د اقتصادي چارو مبصر رحیم مرجان د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانیو ثبات ساتنې لپاره په هېواد کې د بهرنیو اسعار د استعمال او د ازاد بازار کنټرول مهم ګڼي.
«هڅه دې وشي چې د بهرنیو اسعارو کارونه په افغانستان کې ختمه شي او د افغانیو کارونه زیاته شي او د توکو او ډالرو قیمتونه خپله صرافان ګټه پورته کوي، ځکه صرافان تجاران هم دي، دولت باید هڅه وکړي چې مارکېټ په خپل کنټرول کې ونیسي قیمتونه او هر څه باید د دولت او ښاروالۍ له لوري وټاکل شي.»
د اقتصادي چارو مبصرتاج محمد تلاش بیا ټینګار کوي چې د افغانیو ثبات ساتنې لپاره په کار ده چې د افغانستان بانک کنګل شوې شتمني ازاده شي.
«د مرکزي بانک په زېرمو د هرې میاشتې په تېرېدو سره ډالر ذخیره او د ګنګل شوې شتمنۍ سرنوشت باید معلوم شي، په هغه صورت کې شونې ده چې د افغانیو ثبات ډالرو ته نسبتا اوږد مهال کې مدیریت شي؛ خو مطلق مدیریت یې د افغانستان په اوسنیو شرایطو کې ستونزمن دي.»
بلخوا د افغانستان بانک چارواکي ډاډ ورکوي چې د افغانیو ارزښت ساتنې ته ژمن دي او په دې برخه کې جدي هڅې کوي.
د دغه بانک ویاند حسیب الله نوري وايي، د مناسبو پولي سیاستونو تطبیق، د صادراتو وده، په دولتي کچه د غیر اړینو لګښتونو کمېدل، د یو شمېر ملي او نړیوالو پروژو پیل، د شفافیت رامنځته کېدل او بهر ته د اسعارو د قاچاق مخنیوی، هغه عوامل دي چې د افغانیو له ثبات سره یې مرسته کړې ده.
« دا ټول هغه عوامل دي چې د افغانستان بانک سره يې مرسته کړې چې پر بنسټ يې د افغانستان بانک د افغانیو ارزښت وساتي او دغه بانک د پولي سیاستونو د تطبیق لپاره د مختلفو ابزارونو د تطبیق هڅه کوي، د لیلام یا اوپن مارکېټ عملیاتو وسیله کاروي، د لیلام بازار د پولي د تنظیم اوانفلاسیون د نرخ د کنترول په برخه کې مرسته کوي.»
د یادونې ده چې د افغانستان بانک د یکشنبې په ورځ (د مرغومې ۳۰مه) هم د داوطلبۍ له لارې ۱۸ میلیونه امریکايي ډالر د لیلام په ډول وپلورل.
دا په داسې حال کې ده چې یو شمېر هېوادوال وايي، د ډالرو پر وړاندې د افغانیو ارزښت په ټیټېدو سره په بازارونو کې د توکو بیې هم لوړېږي چې دوی یې د اخیستلو وس نه لري او له مسوولینو یې د کنټرول غوښتنه کوي.