ads

په بلخ کې د اوبو ژرندو مالکان د اسانتیاوو غوښتنه کوي.

په بلخ ولایت کې پر بهېدونکو اوبو د ژرندو یو شمېر مالکان له حکومته د اساسي بندونو، کوچنیو کانالونو او د اوبو د زېرمه کولو لپاره، د اوبو لویو کاسو د جوړېدو غوښتنه کوي.

احمد الله ستانکزی
24 سلواغه 1403
په بلخ کې د اوبو ژرندو مالکان د اسانتیاوو غوښتنه کوي.

په بلخ ولایت کې د اوبو ژرندو مالکان له حکومته د خپل کاروبار د پراخېدو لپاره د اسانتیاوو غوښتنه کوي.
ددې ولایت د ژرندو یو شمېر مسوولین وایي، د معیاري سربندونو، د اوبو لېږدولو پاخه کانالونو او د اوبو زېرمه کولو لپاره د لویو کاسو نشتون یې هغه لویې ننګونې او ستونزې دي، چې له امله یې کاروبار کمرنګه دی.
د بلخ ولایت په شولګرې ولسوالۍ کې د اوبو ژرندې دوه تنه مالکان محمد نسیم او عبیدالله وایي، خلک اوس هم په زیاته پیمانه د اوبو په ژرندو غنم او اوربشې اوړه کوي او ډوډۍ یې خوږه او باکیفیته وي.
« زموږ ترټولو لویه ستونزه دا ده، چې سربند نلرو او ژرندو ته مو اوبه کمې راځي. که دا سربند او کانالونه جوړ شي؛ نو زموږ د اوړو تولید به هم زیات شي.»
« د اوبو د ژرندو اوړه خلکو ته د اقتصاد له لحاظه ارزانه تمامېږي. باید دغه پخوانى دود ژوندى وساتل شي او دولت باید د اوبو ژرندو ته پاملرنه ډېره وکړي او وساتل شي.»
دوی همداراز وایي، د اوبو په ژرنده کې غنم اوړه کول اقتصادي تمامېږې، ځکه ماشیني ژرندې له لس منو غنمو دوه منه اوړه مزد اخلي او د اوبو ژرندې له لس منو غنمو څخه یو من اوړه مزد اخلي.
په همدې حال په بلخ ولایت کې د داخله څانګې متخصص ډاکتر سیف الملک وایي، چې د اوبو ژرندې اوړه د سبوسو په لرلو سره د قبضیت او سرطاني ناروغیو مخنیوی کوي او د انسان د روغتیا په ځانګړې توګه د معدې لپاره ډېرې ګټې لري.
« د اوبو ژرندې اوړه ډېر کیفیت لري. اوړه نه سوځوي او ټول ترکیبي مواد یې خوندي دي. دا اوړه د قبضیت او سرطاني ناروغیو مخه نیسي او د معدې لپاره ګټور دي.»
بلخوا د بلخ ولایت د اوبو او انرژۍ رییس موسی جان حق‌بین وایي، دامهال د دغه ولایت په چمتال، چهاربولک، بلخ او شولګرې ولسوالیو کې ۶۱ د اوبو ژرندې فعالې دي، چې یو شمېر یې د شاوخوا یوې پېړۍ مخینه لري.
« عمومآ موږ د بلخ ولایت په کچه ۶۱ آبي ژرندې لرو، چې ۲۵ اوبیزې ژرندې په شولګرې ولسوالۍ کې دي او ۳۶ ژرندې په نورو ولسوالیو کې موقیعت لري. د ژرندو ساحو ته تللي یو او د ژرندو له څښتنانو سره مو لیده کاته کړي او ډېری ستونزې مو حل کړي او څه ناڅه، چې پاتې دي د هغې په لټه کې یو.»
د یادونې وړ ده، چې د اوبو ژرندې د غلو او دانو د اوړو کولو ډېره پخوانۍ وسیله ده، چې د اوبو په فشار چلېږي او د سوند هېڅ ډول توکو ته اړتیا نه لري،ځکه هم اقتصادي ده او هم چاپېریال نه ککړوي.
لوی لرګین څرخ، په دایروي بڼه دوې سترې ښویې ډبرې، ستره لرګینه کاسه، چې غنم د ژرندې سوریو ته پرې ور اچول کېږي او د اوړو راوتلو ځای د یوې ژرندې مهمې او اساسي برخې دي.
څرخ د اوبو په فشار سره حرکت کوي او ورپسې دوې سترې ډبرې یو بر بل موښل کېږي، چې په پایله کې یې غنم پر اوړو بدلېږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2025

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA