د اقتصادي چارو مبصرین وايي، د بهرنیو هېوادونو په مرستو د یو هېواد اقتصادي برنامو تکیه، په غیر فزیکي ډول د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانیو تبادله او د هېواد د صادراتو او وارداتو ناانډولي د افغاني ثبات له ګواښ سره مخامخ کوي.
د اقتصادي چارو مصبر عبدالجبار صافی ټینګار کوي چې د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانیو ازښت ساتلو لپاره په هېواد کې په کار ده چې د افغانیو د شتون په صورت کې تبادله وشي.
نوموړي زیاتوي، په هېواد کې په دوامداره توګه پانګونه د افغاني ارزښت په ساتلو کې مهم رول لري، ترڅو د کورني تولیداتو کچه لوړه شي.
«فزیکي پیسې باید تبادله شي او اسلامي امارت باید هېچا ته اجازه ورنه کړي چې هوايي بولۍ وکړي او مونږد ۹ ملیارده ډالره تجارت لرو چې له دې څخه د ۲ ملیارده ډالرو په ازښت صادرات او د ۷ ملیارده ډالرو په ارزښت واردات لرو، همدې ۷ ملیاررده ډالرو لپاره باید د پانګې اچونې لپاره زمینه برابره کړو چې خپل تولید داخل په افغانستان کې وشي ترڅو چې د خپلو داخلي تولیداتو لپاره منظم پلانونه جوړ نه کړو وبه نه شو کولای چې د افغانۍ ارزښت وساتو، که چېرې هره ورځ فابریکې افتتاح کېږي، سرمایه ګذاري کېږي په دې حالت کې مونږ د تولید په طرف ته ځو، بیا د افغانۍ قیمت مونږ ساتلی شو.»
د اقتصادي چارو مبصر تاج محمد تلاش بیا وايي، د ډالرو پر وړاندې د افغانیو ارزښت په کمېدو سره د ټولو هغو توکو بیې چې له بهرنیو هېوادونو څخه افغانستان ته واردېږي، لوړېږي او دا چاره د هېوادوالو په ژوند منفي اغېز کوي.
نوموړي زیاتوي، د امریکا د منتخب جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ له افغانستان سره د مرستو په تړاو وروستۍ څرګندونې د افغانیو په ارزښت منفي اغېز کړی دی.
«دوه اساسي دلیلونه یې درلودل چې ډالر لوړ شول، لومړۍ دلیل یې دا وو چې د ټرمپ څرګندونې د امریکا له کانګرس سره په ټکر کې وې چې ویلي وو اسلامي امارت چارواکو ته د امریکایانو مالیه باید ور انتقال نه شي او دا باید بندې شي، دویم دلیل یې دا دی چې یوه اندازه ډالر د قاچاق په حالت کې دي چې دې حالت او ټرمپ څرګندونو په موقتي ډول د ډالرو د لوړېدو لامل شو.»
بلخوا د افغانستان بانک چارواکي ټینګار کوي چې د هېواد له پولي بازار څخه په دقیقه توګه څارنه کېږي او د افغانیو ثبات ساتلو ته ژمن دي.
د یاد بانک ویاند حسیب الله نوري وايي، د افغانۍ ارزښت ساتلو لپاره کافي امکانات په واک کې لري او نه پرېږدي چې په دې برخه کې نوسانونه رامنځته شي.
«د افغانستان بانک د هېواد د مرکزي بانک په توګه ژمن دی ترڅو د افغانۍ ارزښت څخه په ښه توګه ساتنه وکړي او پرېنږدي چې نوسانونه رامنځته شي، د افغانستان بانک کافي امکانات او سرچینې لري چې د افغانۍ له ارزښت څخه پرې ساتنه وکړي او په پولي بازارونو او مالي بنسټونو کې د افغانۍ او اسعارو اړتیاوې پوره کړي، مونږ نه پرېږدو چې په دې برخه کې حاد نوسانونه رامنځته شي او د کافي امکانات په لرلو سره به د بازار اړتیاوې پوره کوو.»
دا په داسې حال کې ده چې د دوشنبې په ورځ (د مرغومې ۲۳مه) د کابل په بازارونو کې یو امریکايي ډالر ۷۳ افغانۍ او ۹۰ پوله تبادله کېده.