ټرمپ چې تر دې وړاندې له اسلامي امارت سره د خبرو اترو او د افغانستان له حالاتو سره ډېره بلتیا لري، دا ځپل به له لا ډېر شناخت سره سپینې ماڼۍ ته ولاړ شي.
نوموړي د یکشنبې په ماښام د جنوري په ۱۹ مه په واشنګټن کې د مراسمو پرمهال له افغانستان سره د امریکا د مرستو په اړه د تیر په پرتله نسبتا نرمې څرګندونې وکړې.
په ورته وخت کې یو شمیر سیاسي مبصرین وايي، د ټرمپ او د اسلامي امارت د مشرانو ترمنځ اړیکې او شناخت د دواړو هیوادونو د ګټو لامل کیدلای شي.
دوی له اسلامي امارت څخه غواړي چې د امریکا له نوي حکومت سره خبرو ته دوام ورکړي ترڅو دکابل او واشنګټن ترمنځ د تعامل اړیکو د پراختیا لامل وګرځي.
سیاسي مبصر عبدالمتین ناصري په دې اړه وايي:
“افغانستان یو ستراتیژیک هیواد دی او د افغانستان سره په سخت غږ او متقابل عمل سره مخ کیدل ګران دي. هغه پخوانۍ تفاهم چې د ټرمپ او د اسلامي امارت د مشرانو ترمنځ شتون لري کولی شي په خبرو اترو کې نرم او مؤثر وي.”
د سیاسي چارو بل مبصر سلیم پیګیر وايي، ټرمپ یو سوداګر دی او د نړۍ په هیڅ ځای کې د جګړې پلوي نه کوي.
« زه باور لرم چې ټرمپ به هغه څه چې د دوحې په موافقه کې شتون لري د هغې په پلي کیدو به ټینګار وکړي. او د افغانستان اسلامي امارت هم باید د دې موافقې پلي کیدو ته ژمنتیا څرګنده او عملي یې کړي تا څو له ټرامپ سره زیات تعامل ولرو او وکولای شو یو پیاوړې حکومت جوړ کړو ترڅو د امریکا په ګډون نړۍ مو په رسمیت وپیژني.»
په ورته وخت کې سیاسي مبصر معین ګل ځمکنی وايي، اسلامي مارت په هیواد کې امنیت ټینګ کړي او له ګڼو ګاونډیو هیوادونو سره ښې اړیکې لري چې دا موضوع کولای شي، د افغانستان په تړاو د امریکا په سیاست کې ګټور واقع شي.
«ټرمپ پوهېږي که د افغانستان موجوده حکومت په ټولې خاورې حاکمېت لري او له ګاونډیو او د نړۍ له سترو هېودونو سره اړیکې لري او د دوحې پر موافقې د ټرمپ د حکومت لومړۍ دوره کې کار شوی دی.
دا په د اسې حال کې ده چې د ډونالډ ټرمپ د ملي امنیت سلاکار مایک والتز، واشنګټن پست ته ویلي چې افغانستان ورته زیات اهمېت لري خو دا افغانستان ته د بیا ګرځیدو په معنی نه ده.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ