په همدې حال کې دوو ازبکستاني سوداګرو د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ له سرپرست وزیر مولوي عطاء الله عمري سره په کتنه کې په افغانستان کې د اوبولګولو عصري سیستمونو او کیمیاوي سرې په برخو کې پانګونې ته لېوالتیا څرګنده کړې ده.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت ویاند مولوي مصباح الدین مستعین وايي، عمري د دغو دوو ازبک سوداګرو د پانګونې هرکلی کړی او دوی ته يې د هر ډول اسانتیاوو برابرولو ډاډ ورکړی دی.
«په دې لیدنه کې د ازبکستان دوو سوداګرو احمد خطا موف او عبدالله سروي ویچ په افغانسان کې د اوبولګولو په عصري سیستمونو او کېمیاوي سرې د پانګونې په برخه کې لېوالتیا څرګنده کړه او دکرنې له وزارت څخه یې په یادې برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه، محترم وزیر د ازبکستاني سوداګرو د پانګونې له وړاندیز هرکلی وکړ او ډاډ یې ورکړ چې وزارت به د دوی پانګونې ته د اسانتیاو برابرلو لپاره اړینه همکاري وکړي.»
ورته مهال د سیاسي او اقتصادي چارو مبصرین د اسلامي امارت او د سیمې د هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو پراختیا د رغنده سیاسي اړیکو زېږنده ګڼي.
د اقتصادي چارو مبصر عبدالنصیر ریشتیا وايي، د افغانستان کرنه اوس هم دودیزه ده او میکانیزمه کولو لپاره یې زیاتو هڅو ته اړتیا ده.
«د ماډرنې اوبولګولو، اصلاح شویو تخمونو،کېمیاوې سرې او همدارانګه د درملو په برخه کې مونږ له ستونزو سره مخ یوو، دا د مشورې ورکولو، تخنیکي مرستو، د کرنې نوې ټیکنالوجۍ واریدولو ته اړتیا لري، ترڅو افغانستان زراعت وکولای شي د افغانستان صنعت ته خام مواد تولید کړي، که چیرې د ګاونډي، سیمې یا بل هر هېواد د افغانستان د زراعت سیکتور لاس نیوی کوي هم کولای شي چې د بې کارۍ ستونزه راکمه کړي او هم کولای شی چې تر ډېره بریده دافغانستان کرنیزو محصولاتو اړتیاوې پوره کړي.»
د سیاسي چارو مبصر حمیدالله هوتک بیا د ازبکستان په ګډون له نړۍ سره د اسلامي امارت د سیاسي او اقتصادي اړیکو پر لا پراختیا ټینګار کوي او دا د افغانستان او د سیمې د هېوادونو په ګټه بولي.
«د ښه اقتصادي اړیکو نتیجه بیا په سیاسي اړیکو هم تاثیر لري او ټول هېوادونه غواړي چې په هره برخه کې له افغانستان سره ښې اړیکې ولري نو دا د دواړو ملکونو په ګټه ده، خصوصا ازبکستان چې غواړي په ډیرو برخو کې په افغانستان کې پانګونه وکړي همداراز د ترکیې هیواد خصوصي او دولتي سیکتور همداسې نور هم باید زیات کوښښ وشي چې حکومت له خوا له ټولو نورو هېوادونو سره دوستانه اقتصادي، سیاسي او اجمتاعي اړیکې ولري.»
دا په داسې حال کې ده چې په هېواد یو شمېر کروندګر هم له اسلامي امارت او مسوولو ادارو د کرنې سکټور د عصري کولو او د کرنیزو محصولاتو ودې پراختیا لپاره د وسائلو د ورکړې غوښتنه کوي.