ads

د نجونو پر مخ د زده‌کړو دروازو پرانېستلو په تړاو د عباس ستانکزي غوښتنه

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزی وايي، د اسلامي امارت مشران دې په هېواد کې د نجونو پرمخ د زده‌کړو دروازې پرانېزي.

خالد سهار
30 مرغومی 1403
د نجونو پر مخ د زده‌کړو دروازو پرانېستلو په تړاو د عباس ستانکزي غوښتنه

ستانکزي په خوست ولایت کې د یوې دیني مدرسې په فراغت غونډه کې ويلي چې په شریعت کې د ښځو پر زده‌کړو بندیز نه‌شته او د افغانستان پرمختګ یوازې په علم پورې تړلی دی.
نوموړي همدارنګه زیاته کړې چې په هېواد کې له شل میلیونه ښځو سره بې‌عدالتي کېږي او دا چاره د طبیعت له مخې ده، نه د شریعت.
د یادونې وړ ده چې د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي تر دې وړاندې هم څو ځله د نجونو د ښوونځیو او پوهنتونو دروازو د پرانېستلو غوښتنه کړې وه.
دا په داسې حال کې ده چې اسلامي امارت وايي، د یوه مناسب چوکاټ په رامنځ ته کېدو سره به د نجونو زده‌کړو ته اجازه ورکړل شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2025

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA