د کډوالو نړیوال سازمان (ای او ایم ) د یو اعشاره دوه میلیونه هغه افغان کډوال چې قانوني اسناد یې نه درلودل له ایران څخه افغانستان ته د ستنیدو خبر ورکړی.
دې سازمان ویلي، له ایران څخه افغانستان ته د راستانه شویو افغان کډوالودغه شمیر چې اسناد یې نه درلودل د ۲۰۲۴ میلادي کال له جنوري څخه د همدې کال ترپاېه له دوی سره ثبت شوي چې ۶۷ فیصده په کې د کډوالو جبري ستنول شامل دي.
د کډوالونړیوال سازمان د راپور له مخې په دې موده کې له ایران څخه افغانستان له راستانه شویو ۳۲۴ زره کډوالو سره د مرسته دویه ادارو په کډون اروپايي ټولنې ورسره بشري مرستې کړي دي.
په ورته وخت کې دسیاسي او اقتصادي چارو مبصرین وايي، د ایران حکومت له لوري له افغان کډوالو سره وروستي زور زیاتی او په جبري توګه د هغوی ایستل د ښه ګاونډیتوب ،د ټولو نړیوالو اوصولو او بشری حقونو خلاف عمل دی.
دسیاسي چارو مبصر روح الله هوتک وايي ، د ایران حکومت لخوا له افغان کډوالو سره زور زیاتی او په جبري توګه د هغوی ایستل د ښه ګاونډیتوب ،د ټولو نړیوالو اوصولو او بشرحقونو خلاف عمل دی.
نوموِي وویل :((په دغه دوه هیوادونو کې چې ایران اوپاکستان ده ، د ژوند په مختلفو برخوکې د هیوادونو له تریخوالي سره مخ شوي او دا دولس لکه په شاوخوا کې هغه مهاجرین دي چې اسناد یې نه درلودل له ایران نه را ویستل شوي، دا ددې ښودنه کوي چې د افغانستان پر نظام د فشارونو یوه ګزینه ده او په خپله په ایران د نړیوالو فشارونه په ځانګړې توګه د امریکا او همدارانګه په منځني ختیځ کې وروستي نظامي بردخوردونه و، چې له افغان کډوالو سره ناسم او غیر بشري چلن ترسره شو.))
بلخوا د اقتصادي چارو مبصر عبدالجبار صافی وايي، د کاري بوختیا او اقتصادي ودې اړوند یوشمیر وزارتونه او خصوصي سکتور دکډوالو او هغه ځوانان چې په هیواد کې دبې کارۍ له ستونزو سره مخامخ دي د بنسټیزو کارونو ترسره کیدو لپاره خپلې هڅې لا چټکي کړي او د ژوند په ټولو هغو برخو کې چې کډوال ورته اړتیا لري لاس نیوی یې وکړي.
هغه وویل:((د مهاجرینو چارو وزارت باید راستانه شویو کډوالو ته چې سرپنا نه لري ، د کورونو لپاره ځمکې ورکړي، د صنعت او تجارت وزارت مسئولیت دی چې د کار لپاره شرایط ورته برابر کړي، دکار او ټولنیزو چارو وزارت باید کډوال ځوانانو ته د مارکیت د ضرورت مطابق روزنه ورکړي او د هیواد په معدنونو په استخراج او پروسس کې چې له لسو تر یولس زره کمپنیو ته ضرورت دی چې په هغه کې میلیونونه کسانو ته په کې دکار کولو زمینه برابریږي خو دا هرڅه هغه وخت شوني دي چې حکومت مطلق له خپلو صنعت کارانو، شرکتونو زراعت او خدماتي کمپنیو څخه په متوازن شکل حمایت وکړي.))
هڅه مو وکړه چې په دې اړوند دکډوالو او راستیندونکو چارو وزارت نظر هم ولرو خو دزیاتو هڅو سره سره دهغوی د نظر په اخیستو ونه توانیدو
د کډوالو نړیوال سازمان (ای او ایم) په داسې حال په ۲۰۲۴ میلادي کال کې له ایران څخه افغانستان ته د یومیلیون او ۲ سوه زره بې اسنادو افغان کډوالو د ستنیدو ویلي چې دا مهال په پاکستان ،ترکیه قطر او متحده عربي امارتو کې افغان کډوال له جبري ایستنې ،روحي او رواني اود کډوالۍ په تړاو له ګڼو بیلابیلو ستونزو سره مخامخ دي.
خو دافغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپورورکوونکي ریچارډبینټ د افغان کډوالو د حقونو د پیاوړتیا او ښه کولو پراړتیا ټینګار کړی او ویلي دي چې په نړیوالو خبرو اترو او پریکړو کې باید د افغان کډوالو غږ واورېدل شي.