رویټرز راپور ورکړی چې دغه ټانکر د شنبې په ماسپښین د نایجریا په نایجر ایالت کې تر چپه کېدو وروست اور اخیستی دی.
سرچينه زياتوي، کله چې خلک د تېلو د راټولولو لپاره دغه ځاى ته نږدې شول، دغه ټانکر چاودنه کړې.
ځايي چارواکي وايي، په دې پېښه کې ۵۶ نور کسان ټپیان شوي چې د ځینو روغتیايي وضعیت نازک دی.
د یادونې ده چې د تېر کال په اکټوبر میاشت کې هم په نایجریا کې په ورته پېښه کې ۱۴۷ کسان وژل شوي وو.