ads

غزه کې د اوربند له پیل وروسته خپلو مېنو ته د زرګونه فلسطینیانو ستنېدل

پر غزې د اسرائیلو له ۱۵ میاشتنیو خونړیو بریدونو وروسته زرګونه فلسطینیان خپلو ویجاوړو مېنو ته ستنېږي.

فرشته خرمي
1 سلواغه 1403
غزه کې د اوربند له پیل وروسته خپلو مېنو ته د زرګونه فلسطینیانو ستنېدل

مریم حبوب چې پر غزې د اسرائیلو د بریدونو له کبله له خپل کور او کلي بل ځای ته ګډه شوې وه، وايي، ډېره خوشحاله ده چې خپل کور ته ستنېږي او هیله لري چې دا اروبند همداسې دوام وکړي.
«کله چې ما د اوربند د پیل خبر وارېد نو ما ډېر وژړل، زه هیله لرم چې یوه دایمي موافقه وشي او موږ خپلو کورونه ته ستانه شو. زه له خدایه غواړم چې زه او ماشومان مې خپل کورته ستانه شو او اوربند هم دوام وکړي.»
د غزې دوه نور اوسېدونکي شادي جمعه او سلیمان رواغ چې د خپلو کورونو د لیدو لپاره خپلې سیمې ته تللي، وايي، له جګړې یو بد احساس لري.
«د جنګ او جګړې لیدل یو بد احساس لري، زه له خدایه شکر کوم چې په دې جګړه کې ژوندی پاتې شوم. زه خپلې سیمې ته راغلی یم او کور مې ګورم چې ټول ګډواله شوی، نشم کولای چې دا احساس په کلیمو کې بیان کړم.»
«اوربند د موږ لپاره یو نه بیانېدونکی احساس دی. د خدای شکر دی چې موږ خپلو کورونه ته راغلو.»
په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونېسف) وایي، په غزه کې د اوربند له پیل سره سم د مرستو لارۍ چې اوبه، روغتیايي او خوارکي توکي په کې شامل دي غزې ته رسېدلې دي.
په غزه کې د اوربند د هوکړې لومړی پړاو د یکشنبې په ورځ (د مرغومې ۳۰مه) پیل شو او په لومړۍ ورځ د حماس له خوا درې اسرائیلي بندیان خوشې شول او اسرائیل هم ۹۰ فلسطینیان خوشې کړل.
بلخوا ملګرو ملتونو او یو شمېر هېوادونو د حماس او اسرائیلو ترمنځ د اوربند د لومړي پړاو د پیل او د یرغمل شویو کسانو د خلاصون هرکلی کړی دی.
د يادونې وړ ده چې د تېرې چهارشنبې حماس او اسرائيلو د امريکا، قطر او مصر په منځګړتوب په غزه کې د اوربند او د بنديانو پر خوشې کولو هوکړه وکړه.
ټاکل شوې چې د حماس او اسرائيلو ترمنځ د شوې هوکړې له مخې د روان کال د جنورۍ په ۲۶مه له دواړو غاړو نور بنديان هم خوشې شي.
د فلسطین د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، پر غزې د اسرائیلو د پنځلسو میاشتو په بریدونو کې څه د پاسه ۴۷ زره فلسطینیان شهیدان شوي او له درې میلیونو زیات کسان بې‌ځایه شوي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2025

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA