ads

په افغانستان کې د بودیجې له کموالي سره د بشري مرستو د پروګرامونه مخامخ کېدل

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره اوچا وايي، چې په افغانستان کې د روان ۲۰۲۵ کال د جنورۍ او مارچ د میاشتو ترمنځ موده کې د پوهنې، خوړو، روغتیا، خوارځواکۍ او سرپناه د پروګرامونو لپاره د مرستو برابرول د بودیجې له کموالي سره مخامخ دي.

نویسنده: Azizi
2 سلواغه 1403
په  افغانستان کې د بودیجې له کموالي سره د بشري مرستو د پروګرامونه مخامخ کېدل

یادې ادارې په یوه راپور کې ویلي چې په سیمه ییزو بازارونو کې د ځانګړو توکو پیرل او ددغو توکو د حمل او نقل لپاره اضافي بودیجې چمتو کول خورا مهم دي.
ملګري ملتونه وايی چې په روان ۲۰۲۵ کال کې په افغانستان کې د افغانانو اړتیاوې د تیر ۲۰۲۴ کال په څیر په ډیره لوړه کچه پاتې دي.
اوچا ویلي چې په روان ۲۰۲۵ کال کې به په افغانستان کې ۲۲.۹ میلیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا ولري، چې بشري مرستو د رسولو ادارو ددغه شمیر ۱‍۶.۸ میلیونو کسانو ته د مرستې د چمتو کولو پروګرام ترتیب کړی دی.
اوچا ویلي چې په روان کال کې به هم د افغانستان د نفوس نږدې نیمايي وګړي د ژوند د تیرولو لپاره په نړیوالو مرستو اتکا ولري.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا د سرمفتش دفتر سیګار ویلي چې په افغانستان کې له سیاسي بدلون وروسته ملګرو ملتونو له اړمنو افغانانو سره د بشري مرستود چمتو کولو لپاره لازمه بودیجه نه ده ترلاسه کړې.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2025

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA