ads

د ۲۰۲۵ کال د اتلولۍ جام د لوبو نوملړ خپور شو

د کرکټ نړیوالې شورا د ۲۰۲۵ کال د اتلولۍ جام د لوبو نوملړ خپور کړی دی.

نویسنده: Khalid Sahar
5 مرغومی 1403
د ۲۰۲۵ کال د اتلولۍ جام د لوبو نوملړ خپور شو

د دغه نوملړ له مخې، افغانستان په بي ګروپ کې د فبروري پر ۲۱مه له سویلي افریقا، ۲۶مه له برېټانیا او ۲۸مه له اسټرالیا سره لوبېږي.
په دې جام کې د افغانستان په ګډون د پاکستان، هند، نیوزیلنډ، بنګله دیش، جنوبي افریقا، استرالیا او بریټانیا لوبډلې شاملې دي.
د اتلولۍ جام دغه لوبې د پاکستان په کوربه‌توب په څلورو ځايونو کراچۍ، لاهور، راولپنډۍ او دوبۍ کې ترسره کېږي.
هند بیا خپلې ټولې لوبې د پاکستان پر ځای په دوبۍ کې ترسره کوي چې له یوې مودې راهیسې پرې جنجالي بحثونه هم روان وو.
د یادونې ده چې د ۲۰۲۵ کال د اتلولۍ جام لوبې د فبروري میاشتې پر ۱۹مه نېټه پیلېږي چې د مارچ تر نهمې نېټې پورې به دوام وکړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2025

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA