سیاسي مبصر سید ذکرالله هاشمي وایي چې دافغانستان په قلمرو دپاکستان هوايي بریدونه دبهرنیو هیوادونو دپرژوې دپلي کیدو زیږنده ده او پاکستان باید له افغان حکومت سره د دوه مخي سیاست دپلي کولو پرځای دښه ګاونډیتوب سیاست تعقیب کړي.
نوموړی وایي پرافغان خاوره دپاکستان لخوا د هوايي بریدونو ترسره کول په حقیقت کې د اسلام اباد د ژمنو خلاف عمل دی او کابل ته د هغه هیواد د راغلي پلاوي د راتګ هدف یې تر پوښتنې لاندې راوستی دی.
هغه وویل:((له یوه داسې دولت سره چې مرزي او تاریخي مشکل ورسره لرې او هغه جکړې ته اړباسې نو ددې پرځای چې ستونزه هواره شي ته یې نور هم دا مشکل زیاتوې نوزما تحلیل دا ده چې هغه پروژه یې کړۍ دي چې دپاکستان په حکومت ،اردو،استخباراتو کې وجود لري او دامریکا لپاره کارکوي،زه یوه مشوره دپاکستان حکومت هوښیار و خلکو ته ورکوم چې دافغانانو صبر او حوصله نوره مه تجربه کوي.))
دپاکستان جنګي الوتکو لخوا په داسې حال دپکتیکا برمل والسوالۍ کې هوايي بریدونه ترسره شوي چې دمرغومي په دریمه دافغانستان لپاره دپاکستان ځانګړی استازی محمد صادق خان دیوه پلاوي په مشرۍ کابل ته راغلی او داسلامي امارت دبهرینو او کورنیو چارو سرپرستو وزیرانو سره یې پرسیاسي ،امنیتي او اقتصادي اړیکو بحث او خبرې کړي دي.
په ورته وخت کې دنړیوالو چارو مبصر عبدالشکور داد رس وايي پرافغان خاوره دپاکستان دهوايي بریدونو موضوع باید په دقیقه توګه دخبرو اترو له لارې وځیړل شي او په خبره یې چې اسلامي امارت باید د هغه هیواد هوايي بریدونو ته داسې غبرګون څرګند کړي چې نړیوالې سولې،عدالت او امنیت ته زیان ونه رسیږي
هغه وویل:((یو پلاوی باید وټاکل شي او ساحې ته ولاړ شي او حتی که بله چاره نه وه باید یومنځګړی پیدا شي، زما خلک شهیدان کیږي ،کورنه یې نړیږي او عامل یې نه دی معلوم باید عامل یې پیدا شي ،که پاکستان یې عامل خپل دښمنان بلي نو ثابت دې کړي او که دښمنان یې نه وي نو اسلامي امارت ته نه تنها لازمه ده ،بلکې مکلفیت لري چې دافغانستان له خلکو څخه دفاع وکړي.))
دپاکستان جنګي الوتکو تیر ماښام دپکتیکا ولایت برمل ولسوالۍ کې هوايي بریدونه کړي چې له کبله یې یوشمیر ولسي خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
داسلامی امارت دفاع وزارت دپاکستان هوايي بریدونو ته کلک غبرګون ښودلی او دایې د ټولو نړیوالو اصولو خلاف عمل او دافغانستان پرقلمرو دهغه هیواد ځرګنده تیرۍ یاد کړی دی.
د دفاع وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي وايي په دې بریدونو کې د وزیرستاني کډوالو په ګډون یوشمیر ولسي خلک چې ښځې او ماشومان په کې شامل دي شهیدان شوي یوشمیر ټپيان شوي دي.
خوارزمي وايي اسلامي امارت دخپلې خاورې د دفاع حق لري او دپاکستان هوايي بریدونه به بې ځوابه نه پاتې کیږي.
نوموړي وویل:((دپاکستان د پوځ په دې بماریو کې ولسي خلک چې زیات شمیر یې وزیرستاني کډوال دي او ښځې او ماشومان هم په کې شاملي دي شهیدان او ټپیان شوي دي،دافغانستان اسلامي امارت دغه وحشي عمل د تولو نړیوالو اصولو خلاف او څرګند تیرۍ دی او کلکه یې غندي،پاکستان لوری باید په دې پوه شي چې دغه ډول خپل سري اقدمات د هیځ ستونزې حل نه دی ،اسلامي امارت به دغه عمل بې ځواب نه پریږدي او له خبلې خاورې دفاع خپل مسلم حق دی.))
دا په داسې حال کې ده چې پاکستان تر دې وړاندې هم ورته بریدونه کړي او له افغانستان سره پرکرښه باندې هم وخت نا وخت نښتې را منځته کېږي ، خو دا ځل د افغانستان دفاع وزارت ویلي چې دا برید به بې ځوابه پاتې نه شي.