ads

نړیوال بانک: د افغانستان اقتصاد بې‌ثباته دی

نړیوال بانک وايي، د افغانستان اقتصاد بې ثباته دی.

خالد سهار
30 سلواغه 1403
نړیوال بانک: د افغانستان اقتصاد بې‌ثباته دی

دغه بانک د یوه راپور په خپرولو سره ویلي چې د افغانستان اقتصاد د ناڅرګندو سیاستونو، مالي انزوا او د بهرنیو مرستو د کمښت له امله په خراب حالت کې دی.
په راپور کې راغلي چې د بې وزلۍ، بېکارۍ، محدودو منابعو او د خلکو د پېرودلو کمزورتیا توان په میلیونونو افغانان چې له کلونو جګړو او طبیعي پېښو ځورېږي، زیانمنوي.
د نړیوال بانک د معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۴ کال کې د افغانستان د سوداګرۍ بیلانس ۵۴ سلنه کمښت لري او دغه کسر ۹ میلیارده ډالرو ته رسېدلی چې د دغه هېواد د ناخالصو تولیداتو ۴۵ سلنه برابرېږي.
اسلامي امارت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي؛ خو د اسلامي امارت چارواکو تر دې وړاندې د اوسنیو اقتصادي ستونزو لاملونه د امریکا او نړیوالې ټولنې له لوري د افغانستان شتمني کنګل کېدل او پر افغانستان لګېدلي اقتصادي بندیزونه بللي وو.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2025

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA