ads

له امریکايي چارواکو سره خبرو لپاره ریاض ته د یوه روسیې پلاوي سفر

کرملین وایي، د دغه هېواد یوه لوړپوړي پلاوي د سعودي عربستان پلازمېنې ریاض ته سفر کړی چې له امریکايي چارواکو سره په اوکراین کې د جګړې د پای ته رسېدو په اړه خبرې وکړي.

خالد سهار
30 سلواغه 1403
له امریکايي چارواکو سره خبرو لپاره ریاض ته د یوه روسیې پلاوي سفر

د کرملین ویاند دیمیتري پیسکوف ویلي چې په دې پلاوي کې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف او د کرملین د بهرنۍ پالیسۍ سلاکار یوري یوشاکوف شامل دي چې له امریکايي چارواکو سره به وګوري او د اوکراین د جګړې د پای ته رسېدو او له واشنګټن سره د اړیکو د بیا پیلولو په اړه خبرې وکړي.
له بلې خوا د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو هم اسرائیلو ته تر سفر وروسته، د دوشنبې په ورځ سعودي عربستان ته رسېدلی دی.
د امریکايي سرچینو په وینا، په دغه سفر کې به د ډونالډ ټرمپ د ملي امنیت سلاکار مایک والټز او د منځني ختیځ په چارو کې د سپینې ماڼۍ استازی سټیو ویټکوف هم ګډون ولري.
دا په داسې حال کې ده چې د اوکراین جمهور رئیس ولادیمیر زېلېنسکي متحده عربي اماراتو ته سفر کړی او ټاکل شوې د دغه هېواد له چارواکو سره خبرې وکړي.
د یادونې ده چې اوکراین چې د جګړې اصلي اړخ دی په ریاض کې خبرو ته نه دی بلل شوی او د اروپايي هېوادونو استازي هم نه دي حاضر شوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2025

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA