ads

سباد سالنګ لویه لار د ټرافیکو پرمخ بېرته پرانېستل کېږي

د ټولګټو چارو وزارت وايي، د سالنګ لویه لار به سبا دوشنبه (د مرغومې په څلورمه) هر ډول ټرافیکو پرمخ پرانېستل شي.

نویسنده: Khalid Sahar
3 مرغومی 1403
سباد سالنګ لویه لار د ټرافیکو پرمخ بېرته پرانېستل کېږي

د یاد وزارت ویاند محمد اشرف حق‌شناس وايي، پلان شوی کار چې تر مرغومې میاشتې پورې په پام کې نیول شوی و، بشپړ شوی او اوس دغه لویه لاره د ترافیکو پرمخ پرانېستل کېږي.
حق‌شناس وايي، د موټرو د تګ راتګ لپاره مهال وېش ټاکل شوی او اوس لوی باروړونکي او مسافر وړونکي موټر د ټاکلي مهال وېش له مخې تګ راتګ کولای شي.
تر دې مخکې د سالنګ لویه لار د باروړونکو موټرو پر مخ تړل شوې وه او مسافرو یې د تګ راتګ له ستونزو شکایت کاوه.
د ټولګټو چارو وزارت له موټر چلوونکو غوښتي، چې پر دې لویه لاره د تګ پرمهال دې اړین وسایل ولري او خوندیتوب په پام کې ونیسي.
د يادونې وړ ده چې د سالنګ لويې لارې د بيارغونې چارې له تېر يوه کال راهيسې روانې دي او د دې لويې لارې د ګالریو ډېرې برخې بيارغول شوې او اوس د ترافيکو پر مخ پرانېستل کېږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2025

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA