ads

افغانستان ته د ناروې د کډوالو د شورا د مشر سفر

د ناروې د کډوالو د شورا مشر یان ایګلنډ وايي، په افغانستان کې ۲۲ میلیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري او نړۍ په دې بحران سترګې پټې کړې دي.

خالد سهار
30 مرغومی 1403
افغانستان ته د ناروې د کډوالو د شورا د مشر سفر

ایګلنډ پر خپله اېکس پاڼه کې لیکلي چې افغانستان ته یې سفر کړی او په هرات ولایت کې یې له یو شمېر بې‌سريرسته ښځو سره لیدلي دي.
ایګلنډ زیاتوي چې له پاکستانه ۸۰۰ زره افغان کډوال اېستل شوي او ایران هم غواړي دوه میلیونه افغان کډوال وباسي.
هغه لیکلي چې هرات ولایت ته د خپل سفر پر مهال یې له یوې مېرمنې سره ولیدل چې د ناروې د کډوالو شورا په مالي مرسته یې د خیاطۍ کارخونه جوړه کړې چې په کې۲۰ بې‌سرپرسته مېرمنې پر کار بوختې دي.
دا په داسې حال کې ده چې یو شمېر نړیوالې مرستندویه موسسې وايي، د بودیجې د کموالي له امله نه شي کولای په افغانستان کې ټولو اړمنو خلکو ته رسېدنه وکړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2025

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA