ads

له زده‌کړو محرومې نجونې: نوي کال ته مو هیلې دي

یو شمېر نجونې چې له زده‌‌کړو محرومې دي، یو وار بیا د نوي تعليمي کال په را نږدې کېدو سره، پر اسلامي امارت غږ کوي چې د دوی پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانېزي.

وژمه پیام
1 سلواغه 1403
له زده‌کړو محرومې نجونې: نوي کال ته مو هیلې دي

دوی چې خپلې ناڅرګندې راتلونکې ته اندېښمنې دي، هیله‌ لري چې په نوي کال کې به یې د زده‌کړو تړلې دروازې پرانېستل شي.
د اووم او اتم ټولګي زده‌کوونکې لېمه او سارا په دې اړه وايي:
«شپږم ټولګي مې خلاص کړی دی او د نوي کال په پیل کېدو سره زه هیله منه یم چې اسلامي امارت زموږ ښوونځي خلاص کړي او دغه نوي کال ته مې هیله ډېره ده چې ښوونځې به پرانېستل شي.»
«زه دا هیله له اسلامي امارت څخه لرم چې نوی کال ته زموږ ښوونځي خلاص کړي، زما په شان نورې نجونې هم بې‌سرنوشته پاتې دي خوشبینه یوو چې د کال په پیل سره زموږ ښوونځي پرانېستل شي او موږ خپل درس او تعلیم ته ورسېږو.»
د پښتو ادبیاتو د ماسټرۍ برخې د وروستي کال محصله خدیجه هم په نوي تعلیمي کال کې د نجونو پرمخ د زده‌کړو دروازو پرانېستلو ته سترګې پر لاره ده.
«زه خپله د ماسټرۍ محصله یم، یو کال مې ویلی، یو کال پاتې ده؛ نو له اسلامي امارت څخه دا هیله لرم چې نوي کال ته د ټولو محصلانو او شاګردانو د پوهنتونو او مکتبونو دروازې پرانېزي، تر څو ټول زده کوونکي خپلو درسونو ته ادامه ورکړي.»
په ورته وخت کې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخوانی استازی زلمی خلیلزاد ټینګار کوي چې په نوي کال کې باید د افغان نجونو پرمخ ښوونځي او پوهنتونونه پرانېستل شي.
خليلزاد د بهرنيو چارو وزارت د سياسي مرستيال شېرمحمد عباس ستانکزي وروستۍ څرګندونې او په پاکستان کې د نجونو د زده‌کړو په تړاو د نړيوال اسلامي کنفرانس جوړېدل دوه هيله بښونکي پرمختګونه بللي دي.
عباس ستانکزي څو ورځې وړاندې په خوست ولایت کې د وینا پر مهال ويلي وو چې د اسلامي امارت مشران باید د نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې پرانېزي.
هغه زیاته کړې چې په افغانستان کې له ۲۰ میلیونو ښځو سره بې عدالتي کېږي او دا چاره د طبیعت له مخې ده، نه د شریعت.
«ټوله نړۍ نن له موږ سره په دغه ستونزه اخته ده او همدغه نیوکه پر موږ کوي موږ چې په کومه لاره روان یوو، دا زموږ د طبعیت خبره ده نه د شرعیت، زما د امارت له مشرانو دا غوښتنه ده چې د علم دروازې باید خلاصي کړي، دې ته هېڅ پلمه نشته، نه به وي او نه به يې کوي، د جناب رسول الله (ص) په وخت کې د علم دروازې د نر او ښځو پر مخ خلاصې وې.»
اسلامي امارت که څه هم په هېواد کې د نجونو د زده‌کړو په اړه تازه څه نه دي ويلي؛ خو تر دې وړاندې یې په وار، وار ويلي چې دوی د نجونو د زده‌کړو مخالف نه دي.
د اسلامي امارت چارواکي ټینګار کوي چې د یوه مناسب چاپېریال په برابرېدو سره به ښځو او نجونو ته زده کړو او کار اجازه ورکړل شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2025

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA