نوی حکومت د لبنان د مختلفو ګوندونو تر منځ د څو اوونیو خبرو اترو په پایله کې د اقتصادي اصلاحاتو او د هیواد د بیارغونې په هدف له وروستیو بحرانونو وروسته جوړ شو.
د لبنان نوی صدراعظم نواف سلام وايي، حکومت یې له اسرائیلو سره له وروستۍ جګړې وروسته د نړیوالې ټولنې د مرستو د نږدې کولو او د بیارغونې په برخه کې د اقتصادي اصلاحاتو د پلي کولو لپاره ژمن دی.
“له بد ترین اقتصادي بحران او مالي سیاستونو وروسته چې د لبنان خلک یې بې وزله کړي دي او په لبنان کې د اسراییلو د وروستي تېري له امله موږ له کړاو او درد سره مخ شوي یو، اوس د دې وخت دی چې ووایو بس دی.”
هغه همداراز د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ۱۷۰۱ پرېکړه لیک ته چې د حزب الله او اسرائیلو تر منځ پخوانۍ شخړې پای ته ورسولې، د لبنان په رعایت ټینګار وکړ.
په همدې حال کې په لبنان کې د حکومت د جوړولو پروسه له خنډونو سره مخ ده.
د لبنان د پارلمان غړی مارک داود په دې اړه وايي: “هغه څه چې د حکومت په جوړولو کې ځنډ رامنځته کړی، لومړی د پارلمان د رییس او په حکومت کې د پنځو شیعه وزیرانو پر ټاکلو ټینګار دی. دا کار هغوی ته اجازه ورکوي چې هر ډول بهیر کمزوری کړي او له حکومت څخه د وتلو ګواښ وکړي.”
دغه څرګندونې هغه سترې ننګونې ښيي چې د لبنان نوی حکومت به د ثبات د ساتلو او د اصلاحاتو د پرمخ وړلو لپاره ورسره مخامخ شي.
په همدې حال کې په بیروت کې د امریکا، بریتانیا او فرانسې سفارتونو د نوي حکومت د جوړېدو هرکلی کړی او دا یې د لبنان له سیاسي او اقتصادي بحرانونو څخه د وتلو لپاره یو مهم ګام ګڼلی دی.
دا ملاتړ په داسې حال کې کېږي چې امریکا په ښکاره د لبنان له حکومتي جوړښت څخه د حزب الله د لېرې کولو غوښتنه کړې ده.
د منځني ختیځ لپاره د امریکا د ځانګړي استازي مرستیاله مورګان اورټاګس وايي:
“موږ د حزب الله د ماتولو لپاره د خپل متحد اسراییل څخه مننه کوو. دا بریا لاهم د لبنان د خلکو، جمهور رئیس عون، صدراعظم نواف سلام او د دې حکومت له ټولو غړو مننه کوو چې د فساد پای ته رسولو ته ژمن دي او ډاډ ترلاسه کوي چې حزب الله په حکومت کې نشته.”
د یادونې ده چې لبنان له دوو کلونو راهيسې رسمي حکومت نه درلود او د دغه هېواد اداره د سرپرست حکومت په لاس کې وه او د یو قانوني حکومت د نشتوالي له امله نړیوالو مالي موسسو له دغه هېواد سره مالي مرستې بندې کړې او د نوي حکومت په رامنځ ته کیدو سره داسې هیلې شته چې دغه هیواد به د بیارغونې او د خپل اقتصاد د ښه کولو لپاره د نړیوالې ټولنې مرستې ترلاسه کړي.