دکابل ښار یو شمیر اوسیدونکي سره له دې چې دکابل ښاروالۍ له چارو خوښ دي خو د ښار دصفایۍ عوایدو په راټولولو کې له ښاروالۍ سره د ښاریانو د لا زیاتې همکارۍ غوښتنه کوي.
دکابل ښار اوسیدونکی نوید الله اکبري او نجف علي حسینی وايي، د ښار په بیلابیلو برخو کې یو شمیرکورنۍ د ښاروالۍ صفايي پیسو له ورکولو ډډه کوي او په خبره یې دا پرځای برېکړه نه ده.
هغوی وویل:((د ښار دصفايۍ په تړاو په کومه کچه چې ښاروالي کار کوي او زحمت وباسي دقدر وړ دي او هرهغه څوک چې په ښار کې اوسیږي ، که هغه مالداره وي او که غریب،د ښار صفايۍ پیسې چې پرې راشي مکلف دی چې ورته یې وسپاري او دولت چې کومې د صفایۍ پیسې له خلکو راټولوي ، بیرته یې د سړکونو ،ویالو په جوړلو لګوي.))
دکابل ښار د اتمې ناحیې اوسیدونکی عرفان الله د ښاروالۍ له عامه خدمتونو خوښۍ څرګندوي او له ښاریانو څخه غواړي چې د ښاروالۍ د صفايي پیسې په ټاکلي وخت ورکړل شي.
نوموړي وویل:((همدا ښاروالۍ ده چې دکابل ښار چاپیریال او د ښار په پاک ساتلو کې مهم رول سرته رسوي او که خلک اقتصادي ستونزې لري که چیرې هره ورځ لس روپي وسپموي، د یوکال په موده کې د یو کور د صفايۍ پیسې پوره کیږي او کولای شي چې په ټاکلي وخت یې تحویل کړي،))
په ورته وخت کې دکابل ښاروالۍ ویاند نعمت الله باریکزی وايي ، د ښارصفايي عواید چې د داخلي عوایدو له سرچنیې څخه شمیرل کیږي، باید پر وخت یې ښاروالۍ ته وسپاري.
هغه وویل:((بېلشکه د عوایدو موضوع چې یوه سرچینه یې د صفايۍ پیسې دي او له خلکو څخه مو غوښتنه ده چې په دې مسله کې له مونږ سره همکار وي او دغه صافیۍ ده چې مونږ وکوالای شو سړکونه او نور موارد سره تطبیق کړو او په دې هکله له خلکو څخه مو په ټینګه غوښتنه ده چې له مونږ سره همکار واوسي.))
دښار د صفايي پییسو په ورکولو کې له ښاریانو څخه د لازیاتې همکارۍ غوښتنه په داسې حال کیږي چې دکابل ښاروالۍ ویلي ، سږکال هڅه کوي د نورو کلونو په پرتله د خپلو عوایدکچه لوړه کړي ترڅو ښاري چوپړتیا ډیرې شي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ