اوچا پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې د دغو کسانو له منځه ۵۳ سلنه ماشومان، ۲۳،۲ سلنه ښځې او ۹،۹ سلنه یې معلولیت لرونکي دي.
سرچینه زیاتوي چې یادو کسانو ته د خدمتونو برابرولو لپاره ۲۷۹،۷ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري.
اوچا تر دې وړاندې هم په یوه راپور کې ويلي وو چې په ۲۰۲۵ کال کې به په افغانستان کې ۲۲،۹میلیونه کسان بشري مرستو ته اړتیا ولري.
دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې وروستۍ طبیعي پېښې، اقلیمي بدلونونه او د کډوالو راستنېدل هغه لاملونه بلل کېږي چې په بېلابېلو برخو کې یې مرسته ته د خلکو اړتیا زیاته کړې ده.