ads

متقي: بهرنۍ رسنۍ د افغانستان ناسم تصویر خپروي

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر نیوکه کړې چې بهرنۍ رسنۍ د افغانستان ناسم تصویر خپروي او شته واقعیتونو ته انعکاس نه ورکوي.

خالد سهار
30 سلواغه 1403
متقي: بهرنۍ رسنۍ د افغانستان ناسم تصویر خپروي

د بهرنیو چارو وزارت د عامه اړیکو رئیس حافظ ضیا احمد تکل وایي، مولوي امیر خان متقي د اسلامي همکاریو سازمان له مرستیال او د افغانستان لپاره د دغه سازمان له ځانګړي استازي سره کتلي دي.
متقي همدارنګه زیاته کړې چې اسلامي امارت په تېرو درېیو کلونو کې د امنیت، اقتصاد، تعلیم، مخدره موادو سره د مبارزې او له نړۍ سره د تعامل په برخو کې د پام وړ پرمختګونه لرلي دي.
نوموړي ټینګار کړی چې نړیوال باید په افغانستان کې ځمکني واقعتونه په خپلو سترګو وویني.
په همدې حال کې د افغانستان لپاره د اسلامي همکاریو سازمان ځانګړي استازي طارق علي بخیت ویلي چې له افغانستان سره په تعامل کې د سليقوي چلن پلوي نه‌دي او د واقعيتونو د موندلو او انعکاس پر تګلارې باور لري.
نوموړي زیاته کړې چې د اسلامي همکاریو سازمان به له بېلابېلو لارو د افغانستان ملاتړ ته ادامه ور کړي.
دا په داسې حال کې ده چې اسلامي امارت په وار، وار ويلي چې له نړۍ سره ښې اړیکې غواړي او له افغانستانه هېڅ هېواد ګواښ متوجه نه دی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2025

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA