د فاریاب او بادغیس ولایتونو ترمنځ د هېواد حقلوقي سړک پنځمه برخه چې ۶۱ کیلومتره اوږد والی لري، د ۲۵ کیلومتره سړک د رغونې تړون د څه باندې یو اعشاریه ۴ ملیارده افغانیو په ارزښت له یوه خصوصي شرکت سره لاس لیک شو.
د ټولګټو چارو وزارت مسلکي معین مولوی عبدالکریم فاتح د چهارشنبې په ورخ په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې د قیصارـ لامان حلقوی سړک د رغونې چارې به یې د څه باندې ۳۵ میاشتو په موده کې پای ته ورسیږي.
«دافغانستان یو حلقوي سړک لرو چې ۲۳۳ کیلومتره اوږد والی لري چې د اقتصاد له نظره ډیرمهم سړک دی چې ټولې پنځه برخې لري د پنځمې برخې ۲۵ کیلومتره سړک د رغونې چارې د څه باندې یو اعشاره ۴ ملیارده افغانیو په ارزښت د پروان ولایت دکورمایټو کان په بدل کې د نورزي سړک جوړونې او ودانیز شرکت سره قرار داد کیږي او د همدې سړک یوبله برخه یې له یو بل شرکت سره قرار داد ته نږدې شوې ده.»
عبدالکریم فاتح زیاته کړه، د حلقوی سړک دویمې او لومړی برخې چې ۳۴ او ۴۸کیلومتره اوږد والی لري د تیرې ادارې پرمهال یې د رغونې چارې دریدلي او دوه نورې برخې چې ۵۰ او ۴۰ کیلومتره اوږد والی لري، د سروې او ډیزاین چارې بشپړې شوي دي.
د ټولګټو وزارت تخنیکي مرستیال مولوي عبدالکریم فاتح په یاد خبري کنفرانس کې وویل چې ټولګټو وزارت د سړکونو جوړولو، ترمیم او بیارغونې برخه کې ګڼې پروژې پیل کړي، چې د ځینو پروژو چارې بشپړې او د یو شمېر نورو جریان لري
نوموړي زیاته کړه،د کابل- کندهار لویې لارې د څه باندې ۴۳۰ کیلومتره سړک د لومړۍ او دویمې طبقې د سفالټ اچونې کار بشپړ شوی، د سالنګونو لویې لارې د اساسي رغونې چارې دوام لري، د کندهار- ارزګان لویې لارې د لومړي لاټ په چارو کې ۴۴ سلنه پرمختګ شوی.
«دکابل کندهار لویه لاره چې تقریبا ۴۳۰کیلومتره اوږد والی لري، سږکال جوړه کړې ده، اول او دویم لیر سپالټ اچول شوی دی او دریم لیر سپالټ به یې په راتلوونکي کال کې تکمیل شي او همدارانګه له کندهار څخه تر ارزګان او د هراوته پورې د سړک د رغونې کار روان دی او اینده کال کې امید شته چې د مزار او حیراتان په طرف هم د سړکونو د روغونې کار شروع شي او د دې پروژې فزیکي کار ۴۴ سلنه مخ ته تللی او د معدن په مقابل کې ده.»
په همدې حال کې د ټولګټو چارو وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس وايي، د رغونې هغه پروژې چې تړونونه یې لاس لیک شوي ۴۲ پروژې انکشافي دي ۳۷ پروژې د تیر کال دي او د ۵ نویو پروژو تړون سږکال لاس لیک شوی دی.
«سږکال د ۵ پروژو قرار دادونه شوي دي،چې د پلخمبری او دوشي ترمنځ د غځیدلي سړک استنادي دیوال، د همدې سړک د بیا ترمیم ،په هرات ولایت کې د پل پروانه دپل، په سمنګان کې د ملاعالي پل او په ننګرهار کې د سپین خوړ پل، هغه پروژې دي چې تړونونه یې لاس لیک شوي او عملا یې کار دوام لري.))
د ټولګټو وزارت د معلوماتو له مخې د روان کال د ژمي په موسم کې ۳۰۲ زیان منونکو سیمو کې د سالنګونو او ماهیپر په ګډون په ۲۸ ولایتونو کې د څه باندې ۷۵۷۲ کیلومتره سړکونو څخه د واورې پاکولو پلان لري چې له دې شمیر څخه ۴۵۴۲ کیلومتره سړکونه د ټولګټو وزارت د ولایتي ریاستونو لخوا او ۲۷۲۰ کیلومتره سړکونه د خصوصي سکټور سره قرار داد شوی دی.