ads

خوست کې د لومړي ځل لپاره شین چای کرل شوی

د خوست په تڼیو ولسوالۍ کې یو کروندګر د لومړي ځل لپاره په خپله ځمکه د شنو چایو کښت کرلی چې، تر دېره یې پایله هم مثبته ده.

بصیر یاد
21 سلواغه 1403
خوست کې د لومړي ځل لپاره شین چای کرل شوی

دغه کروند ګر رحمت ولي نومیږي چې، څو میاشتې وړاندې یې د شنو چایو د کښت تجربه کړې او په خبره یې چې، یاد کښت ورځ تر بلې د ودې په حال کې دي.
نوموړی زیاتوي، باوري دی چې د شنو چایو کرکیله به د هېواد ګڼو نورو کروندګرو او خلکو ته د اقتصادي پیاوړتیا په برخه کې اغېزناک تمام شي:
«دا مې له هند را غوښتنی و اوس مې کرلی دی دا دوه میاشتې کېږي چې ښه نتیجه یې ورکړې ده، دا تجربه ما خپله کړې ده نه چا راته ښودلې ده صرف تخم یې راته را وړ او ما خپله وکرلو. دوه درې ډوله مې کرلی دی نور پلان هم ورته لرم او زه یې ګورم چې په کوم وخت ښه نتیجه ورکوي.»
رحمت ولي دغه راز وايي، په خوست کې د شنو چایو د کښت د پراخیتا لپاره اړونده ادارو ته په کار ده چې، د بزګرانو ملاتړ وکړي او ترڅنګ یې نور کروندګر هم دې ته وهڅوي څو په خپلو ځمکو د شنو چایو کښت وکري:
«زه په دې ډېر باوري یم ځکه چې تراوسه یې وده وکړه او ان شاءالله خپل هدف ته به رسیږي. دې ته ماشین، تخم، سرې او درمل ورته په کار دي خو اصلي ضرور یې ماشین دی چې ماشین وي نو موږ کولی شو چې په خپل وطن کې د شین چای تولید ورلو.»
د خوست یو بل کروندګرو رسول محمد وايي، یاد ولایت د کرنې لپاره د آب و هوا له پلوه برابره سیمه ده، نو پکار ده چې کروندګرو ته لا ډېرې اسانتیاوې رامنځته شي:
«هر ډول شی په خوست کې نتیجه ورکوي خو دلته څوک نه شته چې څه را وړي او ویې کرو. کوم څه چې زموږ تر نظر لاندې دي دا خو موږ کرو ښه نتیجه او حاصل ورکوي، که یو څه په دې سیمه کې تجربه شي هر څه نتیجه ورکوي ښه هوا لري.»
د خوست د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست رئیس شېر محمد ذبیح د شنو چایو د کرکیلې دا هڅه مثبته ګڼي او وايي چې په دې برخه کې به لا زیاتې څېړنې ترسره شي څو کرونګرو د شنو چایو بېلابېل ډوله په ګوته کړي:
«خوست الحمدالله د شنه چي د ودې لپاره مناسبه هوا لري تر ۴۰ درجو پورې تودوخه لري، هم رتوبط لري او هم ډېر بارانونه لري نو موږ ورته امیدوارو یوو چې ښه نتیجه ورکړي او کوم چای چې کرل شوی موږ یې بار بار پوښتنه کوو او هم مشورې ورکوو.»
یو شمېر د چارو کارپوهان په دې باور دي چې، که د شین چای د کښت هڅه بریالۍ شي نو دا په د افغانستان کرنیز سکتور ته یو نوی باب پرانیزي او د هېواد په اقتصادي پیاوړتیا کې به مهم رول ولري.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2025

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA