د دغه ولایت یو شمېر اوسېدوونکي او کروندګر وايي، په تېرو څو کلونو کې د وچکالۍ له کبله د خلکو فصلونه او باغونه خراب شوي وو او د دې سربېره د ځمکې لاندې د اوبو کچه هم ټيټه شوې وه.
د پکتیا اوسېدونکی مجیب الله وايي، وروستیو بارانونو او واورې واورېدو د وچکالۍ وېره کمه کړې او په راتلونکي کال کې به د ځمکو خړوبولو ستونزه هواره شي چې کرکېله به وده ورسره وکړي.
«فصلونه بېرته تازه کېږي ان شاءالله ځکه چې وچکالي نه شته ښه ډېره واوره وشوه او هغه کارېزونه چې وج و بېرته ډکېږي، زموږ په کلي کې کارېز د وچیدو په حالت کې و نو دا دوه درې ورځې کېږي اوبه یې بېرته زیاتې شوې دي.»
د دغه ولایت بل اوسېدونکی سردارولي هم وايي، په دې وروستیو کې د ځمکې لاندې اوبو سطحه ټيټه شوې وه چې له سږنیو بارانونو او واورې سره به د اوبو سرچینې ډېرې شي.
«ټولو وېره لرله چې واوره ونه شي نو راتلونکی کال به له وچکالۍ سره مخ شو ځکه ځینو سیمو کې لمریزې برمې لګول شوې اوبه ښکته تللې وې اوس خلک خوشاله دي د ځمکې لاندې اوبه به بېرته راپورته شي او وچکالي به له منځه ولاړه شي.»
بل لورته د پکتیا ولایتي مسوولین هم راتلونکی کال د اوبو له اړخه غني بولي او وايي چې په دې سره به په هېواد کې کرکېله ښه پایله ولري.
د پکتیا د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست استازی ارسلا وايي، دوی هڅه کوي چې په راتلونکي کال له بزګرانو سره په هره برخه کې همکاري وکړي.
«کرنه او مالداري د یوه هېواد لپاره د ملا د تیر مثال لري نو باید ووایم چې د راتلونکي کال لپاره به ان شاءالله د پکتیا ولایت د کرنې ریاست هڅه کوي چې خلکو ته باغونه، اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ورکړي او د زرعت او مالدارۍ په برخه کې به پوره کوشش کوي.»
د یادونې وړ ده چې په وروستیو څو کالونو کې نه یوازې پکتیا، بلکې د هېواد په ګڼ شمېر ولایتونو کې د وچکالۍ له کبله کرکېله زیانمنه شوې او ځمکې د پخوا په څېر ښه فصلونه نه ورکوي.