ads

امریکا ته د تګ په تمه د سلګونه افغان کډولو نامعلوم برخلیک

په بېلابېلو هېوادونو په ځانګړي ډول پاکستان، قطر او متحده عربي اماراتو کې سلګونه افغان کډوال چې امریکا ته د تګ په انتظار دي، وايي، د کډوالو د نه منلو او د دوی د الوتنو د ځنډولو په اړه د ډونالډ ټرمپ حکم له نامعلوم برخلیک سره مخ کړي دي.

فخرالدین قاري زاده
8 سلواغه 1403
امریکا ته د تګ په تمه د سلګونه افغان کډولو نامعلوم برخلیک

ډېری دغه کډوال چې په افغانستان کې یې له بېلابېلو امریکايي بنسټونو سره کار کړی، د ډونالډ ټرمپ دا پرېکړه په افغانستان کې د امریکايي بنسټونو د سیمه ییزو همکارانو د ملاتړ لپاره د امریکا له ژمنې سرغړونه ګڼي.
نصیراحمد چې کلونه یې په افغانستان کې له امریکایانو سره د ژباړونکي په توګه دنده کړې وايي، له درې نیمو کلونو راهیسې امریکا ته د تګ انتظار باسي.
نسرین چې امریکا ته د کډوالۍ ویزه لري او ټاکل شوې وه د روانې میاشتې تر پایه امریکا ته ولاړه شي، وايي، د ډونالډ ټرمپ نوې پرېکړې د دوی ستونزې نورې هم زیاتې کړې دي.
هغه له ډونالډ ټرمپ غواړي چې امریکا ته د سلګونو افغان کډوالو د الوتنې د لغوه کولو او د خپلو پخوانیو همکارانو د ملاتړ لپاره پر خپله پرېکړه له سره غور وکړي.
“د ښاغلي ټرمپ له ادارې زموږ غوښتنه دا ده چې دا پروسه بیا پیل کړي، موږ هغه کسان یوو چې ټول قانوني مراحل مو طی کړي، موږ په میاشتو په سکیورټي کې چک شوي یوو، د روغتیا له نظره معاینه شوي یوو او بیا مو مرکه ورکړې، موږ هغه کسان یوو چې امریکا ته د سفر کولو وړ یو.”
له بلې خوا د کډوالو حقونو فعالان وايي، د ډونالډ ټرمپ دا پرېکړه کولی شي د خپلو متحدینو تر منځ د امریکا باور کم کړي.
د کډوالو د حقونو یو فعال عبدالرزاق عدیل وايي، امریکا ته د افغان کډوالو د پروازونو ځنډېدل د هغو کسانو تر منځ چې امریکا ته د تګ په تمه وو، سخته اندېښنه پیدا کړې ده.
د هغه په وينا، ډېرى دغه کډوال اوسمهال له نامعلوم برخليک او له جدي مالي، ټولنيزو او اقتصادي ستونزو او لومړنيو خدمتونو ته د لاسرسي له محدوديت سره مخ دي.
“دا اقدام کولای شي د متحدینو او نورو هیوادونو ترمنځ د امریکا اعتبار کم کړي او دا پیغام ورکړي چې امریکا د بحران په وخت کې د خپلو همکارانو او متحدینو ملاتړ نه کوي. هغه خلک چې د SIV سندونه لري چې د دوی اداري طرزالعملونو څخه تیر شوي کولی شي د متحده ایالاتو د کورنیو قوانینو پراساس شکایت ثبت کړي، ځکه چې حکومت د دوی ساتنه قانوني مکلفیت لري.”
بلخوا د امريکا د جمهور رئیس مرستيال جي ډي وينس له سي بي ائس سره په مرکه کې امريکا ته د افغان کډوالو د لېږد د پروګرام د ځنډولو په اړه د ډونالډ ټرمپ له پرېکړې دفاع کړې ده.
وینس ټینګار کړی چې امریکا ته له ننوتلو مخکې د ځینو کډوالو اسناد په سمه توګه نه دي څېړل شوي او دې کار جدي اندېښنې راپارولې دي.
«زه نه غواړم چې زما ماشومان په داسې سیمه کې ژوند وکړي چې خلک یې پرته له لازمې ارزونې موجود وي. څرنګه چې دا وضعیت زه د خپلو ماشومانو لپاره نه غواړم، له نورو امریکايي وګړو هم تمه نشم کولی چې دا ومني.»
دا په داسې حال کې ده چې د ډونالډ ټرمپ د نوې پرېکړې پر بنسټ، واشنګټن د هغو ۴۰ زره افغانانو الوتنې هم وځنډولې چې د کډوالۍ ځانګړې ویزې (SIV) لري.
د يادونې وړ ده چې په ۲۰۲۱ کال کې د امريکا له وتلو وروسته شاوخوا ۲۰۰زره افغانان د کډوالۍ په ځانګړو ويزو او يا هم د کډوالو په توګه په امريکا کې مېشت شوي او د یوه راپور له مخې، امریکا د سیمه‌ییزو متحدینو د ځای پر ځای کولو او بیا مېشتېدنې لپاره ۸،۷ ملیارد ډالر مصرف کړي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2025

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA