار کې د ناپيژاندو وسله والو په ډزو کې دوه ورونه وژل شوي دي. پېښه نن غرمه مهال د کندهار ښار د ده خواجې په سيمه کې رامنځ ته شوې ده. وژل شوي کسان عصمت الله او صفي الله نوميدل او پخپل موټر کې سپاره و چې وسله وال بريد ورباندې وشو. دواړه ورونه لومړی ټپي و او وروسته يې د ژورو...