ads

د افغانستان بانک له لوري د ۲۰ میلیونه امریکايي ډالرو لیلام

د افغانستان بانک وايي، د راتلونکې شنبې په ورځ (د سلواغې ۶مه) د داوطلبۍ له لارې ۲۰ مییلیونه امریکايي ډالر لیلاموي.

خالد سهار
4 سلواغه 1403
د افغانستان بانک له لوري د ۲۰ میلیونه امریکايي ډالرو لیلام

یاد بانک په یوه خبر پاڼه کې پر شرایطو برابرو له سوداګریزو بانکونو او د صرافۍ او د پولي خدمتونو له شرکتونو غوښتي چې په دې داوطلبۍ کې ګډون وکړي.
سرچینه زیاتوي چې د داوطلبۍ ګټونکي مکلف دي چې د لیلام د ورځې تر پایه خپل حساب تصفیه کړي.
د افغانستان بانک داسې مهال ۲۰ میلیونه امریکايي ډالر لیلاموي چې په وروستیو کې د ډالرو پر وړاندې د افغانیو ازرښت ټیټ شوی دی.
نن د کابل په بازارونو کې یو امریکايي ډالر ۷۵ افغانۍ او ۵ پوله تبادله کېږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2025

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA